افکار د خپل فن په هنداره کې

By Amanullah Nasrat - May 05, 2020


د پښتو خوږ ژبی او نوميالی شاعر ښاغلی افکار د خپل فن په هنداره کې

ليک: امان الله نصرت

ښاغلی اقبال حسين افکار د پښتو ادب هغه  ځلاند او وياړلی نوم دی چې د لر او بر ټول پښتانه ېې د زړه له تله احترام کوي او د قدر په سترګو ورته ګوري۰
ښاغلی افکار د لوړ ادبي شخصيت  او د يو  ويښ او ژوندي احساس  خاوند دی او د معاصرو شاعرانو په ليکه کې  لوړ او ارزښتمن ځای لري  چې سترګې پرې نه شي پټېدای۰
ښاغلي افکار خپل ژوند او د ژوند ټوله مادي او معنوي شتمني د خپلې مورنۍ ژبې خدمتونو ته ځانګړې کړې او شپه او ورځ هڅه او نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي  چې پښتو ادب د وخت او حالاتو له غوښتنو سره سم د لوړتيا او پرمختيا رنګين پړاوونه ووهي او پښتو ژبه له مړه کېدو او ورکېدو وژغوري۰
دا يوه جوته او سپينه خبره ده چې په کوم ولس او  ټولنه کې  لکه د ښاغلي افکار يو څو داسې تکړه،  هوډمن  او ملتپال  خواخوږي موجود وي نو د هغه ولس فرهنګ، ثقافت او تاريخ به تل ژوندی او ځلاند وي او د وخت له هر ډول سړو تودو اوازمېښتونو نه به بريالی او سرلوړی راوځي۰
خوشال بابا څه شه ويلي
په دنيا د ننګيالو دي دا دوه کاره
يابه وخوري ککرۍ يابه کامران شي

ښاغلي افکار ښه په نره او ښکاره د پښتو ژبې او ادب خدمت ته مټې بډې وهلي او شپه او ورځ ېې په ځان يوه کړې ترځو خپله ژبه د نړۍ د ژبو او ادبياتو په تاريخ کې د نورو ژبو سياله کړي او لا ېې پسې وځلوي۰
نوموړی په شعوري ډول د پښتنو ځوانانو او لويو او وړو د پوهاوي او ويښتيا کوښښونه پيل کړی تر څو علم ته مخه کړی، سياسي بصيرت نه برخمن شی، په فکري او نظرياتي برخه کې پياوړي  او د خپلو فرهنګي او کلتوري ميراثونو د ژوندي او خوندي ساتلو په لار کې کاري او بنسټيز ګامونه واخلي  او د پام وړ رول ولوبوي۰
په رښتيا هم چې افکار صاحب د کار او دستار سړی دی او د ښو او پخو شاعرانو په کتار کې د ودرېدو حقدار او د شمار سړی دی۰
ښاغلی افکار په خپله شاعرۍ کې که له يوې خوا د خپل ولس او وطن دردونه او ناخوالې ژړېدلی او د خپل مړژوانددي ولس په نيم بسمل حالت ېې په شېبو شېبو اوښکې تويي کړی له بلې خوا ېې د سوز او ساز، حسن او ښکلا، ګل او بلبل، منګي او ستار، عشق او مينې، ساز او ګداز، ګل او بلبل، ساقي او ميخاني او بالاخره د ژوند په هر اړخ خوږه او رنګينه شاعري کړې ده او د رزم او بزم دواړه ميدانونه ېې ګرم او تاوده ساتلي دي۰
د ښاغلي افکار د قلم ژبه روانه، زړه ناستې ، خوندوره او اغېزمنه ده او څه چې د کاغذ پر پاڼو کاږي نو بې له شکه چې  د لوستونکو زړونو ته په ډېره اسانۍ ورننوزي او يو  رنګين غوندې کيفيت او تخنونکی او پارونکی احساس وربښي۰
د افکار صاحب په غزلونو کې ښکلی او نوي خيالونه، تغزل او هنري ښکلا له ورايه څرکونه کوي او د ستورو په څير ځلېږي او پړقېږي، د نوموړی نظمونه هم چې کله لوستونکي لولي نو يو خوږ پيغام، ژور فکر ، د پا وړ  تسلسل،  زړه راښکونکی اهنګ  او بې شميره نور فني رنګونه پکې موندل کېږي۰
د ښاغلي افکار شاعري تش خيالي فکرونه او تصورات نه دي چې د پيريانو او دېوانو کيسې يي کړې وي او د قاف ښاپېريو ېې د زړه جزيرې تسخير کړې وي او په ذهن او دماغ کې ېې اوړي او را اوړي بلکه نوموړي د يوه متعهد او ژمن شاعر په توګه  په هر کلام کې  د ټولني عيني واقعات او رښتينې حقيقتونه څېړلي او د موضوع او مقصد له پلوه ېې هم شاعري ښه درنه او په حقايقو او واقعيتونو ولاړه او مالامال ښکاري۰
که څه هم چې نوموړی د ښار په زړه راښکونکو ښايستونو او رڼاګانو کې ژوند کوي خو د خپل کلي درنې حجرې، شنه فصلونه او ګودرونه او چنارونه ېې لا نه دی هير کړي او ځای ځای ېې په شاعرۍ کې کليوالي ښکلا ستايلې او ولسي رنګونه پکې پام ځان ته را اړوي۰
افکار صاحب وايي
دغه مې ژوند دی د مودو نه ګله
ستا په کوڅه کښې خوار ملنګ ولاړ يم
د ژوند ښايست له د سپرلو په لټون
زه د خپل کلي چنار دنګ ولاړ يم
افکار صاحب په خپله پښتونولۍ او افغانيت وياړي  او دغه اظهار په ډېرو خوږو ټکو کې په لاندې ډول کوي
زه به يم پښتون، افغان، پټان، اوغان
ښکلو دې دنيا ته پسرلی به يم
ښاغلی افکار چې کله د خپل يار بېلتانه سخت دردولی نو په زوره زوره ژړېدلی او ټوله شپه ېې د هجران په غموونکو او ويرجنو شېبو کې د اوښکو ډېوې بلې کړي او له خولې ېې په غير ارادي ډول لاندې  له حسرته او مايوسۍ ډک لفظونه راوتلي:
لېوني د محبت ګوته پر غاښ دي
ستا په ژوند قربانومه خپلې اوښکې
ستا د هجر په دې تکه توره شپه کې
لکه شمعې بلومه خپلې اوښکې
څوک خبر دي په ګوګل دننه زړه نه
په لېمو کې ځنګونه خپلې اوښکې
د منظومې او غزليزې شاعرۍ ترڅنګ محترم افکار صيب ازاده او سپينه شاعري هم کړي  او په دې ميدان کې ېې هم خپله طبع ښه په سړه سينه  ازمايلې او  له نورو وروسته نه دی پاتې۰د نوموړي ازاد يا سپين شعرونه او نظمونه لکه دده د نوری شاعرۍ  په پوره مهارت او دقت ليکل شوي او بېلابېل موضوعات او مسايل ېې پکې رانغښتي دي۰
ښاغلي افکار د خپل ځانګړي هنري استعداد له مخې هڅه کړي چې له کاڼو لالونه او له خاورو څخه د زرو کنډولي جوړ کړي او د خپل فکر خورې ورې ملغلرې ېې د ازادو شعرونو په زرينو او وريښمينو مزو کې پېيلي او راټولې کړې دي۰
ښاغلی افکار د ازاد نظم په برخه کې ښه په تېزۍ او چټکۍ پر مخ درومي او داسې بريښي چې  ددې ادبي سفر بهير ېې هم تر ډيره کامياب او قناعت بښونکی دی۰
ښاغلی افکار ليکي

دغه دلته مو ژوندون دی
وينې وينې سحرونه
 غم لړلي ماښامونه
 در په در مې ولسونه
 نه په غرونو کښې سپرلي شته
نه ښارونو کښې ګلونه
 عقيدې شوې ګډې وډې
 د قدرونو ګونه ورانې
 روايات له مينځه تللي
 د وهمونو مملکت کښې
 د شکونو بادشاهي ده
پلار د ځوي نه دی ويزاره
 ورور د ورور نه نا قلاره
 په تکل د جنتونو
سرابونه لارښودان دي
 دوزخي زمونږ ژوندون دی
 کور مو نه دی ميږتون دی
 شپه ده ورځ که سباؤن دی
 بس تيرو پسې مې يون دی
 دغه دلته کښې ژوندون دی
دا ژوندون که زړه چاودون دی

که مونږ هر څومره مخکې ولاړ شو او د ښاغلي افکار شاعري ولولو په هماغه اندازه کيف او خوند به ترې اخلو او د ستړيا احساس به نه کوو ځکه هغه چې هر څه ليکلي د زړه له درده ېې ليکلي او په کوم کلام کې چې دردونه او د زخمي او نيم ژواندې زړه سلګۍ ورګډې وي نو د هر با احساسه زړه خاوند به پرې ضرور دردېږي او د هغه دردونه به محسوسوي۰
په ټوليز ډول د افکار شاعري خوږه توده او د وخت او حالاتو عکاسي او انځورګري پکې په ډېر ښه او هنري انداز شوې ده او د معياري شاعرۍ او نوښتونو تښې پکې د لوستونکو پام ځان ته را اړوي۰
زه قدرمن افکار د ډېر شاباس او ستاينې حقدار ګڼم چې د ژوند په دې ترخو او غملړلو لحظو کې چې پښتون قام ته له هرې خوا ګواښونه او ګوت څنډنې کېږي او د پښتو او پښتنو دښمنان د پښتو د ورکېدو او ختمېدو شوم پلانونه جوړوي،  دې  ښاغلی په خلاص مټ د خدمت ميدان ته رادنګلي، د خپلې پښتنې خاورې په ننګ ېې خپله توره او قلم دواړه راپورته کړي  او د خپل فام او ولس خبرې او غوښتنې ښه په زغرده د نړۍ  له خلکو سره شريکوي او د پښتو ادب د پياوړتيا او غوړېدنې لپاره شپه او ورځ علمي او فکري کارونه کوي۰
ستر پښتون خوشال خان خټک څه ښه ويلي
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم

لاس په دعا يم چې ستر رب دې ښاغلی افکار خپلو پاکو او سپڅلو اهدافو ته ورسوي او د دده د زړه ټول روا او ملي ارمانونه دې پوره او بشپړ کړي۰
په همداسې خوږو هيلو او دعاګانو
په ستر او بښونکي رب مو سپارم۰
ستاسو
امان الله نصرت
۱۸/۵/۲۰۱۹
پېښور

دا هم د ښاغلی افکار صاحب د اشعارو څو نمونې چې تاسو درنو اغليو او ښاغليو سره ېې شريکوم هيله ده چې خوښ موشي، خوند ترې واخلئ او ادبي تنده مو پرې خړوب کړئ
غزل
دومره نيزدې يم ستا تر څنګ ولاړ يم
يقين دې وشه ستا په ننګ ولاړ يم
دغه مې ژوند دی د مودو نه ګله
ستا په کوڅه کښې خوار ملنګ ولاړ يم
د ژوند ښايست له د سپرلو په لټون
زه د خپل کلي چنار دنګ ولاړ يم
د ګل درو بلبلو کډې وکړې
زه په لمبه لکه پتنګ ولاړ يم
زړه کښې مې مينه نظر تږی تږی
يم آدم خان په دغې ترنګ ولاړ يم
ياران مې ژوند سينګاره وي روان دي
زه د خپل ځان سره په جنګ ولاړ يم
افکار روان دی د الفت په لاره
زه ترېنه پاتې شوم بد رنګ ولاړ يم



غزل

سترګې مې ړندې شوی صنم چرته دی
زړه مې له ژړيږي چې غم چرته دی
ګوره چې حوا په غرونو سر شوله
ګير چاپيره ګوري آدم چرته دی
جبر ته وړاندې سينه ډال ولاړ
وايي ليونی چې ستم چرته دی
وي به فرښتې مشغوله ذکر کښې
ايښې يې په زمکه قدم چرته دی
څه شولو زمونږ د قافلې ياران
چرته کښې ورک شوی عزم چرته دی
ګل به شي سمسور به شي وطن زمونږ
فکر د يو والي ختم چرته دیا
مينه ته ولاړ په سواړه ا فکار
ګل پوښتي چې ياره شبنم چرته دی


د ښاغلی افکار چاپ شوي اثار

 خوشحال او رحمان   ،د يو سيمينار منظوم منثور آثار 
 هاشم بابر د خپل فن په آيينه کښې ، تاليف منظوم منثور آثار 
 د مارګلې په لمن کښې د پښتنو هلې ځلې
 د بېديا سپرلی  ، شعري ټولګه 
 د وفا مينې ښکلا په لور  ،راپورتاژونه 

 په نږدې راتلونکې کې  چاپېدونکي اثار۔
 د مارګلې نه تر کابله  ،راپورتاژونه 
 پښتانه محفلونه ژوندي فکرونه ، راپورتاژونه

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5118