ښځه د تاريخ په هنداره کې

By Amanullah Nasrat - May 02, 2020

ښځه د تاريخ په هنداره کې

امان الله نصرت

ښځه هغه ځلانده او روښانه ډيوه ده چې په خپلو رنګينو او زرينو وړانګو او نوراني پلوشو نړۍ ته نور، ښکلا او رڼا ورکوي او د انساني ټولنو بقا او شتون ورپورې تړلی دی۰
که ښځه نه وای نو د ځمکې پر مخ  به نه ژوند وای، نه کورنۍ  او نه هم انساني نسلونه او هيوادونه ، ځکه خو له ادم نه تردې دمه ښځې او نر د لازم او ملزوم په توګه د ژوند کاروان په ګډه د منزل پر لور روان کړی او اوږه په اوږه يې د انساني ټولنو د جوړښت او وادنۍ هڅې او يون جاري ساتلی دی۰
هو ! ښځه د ژوندانه پر هر ډګر له نارينه سره د يوې پياوړې مرستيالې په توګه کارنده ونډه اخيستې او هېڅکله هم په اړونده هڅو او  هلوځلو کې له نارينه څخه وروسته نه ده پاتې شوې.
که د نړۍ پيښليک (تاريخ) ته ژور نظر وکړو او د زړه په سترګو يې وڅېړو وبه ګورو چې ښځو د وختونو په اوږدو کې داسې ستر او وياړلي کارونه کړي  او داسې لوی شهکارونه يې پريښي ، چې انسان ورته ګوته پر غاښ پاتې کيږي او دا  په ډاګه کوي چې د طبيعت دغه فطرتاٌ لطيف موجود داسې عظيم او تر پولادو سخت کارونه هم کولای شي چې نارينه يې له کولو بې وسې وي۰
لکه چې مخکې ورته نغوته (اشاره) وشوه ښځې د ژوندانه پر هر ډګر او سنګر د ژوند په ټولو چارو او کشالو کې فعاله او نه هيريدونکې ونډه اخيستی او په داسې تلپاتې کارنامو او له وياړه ډکو او زرينو حماسو او افسانو يې د تاريخ پاڼې رنګينې کړي، چې د  ښځې عظمت، اهميت او ارزښت په ډاګه کوي او هېڅوک ترې سترګې نه شي پټولای.
له حضرت ادم  ع سره د بي بي حوا د ژوند شريکې ستړياوې او د انساني ټولنې د لومړنۍ جونګړې په جوړښت کې شريکي هڅې، له نوح  ع او دهغه  له کم شميره ملګرو سره د توپانونو او سيلابونو په ويرونکيو شېبو کې د خپلو مېرمنو  اوږه په اوږه سفر ، مقاومت او مرسته ،له ابراهيم  ع  سره د خپلو مېرمنو بي بي سارا او بي بي هاجرې  خواخوږۍ او قربانۍ : له فلسطين نه مکې ته په هجرت او سفر او د کعبې په جوړولو کې د بي بي هاجرې زحمتونه او مرستې او د فرعون د مېرمن بي بي اسيې په غيږ کې د موسی  ع  روزنه او پالنه ټولې هغه بېلګې دي چې د ښځو د عظمت ، سرلوړيو ، قهرمانيو او قربانيو په اړه يې د ساري په ډول وړاندې کولای شو.
همدغه راز حضرت مريم د ژوند وياړلی داستان چې په قران کريم کې يې څو څو ځايه يادونه شوې د ښځې د مبارزې ، وقار او لوړ مقام ښکاره او څرګند ثبوت دی.
په همدې ډول بي بي آمنه هغه ستره مېرمن وه چې د اسلام لوی لارښود حضرت محمد  ص  يې وزيږاوه او حليمې بي بي د الله ج  دغه ستر استازی په خپله غيږ کې د خپلې سينې پر شيدو وروزه او ويي پاله.
حضرت خديجه الکبری لومړی ښځه وه چې د ابوبکر صديق  او علي کرم الله وجهه په څير يې له ټولو مخکې د اسلام  سپڅلی  دين  ومانه او  حضرت رسول اکرم د نبوت  او رسالت  تصديق يې وکړ. سميه د ياسر ميرمن هم لومړۍ ښځه وه چې د نبي کريم د نبوت په  لومړيو شيبو کې د ايمان راوړلو له امله د ابوجهل له خوا په ډيره بې رحمۍ ووژل شوه او د اسلام په لار کې د شهادت لومړی وياړ او اعزاز هم دهمدغې ايماندارې ميرمنې په برخه شو.
ښځې د علم او پوهې په ميدان کې د پرمختګ لوړ پوړ ته رسيدلي او لکه چې جليل القدر صحابي ابو موسی اشعر ي  فرمايلې چې کله به موږ ته په ديني مسايلو کې کومه ستونزه پيدا شوه نوام المومنين عايشې ته به مو مراجعه کوله او هيڅ داسې ستونزه  نه وه چې راته نه يې وي حل کړي،پردې سربيره د يوه روايت پر بنسټ حضرت عايشه له ابوهريره څخه وروسته دويمه عالمه وه چې له هر چا يې زيات احاديث ياد او روايت کړي دي۰
همدغه راز  د اسلام په لومړنيو وختونو کې ښځود نارينه ؤ تر څنګه په غزاګانو کې فعاله ونډه اخيسته چې له هغې جملې نه حضرت عايشې ، ام سليم ، ام ايمن، ام عماره، حمنه بنت جحش، ام عطيه  او نورو به د ټييانو پر ټپونو پټې لګولې، پر اوږو به يې د اوبو ډکې ژۍ راوړلې او شهيدان به د جنګ له ميدان څخه کورونو ته وړل۰ 
د روسيی تر شکووا ولنتينا لومړنۍ هوا نورده ښځه وه چې فضا ته يې سفر وکړ او څو ورځې يې په اړونده کارونو او علمي څېړنو کې په فضا کې تېرې کړې. مادام کوري د خپل مېړه (( پې ير کوري )) په مرسته په۱۸۹۷ کال پلوتونيوم او راډيوم کشف کړل او د ساينس په ميدان کې يې لويه زېاتونه وکړه۰
ددې لپاره چې ستاسې سر خوږې  مې نه وي زيات کړی، زه د نړۍ د څو هغو سترواو نومياليو ښځو د نومونو په اخيستلو بسياينه کوم چې د نړۍ په تاريخ کې يې له يوې نه ېوې لارې لوړ ځای او نړېواله پېژندنه تر لاسه کړې او تر ډېره به  د احترام او د درناوي وړوي چې په لړ کې سمې رامس يا ملکه بابل ، د مصر ملکه کلو پاترا ، د فلسطين د جهاد او ازادۍ د لارې ستره مبارزه ليلا خالد ، دالجزاير جميله بوپاشا، د انګلستان ملکه اليزابت ، مارګريډت ټاچر او شهزادګۍ ډيانا، د ايټاليا سانتی رافايل، د فرانسې مارام اشتال،د سکاټلنډ ماري کرلي، د سريلانکا بندرانايکی او چاندريکا کوما راټونګا، د اسرائيلو ګولډاماير ، د هند اندراګاندي د پاکستان فاطمه جناح او بينظير بوټو، د بنګله ديش حسينه واجد او خالده ضياء ، د برما ان سان سوچی او اکينو ،د ترکيې تانسوچيلر، د جنوبي افريقا مېرمن مانډيلا ، د امريکا ميدرين البرايټ د فلسطين مريم ماري، چې په مشهوره وه او د شعر او ادب د اسمان د ځلانده ستوری په توګه د ادب د ناوې په نامه وستايل شوه او داسې نورې چې د يادونې او ستاينې وړ دي.همدغه راز د افغانستان ،ايران او تاجکستان اوسيدونکې مهستی ګنجوي، زينب النساء مخفي، عايشه افغان ، مستوره غوري مخفي بدخشي، محجوبه هروي ، مستوره افغان ، حاذقه ، ژاله سلطان ، سيمين بهبهاني،فروغ فرخزاد، ګلرخسار او ليلا کسری د دري ادب هغه ځلانده او روښانه څيرې دي چې نومونه به يې تل د ادب په تاريخ کې ژوندي وې او تر پېړيو پېړيو به د دري ادب د مينه والو په زړونو کې ځای لري

اوس به راشو د خپل هيواد د هغو وياړليو ، نومياليو او مېړنيو ښځو ته، چې د ژوند په مختلفو ډګرونو کې يې تلپاتې او نه هېريدونکي خدمتونه کړي او د خپلو همدغو عالي او ارزښتناکو خدمتونو په نتيجه کې يې د افغانانو په زړونو کې د قدر وړ ځای نيولی دی، دلته هم ددې لپاره چې د ليکنې لمن رانه نه وي غزيدلې ، د هغوی د کړو وړو ،  بشپړی څيړنې ، سپړنې او انځورنې څخه تيريږم او د پاکو او درنو نومونو په اخيستلو يې سپيڅلې ارواوې نمانځم ، چې له هغوی څخه نازو انا ، زرغونه انا، بي بي زينب، ملالۍ ، رابعه بلخي، مېرمن حنظله بادغيسۍ، رضيه سلطانه، بي بي سيدو ، غازي ادې ، مېرمن نيکبخته ، زرغونه کاکړه ، ګوهر شاد ، مېرمن الايې ، عايشه درانۍ ، مېرمن سپينه ، مېرمن حليمه حافظ بنت خوشال خټګ ، عينو ، زهری عاشقان عارفاني ، بی بی هاجر، ناهيد شهيد او داسې نورې د يادونې وړ دي چې د هيواد په تاريخ کې لوړ ځای لري او افغانان به يې تل د نومونو يادونه، ځلونه او ستاينه د زړه له کومې کوي۰

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5607