د ابر او وريځو د خوب تعبيرونه

By Admin Pukhto.Net - Apr 19, 2020

د ابر او وريځو د خوب تعبيرونه

 

اوس به اَبر پۀ شعرونو کښې تسويد کړم

تعبيرونه دَ قديمو به تجديد کړم

 

دا کۀ سپينه وي ،کۀ سْره وي، کۀ سيا وي

تعبيرونه به دَ  هر اَبر جُدا  وي

 

ستا دَ  علم به وګَړو ته فائده  وي

کۀ ليدلې دې وريځې سُفېده وي

 

کۀ   لېدلې دې وريځې تکې زيړې

وي تاويل دَ  غم و رنځ دُندوکار لړې

 

سْرې وريځې پۀ مثال لکه دَ نار وي

پۀ غضب يې تاويلونه دَ  اَسرار وي

 

کۀ  وُلاړ ابَر  پۀ سر لکه سايه وي

نو دَ خېر امېل پۀ دُرّو کښې سفته وي


خيام يوسفزے

Print Friendly and PDF

Author Name: Admin Pukhto.Net

Total Articles : 14

Total Hits: 4782