New's/Articles & Blog Section

دا سندرې زمونږ نۀ دي - ليک ملالۍ هوتي

Posted By :  Admin   (12 Feb 2013)

 
يو مغربى دانشور ډېره ښکلې خبره کړې ده "کۀ تۀ چرته د يو قوم ښۀ ژوند ژواک ګورې نو د هغو سندرې وګوره، ډرامې وګوره، يعنې د هغې معاشرې د ادب مطالعه کول پکار ده ځکه چې ادب د ژوند عکس دے" هره معاشره ځانله يو ځانګړې نظريه او رويه لرى او په صحيح معنو کښې د هغې نظريې اظهار په دغه معاشره کښې د تخليق شوي ادب په ذريعه کېږى دغه ادب به د دغه قام د معاشرتى ژوند آئينه دار وي. د نړۍ ټول قامونه خپل خپل يو ادب او يوه ژبه لرى، ژبه د انسانانو تر مينځه د رابطې ذريعه ده ژوندى قامونه يو سپيځلے ادب لرى هر کله چې يو قوم مړ شى نو هغه ژبه هم مړه شى، داسې ډېرې ژبې دى چې اوس د دنيا په مخ نشته ځکه چې هغه قامونه د زمکې لاندې شوى دى لکه طبرانى او سنسکرت وغېره وغېره. پښتانۀ هم د نورو قامونو هسې يو قوم دے خپل شاندار تاريخ لرى د سيند په غاړه او د غرۀ په لمنه کښې وسېدلے دا قام ځان له يو ځانګړے ادب لرى. . د ادب ټول صنفونه هغه کۀ چاربېته وى کۀ نيمکۍ وى کۀ ټپه وى، کۀ سندره ده کۀ غزل دے کۀ نثر (تحقيقى نثر يا تخليقى نثر) دے کۀ هغه ادب رومانوى دے کۀ حماسى ،پښتو ژبه يې داسې په خپله ارته سينه کښې ځاے کړېده چې دا يې ښودلې ده چې پښتو يواځې يوه ژبه نه بلکې يو قانون هم دے د مثال په توګه د د يو څو سندرو او ټپو نه د پښتون کلتور ښکاره کېږى سندره ده چې

د غرۀ لمنه کښې شپونکيه شپېلۍ غږوه زما ساده ساده لاليه شپېلۍ غږوه

پاسه لاليه مازيګر دے اوبۀ دې وړينه

کډې به چرته ګرځوينه د باران شپه ده په بيابان شپه ده د مسافرو

د منګى غاړه مې شنه لمن مې سپينه کنه بل په غاړه مې ځنګېږى تعويذونه کنه

د جلاله اوبۀ خوږې دي د کلي پېغلې ترې منګي راډکوينه

د لونګو ونې څانګې دې ګل شه او زۀ به سېوري له درځمه

اوس دا يو څو ټپې وګورئ

زما په پت کښې ژوند پکار دے بې پته ژوند د تخت په سر نۀ قبلوومه
يار مې په جنګ کښې توره وکړه ما ته همزولې په تندى سلام کوينه
سورے سورے په ګولو راشے د بې ننګۍ اواز دې رامۀ شه مئينه
کۀ تور اوربل مې ميراتېږى په وطن جنګ دے جانان نۀ منع کوومه
زما په مخ لاړې راتو کړه کۀ مې د ننګ ګولۍ په شا خوړلې وينه

دا څو سندرې او ټپې نۀ دي په دا رنګ بې شمېره سندرې او ټپې دي چې زمونږ د ژوند عکسونه ښکاره کوى
ښۀ نو اوس زما د نن وخت د شاعر زهر ژنې سندرې واورې

نېغ راته راوګوره
سترګې دې راوړوه په زړۀ مې بمبارى وکړه
شا به تباهى وکړه
شا به تباهى وکړه

او څۀ داسې دي رانقل کول يې مناسب نۀ ګڼم داسې ډېرى زهر ژنې او اشتعال انګېز سندرې مونږ نن سبا اورو زمونږه ډېره ناپوهه خلق دې ته جديد موسيقى وائى دا جديد موسيقى هغه جديد وسله ده په کومه چې زما د پښتو د زرګونو کالو ادب وژلے کېږى د اشتعال انګېز لفظونه لکه خودکشه دهماکه، بمبارى بمونه ستى کېدل تباهى اورونه وغېره دا زمونږ د پښتو ادب خو نۀ دے دې ته خو ادبى پوهان د سره ادب وئيل هم ګناه ګڼى

دې يويشتمې پېړۍ کښې سامراج جنګ په دريو طريقو کوى د ټوپک په زور د قلم په زور او د ميډيا په زور، هغوي سره دا درې واړه الات شته
سائنس او ټيکنالوجى ترقۍ په وجه دا نړۍ ټول قامونه يو کوڅې ته راغونډ کړې دي چې ورته ګلوبل سټريټ وئيلے شى، سامراج مونږ سره دا جنګ د مقامى استعمار ګر په مدد سره په سېټلايټ کوى چې ورته په انګرېزۍ کښې سېټلايټ وار وائيلے شى، پښتون يې محکوم او غلام کړے دے چې څنګه يې رانه دا وطن نيولے دے دغه شان يې رانه دا ژبه هم نيولې ده
پښتو موسيقۍ باندې نن د انډيا او د مغربى کلچر يلغار دے دې خلقو پښتو موسيقى داسې جوړه کړه چې غوږونه څۀ نه بلکې سترګې څۀ ليدل غواړى زمونږ پښتون وطن حقيقت کښې د افغانستان برخه ده خو فيرنګي چې په مکارۍ باندې په مصنوعى سرحدونو کښې وويشلو چې څنګه يې پښتون تقسيم کړو دغسې يې ورله ژبه هم ګونګۍ وساتله

اوسنۍ موسيقۍ کښې دا ګډې وډې خبرې او اشتعال انګېز لفظونه او ورسره دا ګډا بهرنۍ دنيا له د پښتون د لوري دا پېغام ورکوي چې پښتون د پنياد پرستو ملا تړ دے، ترهه ګر دے د امن نه نفرت او د جنګ خوښونکے دے پېغلې يې حيا ناکې نه بلکې د بازار جنس دے د شاه زلمو په اوږو يې ټوپک پروت دے اغوا کار دي، چرسيان او بنګيان دى. دا جديد ادب يا جديد موسيقى خو دا تاثر ورکوى دې ته خو ادب وئيل هم بې ادبي کول دى، دا سندرې مارکيټ ته څنګه راشى په ميډيا دا څنګه نشر شى، دا ځکه چې زمونږ د پښتون قام ميډيا نشته او چې کومې د پښتو په نوم چېنلې دى هغه غېر پښتانۀ چلوى زمونږ د پښتنو نمائندګى د پېښور نه پکار ده کۀ هغه د پښتو هر چېنل دے د هغې واک اختيار غېرو سره دے او ورسره په دې ناوړي عمل کښې زمونږ پښتانۀ دلالا ن کار کوى بس تنخواګانې اخلى جېبونه ګرموى او اواز کوى چې مونږ د پښتو ژبې خدمت کوو دا خدمت دے کۀ زحمت دے. په دغه ريډيو او ټي وي چېنلو کښې چې کوم خلق ناست دي د هغوي خپله ژبه هم ډېره کمزورې ده او د پښتو په نوم چې کومې اکېډمۍ جوړې شوي دي هغه هم د نوم اکېډيمۍ دى بس د هغوى هم خپلو مراعاتو او تنخواګانو سره کار وى صرف د خلې خبرې خو نۀ دى کنه، دا فحش او ګنده سى ډيز چې مارکيټ ته راوځى او د مخ نيوى يې څوک نشته پکار خو دا ده چې دا ټول پوهان، ادبى دانشوارن کۀ په هره اداره کښې ناست دي راپاڅى او د دې خلاف مبارزه وکړى کني زمونږه اوسنے کول چې مونږ د خپل کلتور نه نا خبره وساتو، نو شل کاله پس به ددې خاورې او وطن له څۀ ورکوى چې څنګ تخم مونږ کرلى وى هم هغسې بوټے به راټوکېږى

په حکومتى سطح باندې قانون سازى پکار ده، سنسر بورډ پکار دے، ادبى پوهانو او دانشورانو او حکومتى واکدارنو له سوچ او فکر کول پکار دى چې د راتلونکى طوفان مخه په وخت ونيوې شي. هسې نه سبا بيا ګوتې مروړو او اوبۀ د ورخه تېرې شوې وي

ستا کاڼے اوبو کښې نۀ ورستيږي دا هر څوک مني

بيا ولې پښتو ستا ټول ټبر بې ايمانه شوے دے -------اندېش




comments powered by Disqus