د احمد/محمد (ص) د خوبونو منظوم تعبيرونه

By Admin Pukhto.Net - Apr 20, 2020

د احمد/محمد (ص) د خوبونو منظوم تعبيرونه

 

پۀ بيـان دَ محمد (ص) آخر زمان يم

هزار شکر چې خاکروب يې دَ آستان يم

 

خپل حبيب راته پۀ خوب کښې راحضورکړه

ما غرقاب يې دَ وصال پۀ آب ضرور کړه

 

پۀ ديدن دَ محمد (ص) کۀ بهره مند شې

پۀ دنيا او آخرت به ارجمند شې

 

شياطين نۀ شي راتلے پۀ دا تمثيل کښې

ازغي نۀ شي جوړېدے ستا پۀ سبيل کښې

 

دغه خوب به دَ رحمت او دَ عزت وي

دغه خوب به دَ نعمت او جميعت وي

 

بزرګي دَ دواړو کونو دې نصيب شه

تۀ دَ دواړو سترګو تور دَ خپل حبيب شه

 

 

خيام يوسفزے

 

 

Print Friendly and PDF

Author Name: Admin Pukhto.Net

Total Articles : 14

Total Hits: 4524