انقلاب پښتو نظم ، طیب الله خان

By Tayyab Khan - Apr 28, 2020

انقلاب

 

يو ښار د بت پرستو وو مېشته په کښې بتان

تيارې وې په هر لوري د رڼا نه وو درک

په اور د جهالت کښې ئې وو سوی هر انسان

تيارې وې په هر لوري د رڼا نه وو درک

 

جنګونه وو مرګونه وحشتونه په هر لور

سرونه ټيټول به ئې جابرو ته په زور

هر تن په دې کښې بوخت وو چې يو بل ته کړې پېغور

تنکي بچي ئې سوي وو د جهل په سور اور

 

په غم باندې ککړ د خپلو لوڼو قاتلان

تيارې وې په هر لوري د رڼا نه وو درک

 

يو څرک د رڼا راغلو هم يتيم وو هم يسير

لباس کښې پېوندونه نه ئی مال وو نه جاګير

نه څوک ئې مددګار لرو په شانتې د فقير

په شاړو په مېرو کله په دشتو کښې اسير

 

خوبونه ئې ډېر کړي وو په رېګ د بيابان

تيارې وې په هر لوري د رڼا نه وو درک

 

ټول ښار ئې دشمنان وو که فقير وو که امير

پېغام د صداقت ئی وو په ژبه کښې تاثير

آواز د حق ئې ځکه واړه زړونه کړل اسير

بې ياره مددګاره عالمونه کړه تسخير

 

ټول ښار ئې مخالف وو چې کولو ئې بيان

تيارې وې په هر لوري د رڼا نه وو درک

 

مثال نشته دی داسې بل د زړونو انقلاب

شکمنو ته ئې ورکړلو د هر يو سوال جواب

د ځان سره ئې راوړو هم دليل او هم کتاب

په زړونو کښې سکون شو پاتې نه شو اضطراب

 

مثال د انقلاب داسې بل نشته په دوران

تيارې وې په هر لورې د رڼا نه وو درک

 

هر جبر د باطل د حق په ښپو کښې شو نسکور

تيارې د کفر لاړلې رڼا شوه په هر لور

په زړونو کښې شو بل لکه چراغ د مينې اور

دا نور د نبوت شو په دې ټول عالم کښې خور

 

طيبه د مخ نور ئې کړو رڼا تمام جهان

تيارې وې په هر لوري د رڼا نه وو درک

 

طيب الله خان

Print Friendly and PDF

Author Name: Tayyab Khan

Total Articles : 1

Total Hits: 2213