ړوند تقليد

By Feroz Khan Afridi - Apr 21, 2020

ړوند تقليد


زمونږ نوي اديبان د تېرو رواياتو په بهير کښې کله کله داسې وبهېږي، چې د ځان نه خبرېږي نو هر څۀ ئې لاهو شوي وي. بيا دا هم ورته معلومه نۀ وي چې دا کومه رواياتي نکته ما رانيولې ده د دې شاته فلسفه څۀ ده؟

خو د يوې پېښې پېش منظر به د بلې پېښې په پس منظر کښې ورټومبي او لټوي. زۀ دا منم چې جدت په رواياتو قايم دے او تر کومه چې د يو شي بنياد نۀ وي نو په هغه شي کار کول، يا کومه نظريه قائيمول لکه په هوا کښې محلونه جوړول وي، خو دا بنياد دې هم د وچو شګو نۀ وي بلکه په پوخ درنګ دې وتړلې شي، چې کم از کم يوې زمانې د هغه تابعيت خو کړي وي 

وچو شګو نه کورونه نۀ جوړېږي

په هــوا کې محلونه نۀ جورېږي


خو داسې هم نۀ چې فلانکي مدبر يوه نظريه پېش کړه او ھغه بیا د عقیدې مخالفت کښې نور خلق ھم دې ته مجبوره وی چې زما دا نظریه دې خلق خپله کړي او د زرګونو کالو زاړۀ او د لکهونو خلقو عقيده دې په سيند لاهو کړي او د يو کس په کچه روايت کښې دې خپل د نظريې عمارت بنیاد کېږ‎دی زما په خیال په عقیده او نظریه کښې فرق وی

عقیده په یقین سره په الھامي تعلیماتو بلا شک  ایمان  ته وائی کوم چې انسان ته برحق ښکاری او دا مستقل او جامد وی نظریه د فکر او نظریه دائرې یا زاوېې ته وائي  چې د وخت د اړ‎ي ګړ‎ی سره بدلون مومی

زمونږ د پښتو ليکوالانو مشکل دا دے چې د علم او تحقيق ئې تش نوم اورېدلي وي او ځان بيا د عالمانو په قطار کښې شماري او کله کله داسې څيزونه درته مخې ته کېږدي چې سړے حېران شي چې کاکا پخپله خو دې د پښتو ليکل نۀ دي زده او د ګوئيټې،نطشې او چيخوف راته حوالې راکوې؟

مشکل دا دے چې د چا زده دي يا څوک عالمان دي هغوي ليکل نۀ کوي او چې د چا نۀ دي زده هغه بيا فقط په دې خاطر ليکل کوي چې نور عالمان خو هسې هم نشته چې نيوکې راباندې وکړي نو راشه په دې خپلو ګډو وډو ليکنو دا  هم عصر لیکوال تر اغيزه لاندې راوله چې ګويا زۀ هم فلاني فلاني ليکوال پېژنم او لوستې مې څۀ چې هضم کړې مې هم دے 

اوس کۀ په شعر کښې يو چا د مېخانو خبره اورېدلې وي نو دې به هر ماښام په مېخانه کښې ناست غزل ليکي، د ګودورونو زمانې لاړې خو زما شاعر ئې اوس هم يادوي. چارګل پارينه قصه ده. دغه شان نور ډېر داسې عوامل چې زمونږ د روزمره نه اوس بېرون دي خو زما شاعر او اديب به خامخا د روايت دا ناليدلې مخ سينګاروي

کۀ چا وئيلي وي چې ټول کار زاهدانو واعظانو او عالمانو خراب کړې دے نو زمونږ اديب او شاعر کۀ تشه ږيره چا پرېخې وي او بيا چرته غلط کار وکړي نو دې به فوراً په عالمانو، مليانو، زاهدانو او واعظانو پسې کوتک راواخلي او د دې ږيرې واله غلط کار کونکي ټولې دفعې او تعزيرات به هم په دين چلونکو پسې وليکي 

د فاشسټ خلقو طريقه واردات هم دا وي چې کوم دين، يا فرقه بدنامول غواړي نو د هغې په چلونکيو يا علماؤ ، دين ساتونکيو او پالونکيو خلقو باندې تيري کوي. هغوئي پوهېږي چې ملا بدنام شي نو دين به ئې خامخا د خلقو په نظر کښې سپک شي. د بې علمه خلقو دغه تابعيت د معاشرې د پاره زيانمن وي، اوس کۀ څوک دهشت ګردي کوي يا د اسلام په نامه ورانکاري کوي نو په دې کښې د اسلام يا دين څۀ قصور شۀ؟ قصور خو د د غه وحشی انسان دے چې د معاشرې ناسور ګرځېدلې دے 

زۀ د يو ډېر ستر ليکوال نه متاثره وم ما به هغۀ ته ټېلېفون هم کوۀ چې ستاسو فلانې کتاب مې وۀ لوست او ډېر زيات ترې متاثره شوم د هغۀ په ړوند تقليد کښې ما ډېر ځله په داسې شيانو هم د خپلې ناقصې پوهې په چړو تبرګو ګذارونه کړي وو چې په هغې زما عقيدې ته د زيان رسېدلو احتمام وۀ او ورسره په ټولنه کښې د فساد راپورته کېدو اندېښنې هم وې

ډېر نزدې خلق مې د ځانه بدګمان کړل، ما ته يو کس اووئيل چې داسې معلومېږي چې د فلاني ليکوال پوهان نه تۀ ډېر متاثره او اغيزمن ئې ښۀ به دا وي چې نو لږ نور هم ورنزدې شه. او د نزدو نه ئې وځېروه، ما هم داسې وکړل 

زما د هغه کس سره نزدېکيت او د هغۀ د کتابونو په صفت او تعريف چې کله هغه ښۀ مطمئين شۀ نو ماته دوه خبرې معلومې شوې؟ يوه دا چې دا کس د عقيدې په لحاظ ملحد وۀ. دويمه دا چې د پلار او نيکه د وختونو پېدائشی بې مذھبه وۀ بې مذھبي ريښې مې د هغه د نورو نزدې خپلوانو نه ښۀ په تصديق معلومې کړې او چې کله ښۀ پوهه شۀ چې اوس د دې خبرې نه انکار نۀ کېږي نو په ځواب کښې ئې دا اووئيل چې مونږ پېدائشي د دغه عقیدو يُو او فل حال خو زمونږ نوې نسل په دې عقيده نۀ دے، بيا د موصوف د الحاد واقعه ماته داسې معلومه شوه چې په خپله ئې يوه ورځ دا اووئيل چې زما په خيال دا کوم خدائې چې مونږ يادوو چې هر ځائې کښې موجود دے نو دا په اصل کښې ګريويټې يعني کشش ثقل دے چې هر ځائې کښې موجوديت لري

بس زۀ پوهه شوم چې د دۀ اصل عقيده هم په دغه د جدت او روايت په درياب کښې غرقه شوې ده، ما هغۀ ته اووئيل چې صاحبه ستاسو په ليکنو کښې خو زۀ قراني ايتونه او د سنسکرت او مختلفو اساطيرو حوالې وينم نو دا ولې؟ 

هغۀ اووئيل چې د زرګونو کالو عقيدې بدلول دومره اسان کار هم نۀ دے د خلقو په ذهنونو کښې به اول د دې شيانو تصوراتي خاکه ګډه وډه کول ضروري وي بيا چې کله اوسپنه ګرمه شي نو ګذار به پرې کوې نو څۀ اوزار به ترې جوړ شي

د خپلو مونځونو او ديني فرائيضو په ځواب کښې ما هغوئي ته دومره اووئيل چې زۀ کۀ مونځ کوم روژه نيسم، زکواة ورکوم او حج ته ځم نو پدې کښې زما تاوان نشته، بلفرض توبه نغوذبالله زۀ ستاسو دا خبره ومنم چې دا مذهب د انساني ټولنې خپل ايجاد دے او الله د هرې زمانې د انسان خپل خپل لټون او وسيله ده يعني خدائې هر چا د افتونو نه د خلاصي د پاره يوه مضبوطه اسره پخپله جوړه کړې او غوړه کړې ده

د جنت او دوذخ هېڅ وجود نشته ،مونځ روژه او پنج بنا د څۀ د پاره؟ نو کۀ دا د يوې لحظې د پاره ومنلې هم شي چې د دې څۀ عاقبتي يا روحانې فائيدې نشته نو کم از کم تاوان خو هم پکښې نشته. بلکه ګټه پکښې خامخا شته مونځ يو ښۀ ورزش دے، روژه د نفس، خېټې او وينې بدن د پاره ضروري تمرين دے، زکواة چې چا سره نصاب برابر شي نو د نورو خلقو ضرورت پوره کول او د هغو زړونه ګټل د سړي د وجدان او ضمير د پاره د اطمينان سوب دے ،چې غېر مذهبه لامذهبه هم د چېرټې په نوم دا کارونه کوي، حج د دنياوي شخړو نه څو ورځې د پاره ځان لرې کول او د سېل سياحت ښۀ بندوبست دے چې چا سره طاقت وي پېسې وي نو په دې رياضت کښې د څۀ تاوان دے؟ او کۀ بيا يو انسان د الله په ذات او دين مبين پخه عقيده لري نو د اخرت سره سره د وجود او روح دواړو فائيدې دي

زما د خبرې مقصد دا وۀ چې کۀ يو شاعر په يوه مصرع کښې د زاهد يا ملا يا ساقي يادونه يا غندنه کوي نو خلق په نۀ خفه کيږي ځکه په شعر او مصرعه کښې تشبيهاتي خاکې شاعران وړاندې کوي دومره ګنجائش نۀ وي چې په هغې کښې دا وضاحت وشي چې زۀ علمائے سوو يادوم علمائے حق نۀ يادوم، هر سړے ترے بيا مطلب اخستې شي

خو کۀ يو نثر نګار د يو وحشي انسان چا چې تشه ګيره پرېخې وي بد عملونه په يو عالم او تقويٰ داره انسان منطبق کوي نو دا د نوي نسل، ټولنې، مذهب او ادب سره ظلم دے بائيد اجتناب ترې وشي۔


فيروز افريدي

Print Friendly and PDF

Author Name: Feroz Khan Afridi

Total Articles : 2

Total Hits: 3855