|
Khayaam Yousafzai
|
بابو صيب ........ يه بابو صيب ځان ؤتلۍ کنه..... خو زما پۀ انکار هغه پۀ ژړا شو ، نو ما ترې تپوس اوکړو چې ولې ژاړې ؟.... وئيل ئې دا دے تور ماښام شو او يو کس هم ځان اونۀ تللو ... زۀ چې داسې تش تور کور تۀ لاړ شم نو زمانه زيات زما واړه وروڼه ژاړي.......... زۀ بې کچه خفه شوم او دَ ځان تللو پۀ غرض چې څنګه تلې ته وراوختم نو خوا کښې يو فقير ګويا شو ......او وې ئې چې ځانونه پۀ دے تلۀ مۀ تلئ ..... ځانونه دَ عمل پۀ تلۀ اوتلئ ........ ما فقير تۀ اوکتل او بيا مې ژړغونې ماشوم تۀ او بيا پۀ باغ ناران کښې هغه بې شميره جوړو تۀ چې پۀ يو بل اچولې لاسونه ګرځيدل
|