د ابليس/ شيطان د خوبونو منظوم تعبيرونه

By Admin Pukhto.Net - Apr 20, 2020

د ابليس/ شيطان د خوبونو منظوم تعبيرونه

 

زۀ پناه غواړمه خدايه لۀ شېطانه

مبّرا مې لۀ فتنو کړه ، لۀ نقصانه

 

هُم  پناه غواړم تر دۀ پۀ زنکدن کښې

لـُوې غليم لۀ ابليس نشته پۀ زمن کښې

 

کُنيّت يې پۀ يو قول ابوکردوس دے

لۀ ازله مکر ژن ډک دَ  سالوس دے

 

اوس تعبير به دَ ابليس وي چې مردود دے

کۀ ابليس دے کۀ همه دَ  دۀ جنود دے

 

کۀ ابليـس درله درکړے څۀ انعام وي

پۀ تعبير کښې دا فتنه او مال حرام وي

 

امّا تۀ کۀ پۀ خپل خوب کښې دے مغلوب کړې

دا خپل زړۀ به کارِ خېر وَ ته مرغوب کړې

 

پۀ ولقه کښې دَ شېطان کۀ ګرفتار شوې

نو اخته پۀ خنډ و خار کښې دَ اَضرار شوې

 

کۀ ابليس دې وي وژلے  هلاک کړے

پۀ تمليک کښې ښۀ عمل دې املاک کړے

 

خيام يوسفزے

 

 

Print Friendly and PDF

Author Name: Admin Pukhto.Net

Total Articles : 14

Total Hits: 4774