New's/Articles & Blog Section

ړوند تقليد - فیروز خان آفريدي

Posted By :  Admin   (04 May 2013)

 

زه د نوې نړۍ نوی رنځ لرمه 
په کوشته د روایت مې علاج نه شي 
شعورونه د جمود کوهي ته لویږي 
چې بدلون چرته حصه د رواج نه شي 
عندلیب 


زمونږ نوي اديبان د تير روايات په بهير کې کله کله داسې وبهيږي، چې د ځان نه خبريږي نو هر څه ئې لاهو شوي وي 

بيا دا هم ورته معلومه نه وي چې د دا کومه رواياتي نکته ما رانيولې ده د دې شاته فلسفه څه ده.؟ 


خو د يوې پيښې پيش منظر به د بلې پيښې په پس منظر کې لټوي. 
زه دا منم چې جدت په رواياتو قائيم دے او تر کومه چې د يو شي بنياد نه وي نو په هغه شي کار کول يا کومه نظريه قائيمول لکه په هوا کې محلونه جوړول وي، خو دا بنياد دې هم د وچو شګو نه وي بلکه په پوخ درنګ دي وتړلې شي، چې کم از کم يوې زمانې د هغه تابعيت خو کړي وي


داسې هم نه چې فلانکي يوه نظريه پيش کړه او زه ورته د زرګونو کالو زاړه او د لکهونو خلقو عقيده په سيند لاهو کړم او د يو کس په کچه روايت کې دې خپل د نظريې عمارت شروع کړم

زمونږ د پښتو ليکوالانو مشکل دا دے چې د علم او تحقيق نوم ئې اوريدلي وي او ځان بيا د عالمانو په قطار کې شماري او کله کله داسې شيان درته مخې ته کيږدي چې سړي ځيران شي چې کاکا خپله خو د پښتو ليکل نه زده او ګوئيټې،نطشې او چيخوف راته حوالې راکوې؟
مشکل دا دے چې د چا زده هغه ليکل نه کوي او چې د چا نه زده هغه بيا فقط په دې خاطر ليکل کوي چې نور عالمان خو هسې هم نشته چې نيوکې راباندې وکړي نو راشه په دې خپلو ليکنو دا مخاظب خو تر اګيزه لاندې راوله چې ګويا زه هم فلاني فلاني ليکوال پيژنم او لوستې مې څه چې هضم کړې مې هم دے
اوس که که په شعر کې يو چا د ميخانو خبره اوريدلي وي نو دې به هر ماښام په ميخانه کې ناست ګزل ليکي.د ګودرونو زمانے لاړې کو زما شاعر ئې اوس هم يادوي.چارګل پارينه قصه ده.دغه شان نور ډير داسې عوامل چې زمونږ د روزمره نه اوس بيرون دې خو زما شاعر او اديب به خامخا د رويت دا ناليدلې مخ سينګاروي


که چا وئيلي وي چې ټول کار زهدانو واعظانو او عالمانو خراب کړي دے دے نو زمونږ اديب او شاعر که تشه ږيره چا پريخي وي او چرته غلط کار وکړي نو دې به فورا په عالمانو ،مليانو ،زاهدانو او واعظانو پسې کوتک راوخلي او د دې ږيري والا غلط کار کونکي ټولې دفعې به هم په دين چلونکو پسې وليکي


د فاشسټ خلکو طريقه واردات هم دا وي چې کوم دين ،يا فرقه بدنامول غواړي نو د هغې په چلونکو يا علماوو او دين ساتونکيو او پالونکيو خلقو باندې به تيري کوي
چې ملا بدنام شي نو دين به ئې خامخا د خلکو په نظر کې سپک شي
د بې علمه خلکو بيا هم دغه تابعيت د معاشرې د پاره زيانمن وي. اوس که څوک دهشت ګردي کوي يا د اسلام په نامه ورانکاري کوي نو په دې کې د اسلام يا دين څه قصور شو؟ قصور خو د غه وخشي انسان دے چې د معاشرې ناسور ګرځيدلې دے

زه د يو ډير ستر ليکوال نه متاثره وم ما به هغه ته ټيلفون هم کوو چې ستاسو فلانې کتاب مې وکوت او ډير زيات ترې متاثره شو 
د هغه په ړوند تقليد کې ما ډير ځله په داسې شيانو 
هم چړي تبرګي چلولي وو چې په هغې زما عقيدې ته زيان د رسيدلو احتمام سره سره په ټولنه کې د فساد خدشات هم وو

ډير نزدې خلک مې د ځانه بدګمان کړل
ما ته يو کس اوئيل چې داسې معلوميږي چې د فلاني ليکوال پوهان نه ته ډير متاثره او اغيزمن ئې چې دومره متاثره ئې نو لږ نور هم ورنزدې شه.او د نزدو نه ئې وځيروه .ما هم داسې وکړل
زما د هغه کس سره نزديکيت او د هغه د کتابونو په صفت او تعريف چې کله هغه ښه مطمئين شو نو ماته دوه خبرې معلومې شوې؟ 
يوه دا چې دا کس د عقيدې په لحاظ ملحد وو.دوئيمه دا د پلار او نيکه د وختو پيدائيشي قاديانې وو


د قاديانت ريښې مې د هغه د نورو نزدې خپلوانو نه ښۀ په تصديق معلومې کړې او چې کله ښه پوه شول چې اوس د دې خبرې نه انکار نه کيږي نو په ځواب کې ئې دا اوئيل چې مونږ پيدائيشي قاديانان يو او فل حال خو زمونږ نوې نسل په دې عقيده نه دے ،بيا د موصوف د الحاد واقعه ماته داسې معلومه شوه چې په خپله ئې يوه ورځ دا اوئيل چې زما په خيال دا کوم خدائي چې مونږ يادوو چي هر ځائے کې موجود دے نو دا په اصل کې ګريويټې يعني کشش ثقل دے چې هر ځائي کې موجوديت لري. 
بس زه پوه شوم چې د دۀ اصل عقيده هم په دغه د جدت او روايت په درياب کې غرقه شوې ده،ما هغه ته اوئيل چې صاحبه ستاسو په ليکنو کې خو زه قراني ايتونه او د سنسکرت او مختلفو اساطيرو حوالي وينم نو دا ولې؟ 
هغه اوئيل چې د زرګونو کالو عقيدې بدلول دومره اسان هم نه دي..په خلکو کې په اول د دې شيانو تصوراتي خاکه ګډه وډه کول ضروري وي بيا چې کله اوسپني ګرمه شي نو ګذار به پرې کوې نو څه اوازر به ترې جوړ شي.د خپل مونځونو او ديني فرائيضو په ځواب کې ما هغوئي ته دومره اوئيل چې زه که مونځ کوم روژه نيسم ،زکوات ورکوم او حج ته ځم نو پدې کې زما تاوان نشته. بلفرض توبه نغوذبالله زه ستاسو که دا خبره ومنم چې دا مذهب د انساني ټولنې خپل ايجاد دے او الله د هري زمانې د انسان خپل خپل لټون او وسيله ده يعني خدائي هر چا د افتونو نه د خلاصي د پاره يوه مضبوطه اسرا پخپله جوړه کړې او غوړه کړي ده

د جنت او دوذخ هيڅ وجود نشته ،مونځ روژه او پنج بنا د څه د پاره؟ 
نو که دا د يوې لحظې د پاره ومنلې هم شي چې د دې څه عاقبتي يا روحانې فائيدي نشته نو کم از کم تاوان خو هم پکې نشته


مونځ يو ښه ورزش دے،روژه د نفس ،خيټې او ويني بدن د پاره ضروري تمرين دے، زکوات چې چا سره نصاب برابر شي نو د نورو خلکو ضرورت پوره کول او د هغو زړونه ګټل د سړي د وجدان او ضمير د پاره د اطمينان سوب دے ،حج د دنياوي شخړو نه څو ورځي د پاره ځان لرې کول او د سيل سياحت ښه بندوبست دے چې چا سره طاقت وي پيسې وي نو په دې رياضت کې د څه تاوان دے؟ 

او که بيا يو انسان د الله په ذات او دين مبين پخه عقيده وي نو د اخيرت سره سره د وجود او روح دواړو 
فائيدې دي

زما د خبرې مقصد دا وو چې که يو شاعر په يوه مصري کې د زاهد يا ملا يا ساقي يادونه يا غندنه کوي نو خلک به په نه خفه کيږي بلکه په شعر او مصرعې کې تشبهياتي خاکې شاعران وړاندې کوي دومره ګناجئيش نه وي چې په هغې کې دا وضاحت وشي چې زه علمائے سوو يادوم علمائے حق نه يادوم،هر سړې ترې بيا مطب اخيستې شي 
خو که يو نثر نګار د يو وحشي انسان چا چې تشه ګيره پريخې وي عملونه په يو عالم او تقوي داره انسان منطبق کوي نو دا د نوي نسل ،ټولنې او انسانانو سره ظلم دے بائيد اجتناب ترې وشي

فیروز آفريدي
https://www.facebook.com/manzoormk




comments powered by Disqus