د ابابيل مارغۀ تعبيرونه

By Admin Pukhto.Net - Apr 19, 2020

د ابابيل د خوب تعبيرونه

 

حفاظت يې  دَ کعبې پۀ ابابيل کړو

دَ حمزه دغې مصرعې مې شعر جميل کړو

 

ابابيل کۀ چرته مړه شي ستا پۀ خواب کښې

نو تنبيه دَ  کارِخېر وي  پۀ جواب کښې

 

علامت دَ  استراح يې بيا تاويل وي

کۀ دې لاس لۀ څۀ راغلي  ابابيل  وي

 

کۀ  تۀ  ځان دَ  ابابيل پۀ څېر اووينې

علامات دَ  غل او  غلا ګڼه مبينې

 

کۀ دې کور دَ  ابابيلو نه ډک ګورې

مال اموال به پۀ تعبير کښې بې شک ګورې

 

کۀ پۀ زور دې ابابيل وي رانيولي

دولتونه دَ حرامو دې ګټلي

 

کۀ دې لاړ چرته دَ کوره  ابابيل وي

نو سفر به دَ نابْلُسي بيا تاويل وي

 

خيام يوسفزے

Print Friendly and PDF

Author Name: Admin Pukhto.Net

Total Articles : 14

Total Hits: 4521