د قراني ايات تعبيرونه

By Admin Pukhto.Net - Apr 19, 2020

 

د قراني ايات منظوم تعبيرونه

 

خزانې دَ حکمتونو آياتونه

تدّبُر غواړي ، هُم پوهه ، هُم علمـونه

 

يو سل څوارلس سورتونو باندې وېش دي

آيات شپږ زره او دوه سوه، شپږ  دېرش دي

 

چې مُعجِز دَ  دې  کتاب هر  يو  آيات  دے

پۀ عمل کښې سيالي ګرندو لۀ نجات دے

 

چې ساکت ورته مِنقار شي دَ مارغانـــو

آفـرين  وايم  دَ  مصر پۀ  قاريانو

 

استوار پۀ  لار دَ  دين کښې  شي کارونه

چې تر غوږو  شي پۀ خوب کښې آياتونه

 

کوم آيات چې  دَ  وعيد  او  دَ  زجَر وي

نو  تنبيه  پۀ  بد  عمل  بيا  دَ  بشر وي

 

کوم آيات چې  دَ  رحمت او بشارات وي

رام بنده  دې  تل  مشکور پۀ عنايات وي

 

کوم آيات چې دَ  قصص  او  دَ  امثال  وي

برملا پۀ  داسې خوب کښې  بيا  وُبال  وي

 

دَ  عذاب پۀ تعبيرونو  ئې  جواب  کړه

تلاوت چې  آياتونه دَ  عذاب  کړه

 

دَ  غضب  دَ آياتونو  څۀ  تعبير  وي؟

مُنحرف به پۀ عمل کښې څوک اسير  وي

 

خيام يوسفزے

 

Print Friendly and PDF

Author Name: Admin Pukhto.Net

Total Articles : 14

Total Hits: 4524