د سورتُ الفاتحة پښتو ژباړه

By Pukhto.Net - Apr 28, 2020

د سورتُ الفاتحة پښتو ژباړه

 

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكې دے

 

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ

ټول (د كمال) صفتونه خاص الله لره دي چې پالونکې د ټولو مخلوقاتو دے

 

الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِۙ

ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكې دے

 

مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ

د بَدلې د ورځې مالك دے

 

اِیَّاكَ نَعْبُدُ وَ اِیَّاكَ نَسْتَعِیْنُؕ

مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص لتانه مدد غواړو

 

اِهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَۙ

اوښايه مونږ ته لاره سمه

 

صِرَاطَ الَّذِیْنَ اَنْعَمْتَ عَلَیْهِمْ غَیْرِ الْمَغْضُوْبِ عَلَیْهِمْ وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠

لاره د هغه کسانو چې تا په هغوئ باندې انعام كړې دے؛ نۀ (لاره د هغه کسانو چۍ) غضب کړې شوے په هغوئ باندې او نۀ (لاره د هغه کسانو چې) ګمراهان دي

Print Friendly and PDF

Author Name: Pukhto.Net

Total Articles : 9

Total Hits: 2995