New's/Articles & Blog Section

مرثيه څه ته وايي ؟ او په پښتو ادب کښې مرثيه - ليک خیام یوسفزے

Posted By :  Admin   (31 Jan 2013)

 مرثيه د رثا نه وتی ده ، رثا په ادب کښې هغه اشعـارو ته وائی چې پکښې د مړی په مرګ ماتم کولې شي ، دا د خپلوانو او دوستانـــــــو په مرګ هم ليکلې شی ، د قوم د مشرانـــــــو ، بادشاهانـــــــو ، سردارانو په مــرګ هم ليکلې شی او د مذهبي شخصياتــــــو په مرګ هم چې په اسلامی تاريخ کښې د کربلا مظلومان پکښې د ټــــولو نه اول دي ، مرثيه چې د خپلو مخصوصو صفاتـــــو او خوبيـو په رڼا کښې مونږ لټــــــــــوؤ نو څه دا رنګ تحقيقی مواد مو په وړاندې راځي


د ټــــــــولو نه وړومبۍ په ادبي معيـــــار پوره مرثيه د 425 هجری خواؤ شا مشهور پښتون شاعر شيخ اسعد سوري د خپل پښتون مشر او د پښتــــو د علاقې حاکم امير محمد سوري په مرګ ليکليی ده ، دا ښاغلې د محمود غزنـــوي سره د جنګ نه پس د هغه په قيــــد کښې وفات شوے وو ، دا مرثيه 44 شعرونه لری او د شاعـــر د جذباتــو پوره پوره عکاسي په ډير اثــر ناک انداز کوي

د خوشحــــال بابا په ليکلي مرثيو کښې دوۀ ډيرې مشهورې دي يوه هغه مــــــرثيه چې په 1098 هجری کښې ئې د خپل نمسی معظم خان په مرګ ليکلي او بله هغه مـــرثيه ده چې په 1100 هجــــری کښې ئې د خپل ځوئ نظـــــــام په مرګ ليکلي دا دواړه مرثيې د پښتو شاعـــــــــرۍ قيمتی پنګه ده

په دولسمې صدۍ هجــــرۍ او د هغې نه وروستـــو تر جديد دوره چې کومې
مرثيې مونــــــږ ته د اديباتـــو په تاريخــونو کښې ښکاري په هغــــــــو کښې دا مشهورې دي

د شاه محمود هوتک په مرګ د هغه د خور د زينب ليکلي مرثيه
د لوڼــــــوو په مرګ ليکلي د پير محمد کاکـــړ مرثيه
د ګل خان په حقله د رحمــان بابا ليکلي مرثيه
د غياث ځوئ په مرګ د علی خـان ليکلي مرثيه

أو د دې نه علاوه نورې ډيرې مرثيې شته چې دلته ئې ذکــــــر کول ګران دے

په شلمـه صدۍ کښې چـې کومې مرثيې ليکلې شــــوې دی هغه دا دي

د ښاغلی ثمين جان په مرګ د مــــــــراد شينواری ليکلي مرثيه
د شاه خـــــــالد په مرګ د عظيم خان عظيم ليکلي مرثيه
د پير مانکي په مرګ د اجمل خټک او فضل حق شيدا ليکلي مرثيې




comments powered by Disqus