New's/Articles & Blog Section

د پښتنوخپلې غليمې مفروضې او مبالغې - رحمان بونيري

Posted By :  Admin   (20 Apr 2013)

 
 
 
 
 
 
 
د نړۍ مخ په وړاندې تلي قامونه ، د هغوۍ  ملي رهبران  اقتصادي يا معاشي پوهان او دانشوران روانه پېړۍ د سائينس ، ټېکنالوجۍ ، علم ، پوهې  او ترقۍ پېړۍ مني او نۀ ئې يواځې مني  ، بلکې د دې هر څۀ په  برخه اخېستلو کښې ئې پوره پوره  لاس دے ـ او دوئې په دې هر څۀ نازکوي- په داسې کښې ، د پښتنود اکثريت د پلار نيکه په قيصو ، ځپلي او مخلي روايتونو ، داستانونو ، عقيدو او جذباتو په خيالي دنيا کښې پا تې کېدل ماته خپله قامي الميه ښکاري
 
رښتيا دادي د صوابۍ ، چارسدي په دشتو يا د ايلم او تاترې په څوکه کرونده ګر نن هم د خپلې قُلبې په جغ کښې جوغنډې د سوؤنو کالو په زړَه روايتي طر يقه د کلې د کسب ګر د ګوتو شاهکار ګڼي او کار ترې اخلي ـ په ګلستان ، چمن او قندهار کښې نن هم خان کاکا په خپل تبر کښې د لرګي لاسکې هغه په سوؤنو کلونو زړَه طريقه ټومبي ـ په داسې کښې خپل سُوک ته کابلې وئېل او د خپل کور په انګڼ کښې پروت کټ د دهلي تخت ګڼل ځان پورې پشاړې کول معلو مېږي- ځان له خپله څوک د لور د غاښ تيره کولو سوان نشې جوړولې ـ او روايتونه ، رسمونه ، عقيدې او دعوې دومره لوړې او غټې لرو چې بار ئې د وړلو نه وي
 
 په خبرو غرونه نړول ، او دنيا له ماتې ورکول ، د مبالغه ارائې دا قسم نه يواځې دپښتنو په روايتې قيصو او داستانونو کښې موجود دے ولې په تيره تيره  مشهورو شخصياتو هم په دغه روايتي مبالغو ميدانونه والي دي - د سائينس هنر ، دليل او تحقيق په پيړۍ کښې د قيصو اميلونه په غاړه ګرزول او پري فخر او وياړ کول ځان سره د بدو او دهوکې نه علاوه نور څۀ هم نۀ دي ـ دې دور کښې چې چا زمونږه لاسونو ته ترقي رارسولې ـ چا چې مونږ ته په لاس کښې اي ـ پېډ او اي فون راکړې چا چې د فېس بوک ، ټوئټر ، ګوګل نړيواله کوټې او حجرې جوړې کړي هغوي که هم مونږه په دغه مشينانو د هغوئ په ودانو کړو حجرو کښې په دغه روايتي او غېرمنطقي دوړه دباؤ د ويرولو کوشش کوودا به لېونتوب وي ـ
 دې دور کښې هم چې د افغانستان ، د پاکستان د پښتنو اکثريتي سيمو او خليجي هيوادونو د پښتنود انټرنيټ په دنيا کښې څه وئيل کيږي او ليکل کيږي اکثره برخه ئې دا وي چې پکښې د تاريخ په حقله بې کچه مبالغه ارائې دروغ ګوي يا بيا مذهب پرستي او عقيدت پرستي شوې وي
 
زۀ فکر کوومه د دې هر څۀ يو نفسياتي پس منظرهم دے د پښتنو په مزاج ، فطرت او انفرادي او اجتماعي نفسياتو کښې هغه خبرو يا دعوؤ ته زيات اهميت او پام شوې چې پکښې دغېرت ، ننګ ناموس ، خوددارۍ قيصې موجود وي -يو دور وو چې پښتنو ته د ميړانې د جنګ او هم د زور ضرورت وو ـ بيا د پښتنو چې کوم جمالياتي ذوق دے لکه معاش ، رسمونه رواجونه ، د زيست طريقې  او د اغستو خوړو انداز، نو په ډاګه ده چې سخته ، کلکه او د غيرت چې کومې روايتي مشهورې استغارې دي هغه پکښې زياتې ښکاري  دا د هغه وخت د زورد ژوند ضرورتونه وو ـ
خو سوال دا دے اوس په دې زمانه کښې چرته چې مخ په وړاندې تلي قامونو داسې مشينان جوړ کړه چې د د نيا د يو ګوټ نه په بل ګوټ کښې ناست دوه ملګري دوه تنه نه يواځې يو بل اوريدې شي بلکې ليدې شي ـ انسان د اواز د رفتار نه تيزالوتې  شي د زمکې تل ته تله څۀ عجيبه خبره نه ده د سپوګمۍ نه يو ګام وړاندې د مريح نه کيوراسټي نومې روبوټ په څېړنه بوخت دې او عکسونه راليږي ـ
 
   په داسې کښې غټ غټ مړوندونه لرل ، پهلوان کېدل او خلق ويرول زما په خپل فکر د دې دور تقاضه نشې کيدې ـ دې ته به سوؤنه کاله مخکښې اميرکروړ ، احمد شاه ابدالي او خو شحال خان خټک ضرورت لرلو دا به د هغوئې سټراټيجيز وو ـ دا به د هغه حالاتو تقاضه وه، دي خبرو به سوؤنو کاله وړاندې معني هم لرله ـ سالارانو ، حکمرانانو ، مذهبي مشرانو به د اولس وينه تاوده ګرمه ساتل ضروري ګڼل ـ خصوصاً جذباتي نعرې عقيدې او د مذهب وسله به د تاج او تخت د خوندي ساتلو ضمانتونه وو ـ
 
خود دي دور تقاضه علم دے ، پوهه ده او شعور دے ـ د پښتنو ډېر لوئ  پياوړي سياسي مبارز خان عبدالغفار خان چې پښتانۀ ورته د ډېر احترام نه باچاخان وايي هم د زغم د فلسفې پرچار په دې خاطر کوو چې قام ئې زغم ته ضرورت لرو، هغه په دې پوهه وو قام ئې علم او هنر ته ضرورت لري هغه د هنر په اهميت خبروو ـ د هغه سرخه تاوهل د دې خبري لوئ ثبوت دې چې هغه په دې يقين لرو په مبالغه اډاڼه ، ولاړه ټولنه د ټيکنالوجۍ په لاره د خلقو سره سياليدې شې او روانيدې شي ـ خو د دې هر څۀ امکان به هله پيدا کيږي چې د پښتنو خپلي اداري وي او په دغه جديدو عصري علوموپورمامور ادارو نه د تحقيق ، دليل او هنر رڼاګانې خپرې شي ـ د عقيدو د ويشلو مرکزونه د سُرور او مستۍ پيدا کولو ، څو اوښکو ته لاره جوړلو ، او د ويري ترخې جوړولو نه علاوه نور څۀ هم کردار نۀ ادا کولې - د پښتنو په ذهنونو کښې لوئ لوئ تاريخې غلطياني هم د عقيدو پيروکارانو او په تپوس کولو قدغن لګونکوغليمانو، ملانو،نقلي پيرانو خپرې کړي ـ د ا عجبه بد بختي ده چې په هر دور کښې د چا پير روښان نه په ډاګه او اوچ زور پير تاريک جوړ کړې شوے او الميه داده دغه جبر ته هډو چا سم جواب نۀ دې وئېلې- او که چرته خوله وازه شوي سانده ېې وئېلي
 
دعقيدو د ويشلو مرکزونه د کوم قام د سياسي پرمختګ لاره هموارولو نه نفسياتي توان لري اونۀ فکري - چر ته چې د نړۍ اکثره قامونو په خپلو رويو کښې د خپلو عصري حالاتو په رڼا کښي بدلون راوستې خپله تهذيبي قبله ېې سمه کړې خپلې تمدني لارې ېې هم جوړې کړي ـ هلته د پښتنو په ټولنيزه رويو ولاړو د عقيدو بلاګانو د دغه شان بدلونونو راوستو په لاره کښې لوئ خنډان ود رولي دي
 
د پښتنو ځيني مقبول رواېتونه يا رسمونه د قامي اجتماعې مرګ سبب جوړشوي دي ـ د پښتنو د ميلمستيا د تصور قدر د هندوستان مؤرخينو هم کړې او په اتلسمه پيړۍ کښي د پښتنو په خاوره قبضه ګر حکمران او مؤرخ سراولف کيرو هم کړې  او اوس د 2010 په لسيزه کښې يو امريکائي خبريال جيري واين ډايک   په خپل کتاب کېپټئو کښې هم کړې ـ
 
جيري ليکي '' پښتانۀ  بې کچه ميلمه دوست دي اومُلاعمر د خپل ميلمه اُسامه بن لادن د خوندې ساتلو د روايت ډېره لويه قرباني ورکړې''   ـ نړۍ خبر ده نتيجه ېې څۀ شوه، دغه د خپلې نه د نۀ اوړيدلو روايت ژوندي ساتل پښتنو ته د نړۍ په مخ د انساني هجرت تر ټولو لوئ  الميي په قيمت پريوتې دے،زما په فکر دسوات نه د  د ميلئنو پښتنو د کډوالئ سر د ملا عمر د ضد نه شروع کيږي ـ کېدي شي مُلاعمر يا دهغه د عقيدې ملګري پرې د خپلو عربو سرخيلانو په رنګه فخر اوکړي خو زما په فکر د يويشتمې پيړۍ پښتنو له پرې سوچ پکار دے مُلاعمر به ( اوس نه يم) خبر چې د پاکستان د پوځ نه ډک،  پنډۍ ښار کښې وي که په ايبټ اباد کښې،د پاکستان لخوا د انکارونو باوجود د امريکا له لورې د نړي واله ترهگرۍ سرخېل ګرځول شوي مشر اوسامه بن لادن هم  ٢٠١١ کښې د پاکستان په ايبټ آباد ښار کښې د پوځي اکېډمۍ نه څو فرلانګه لرې امريکائي ځواکونو په خصوصي عملياتو کښې وژلي وو- دا خبره په لکونو پښتنو ميندو او په ملينونو خوئيندو د يويشتمې پيړۍ تر ټولو لوئ انسانې هجرت په کور دننه په خپله لوپټه او پړونې بار کړې او وير يې پرې کړے ـ بايد د پښتنو د ميندو د غېرت د مجروح کولو دا تور دې هم په دغه ملاجان او شېخ وي ـ
 
نن د يو پښتون مُلا د ضد په وجه په ميلينو پښتانۀ د بل د کور مرستې ته ناست دي په ساده پښتو کښې خېرات ته ناست دي ـ خوشحال خان خټک مې بيا بيا بې اختياره راېادېږي
 
چې زما په خيل خانه په اولس اوشوه
 وۀ دي نشي په هندو ،  په مسلمان
 
يو بل شعر ېې دے
 
نمر په کوم لوري پريوځي چر ته خيژي
 په خوشحال باندې يوه شوه توره سپينه
 
دا د نړۍ د ملګرتيا غم چې هر څوک  د پښتنو په نصيب کښې د ليکلو هڅه کوي د پښتنو خواخوږې نشي کېدلې ـــ کاش که څوک په دغه تصور ځان پوهه کړي
 
   سپين روبې  پښتون سياست مداراو اتل افضل خان لالا اکثره په خپلو تقريرونو کښې دا خبره کوي وائې - پښتون شکست نۀ مني
 
زۀ وايم شکست منل ګټه ده ـ او د دي نه وړاندې چې ککرۍ مو ماتې شي يا پريکړې شي ضد پريښودل غوره دي ـ په کراچۍ کښې ميشته يو شاعر ملګرې زرجان مداخيل وائې

 

مونږه ناپوهه پري هله پوه شو
 چې مو د يو بل ککرۍ راوړې 
 
زۀ په خپله په تقرير او تحرير کښې د ظالم ، جابر په خلاف ودريدل او غږ پورته کول نۀ يواځې خو ښوؤمه بلکي په فکري توګه ئې کلکه ملګرتيا ضروري ګڼم او لګيا يم دغه مبارزه کومه او تر اوسه مې ددغه لوئ قيمت ادآ کړے ـ د يويشتمې پيړۍ د پښتو ژبې ستر ليکوالان اجمل خټک ، ولي محمد طوفان ، سيد مهدي شاه باچا ، غني خان ، هميش خليل ، کاکاجي صنوبر حسين ، قلندر مومند او په دي اوسني دور کښي  ځيني نومونه شته دے چې د ستر خوشحال خان خټک د هغه خبرې پيروکاري ئې کړې چې ــ
 
اطاعت د اول الامر ځکه نۀکړم 
خليفه د زمانې په زړۀ کافر دے
يا
رخنه ګر هرګز د ملک د پريښو نۀ دے 
که څو ئې شفاعت شيخ او مُلا کا ـــــــ

 او دغه تصور له چې په شعر کښې په تحرير کښې په تقرير کښې او مېدان کښې څومره وده ورکړې شي دا نۀ يواځې د يويشتمې پيړۍ د جديدو عصري حالاتو ضرورتونه پوره کوي ولې خپله دا سياسي مبارزه ده ، جمهوري رويه ده او د امن په لوري ګام دے ـ
 
خو د بدبختۍ نه اوسنې درو کښي هم  ليکونکې ادب يا کيدونکې خطاب په غېر معمو لي توګه د
ميړانې ، د جنګ ، د تورې د خبرو نه ډک دے يا پکښې ساندې او مرثيې زياتې دے - دا حقيقت دے چې قام په جذباتې نعرو او عقيدو ولاړو خطابونو څو لمحې خوشحاله ضرور شي ـ څۀ  واه واه ضرور جوړ شي څۀ اوښکې ضرور توئې شې څۀ وينه ګرمه شي ، څۀ نفرتونه او زخمونه تازه شي ـ خو لاره پکښې نۀ وي  ، رڼا پکښې نۀ وي  ، اميد پکښې نۀ وي ،  سالاري او رهبري پکښې نۀ وي ـ په مبالغه اډاڼه ليکونه ، تقريرونه او خطبې په ګټه نه په تاوان تماميږي ـ 
دا د سائينس او ټيکنالوجۍ زمانه ده په دې زمانه کې زمونږه نعرې هغه نشې کيدلې کوم چې په سوؤنو کاله اګاهو وي
 
وس دا خبره هله امکان لري چې د فکر خاوندان او د عمل خاوندان سره يو شي- خو بدبختي دا هم ده چې د علم مرکزونه کمزوري ، تجارتې مرکزونه د نشت برابر او د سائينس او هنر مرکزونه خو هډو پښتانه لرې نه  ـ دي دور کښې هر څۀ قدرت ته پرېښودل خپله د قدرت د فطرت مخالفت دي ـ د پښتنو معاشې مرکزونه زياتيدل مکالمې ته وده ورکول او په رويو کښې زغم پيدا کول ددي دور ضرورت دي ـ د سائينس علم او هنر مرکزونه پرانستل پکار دي ـ د مذهب په نوم د خلقود ترولو يا دغلې کولو تصور رد کول پکار دے او نورو سره د مېني لاره جوړول پکار دي ـ 
 بد بختي دا هم ده پښتنو له تاريخ تراوسه پورې نورو ليکلې دے-دغه  کار د کره مظبوطو معاشي تحقيقي ادارو وي، اجتماعي زيار غواړي -دې دور کښې طاقتور او برتر هغه څوک دے چې په معاشي او سائينسي توګه طاقتور دے هغه څوک په مخکښې روان دے د چا ژبه چې د تجارت ژبه ده د چا چې فنون لطيفه د تبليغاتو زريعه ده د چا چې دانشوران په دے خبره يو دي   نسلونه به رشتياؤ ته اودروي ،  مبالغې به ورته نۀ وائي بائللې جنګونه به ورته په ګټلې جنګونو نۀ بدلوي ـ
د رشتياو په لاره سفر نېغ د سيال قامونو  تر قطاره رسي ـ
 
کورمو ودان
                           رحمان بونيرے
 
 




comments powered by Disqus