Register



New's/Articles & Blog Section

په پښتو ژبه کښې خارجيان او د هغوئ د تاليفاتو مختصر تذکره - ليک خیام یوسفزے

Posted By :  Admin   (31 Jan 2013)

ګولډن سټيټ


جرمني مستشرق دے ، د پښتو په لغاتو ېې يو کتاب ليکلے دے چې به ۱۷۹۱ کښې پيترزبورګ کښې چاپ دے

ميجر ارليچ

مشهور مستشرق دے ، د پښتو ژبې ګرامر ېې ليکلے دے چې د ورکوټي شان رسالې په شکل کښې چاپ دے

ډورن

روسي مستشرق دے ، د پښتو لغت ېې ليکلے وو ، په کال ۱۸۴۵ کښې پيترزبور کښې چاپ دے


کپتان واګان

مشهور مستشرق ميجر راورټي ېې په خپل ګرامر کښې نوم اخيستې دے او ليکلي ېې دي چې ده هم د پښتو
ګرامر ليکلے وو ، ګرامر اف دي پشتون لنګويج سپوکن ان د انډس ټريټورليز انډر دي برټش زول ، چې معنا ېې دا ده ، د بښتو ژبې ګرامر چې د اټک نه پورې علاقه کښې د انګريز په حکومت کښې وئيلې شي
د دې کتاب څلور د پاسه سل مخومخ دي او د دې کتاب ذکر هم راورټي په خپل کتاب کښې کړې دے

راورټي

په ټولو مستشريقينو کښې ستر مقام لري ، اول کپتان وو ، بيا ميجر شو
ګڼ پښتو اثار لري ، په ټولو کښې مشهور کتاب ېې د پښتو ګرامر دے چې نوم ېې ، اے ګرامر اف پشتو اف دي افغان ، دا کتاب په ۱۸۵۹ کښې لندن کښې چاپ شوې دے ، د مستشرقينو په واړه پښتو ګرامرو کښې د دې نه جامع او غوره ګريمر نشته وئيلې شي ، د دے کتاب په مقدمه کښې د پښتو او پښتنو شاعرانو په حقله ډېرې معلوماتي خبرې ليکلے شوې دي

د دې نه علاوه ميجر راورټي په ګلشن روه نومې کتاب کښې د پښتو ژبې د زړو کتابونو د نظم او نثر منتخب اقتباسات راغونډ کړي دي ، د دې کتاب يوه چاپ نسخه د پېښور پوهنتون په کتابتون کښې شته

هنري والټر بيليو

دے انګريز مستشرق هم په پښتو کښې دوه کتابونه ليکلي دي ، يو ېې د ګريمر کتاب ليکلے دے چې په ۱۸۶۷ کښې لندن کښې چاپ دے ، واېي چې هنري د انجيل ترجمه هم په پښتو ژبه کښې کړې ده

واهن

دے انګريز مستشرق د پښتو ګريمر ليکلے دے ، چې په ۱۸۶۰ کښې لندن کښې چاپ دے

ډار مسټيټر

فرانسيسي مستشرق وو ، د پښتو هارو بهار نومې کتاب ېې ليکلے وو ، او په وړومبي برخه کښې ېې د پښتو ژبې بدلې راغونډې کړي دي ، په ۱۸۸۸ کښې پيرس کښې دا کتاب چاپ دے

بيډولف

انګريز مستشرق دے چې په خوشحال خان بابا او د ۱۷ قرن د اشعارو په نوم ېې کتاب ليکلے چې په ۱۸۹۰ کښې چاپ شوې دے

ګلبرټس

د پښتو ژبې محاورې او لغات ېې په يو کتاب کښې راغونډ کړي دي ، دا کتاب په ۱۹۲۹ کښې چاپ شوې دے

پادري هيوز

کليد افغاني نومې کتاب کښې ېې د پښتو ژبې پخواني منظوم او منثور انتخابات راغونډ کړي دي
دا کتاب په لاهور کښې چاپ شوې دے

سر اولف کيرو

دا انګريز مستشرق د پښتو ژبې سره مينه لرله ، ده په پښتو نثر کښې څه اثر نه دے ليکلے خو د پښتو تاريخ دي پټهانز ېې په انګريزئ ژبه کښې ليکلے دے




comments powered by Disqus