ښاغلی اباسين يوسفزی

By Pukhto.Net - May 15, 2020

د پښتو ادب نوماند او ځلاند ستوری ښاغلی اباسين يوسفزی

ليک: امان الله نصرت

شعر او شاعري هغه رښتينې هنداره ده چې شاعر پکې د خپل ځان او چاپېريال حقيقي رنګونه او تصويرونه ليدای شي او د ژوند د بېلابېلو اړخونو انڅورونه او نښې پکې ښکاره او څرګندېږي۰
شاعر د يوې ټولنې د عکاس او ترجمان په توګه د خپل ولس او قام غږونه ، حالات او پېښې د خپل فن په پراخه لمن کې رانغاړي ، ژبه ورکوي، تمثيلوي ېې او زمونږ مخې ته ېې ږدې۰
شاعر هغه څه چې په چاپېريال کې پېښېږي او په خپله خوا و شا کې ېې وينې قلم ته سپاري او د خپل هېواد د ادبي تاريخ پاڼو کې ېې ثبتوي چې نورو ته ېې ولېږدوي، راتلونکی نسل ترې ګټه واخلي او د يوه ادبي سند په توګه پاتي شي۰
د ښه او معياري شعرلپاره د ښه مطلب او نوي مضمون ټاکل خورا اړين او ضروري دی او تر څنګ ېې د شعر ټول بدېعي قواعد او قوانين، محتوا، هنري ښکلا او رنګونه او فنی ارزښتونه او بنسټونه هم پايد له پامه ونه غورخول شي۰ يواځې د الفاظو راټولول او د کلماتو او لغاتو يو په بل کې ګنډل او د شعر په مزو کې پېيل د ښه او لوړ شعر بنسټيز توکې نه دی بلکې د مفاهیمو او معنوی مطالبو او مضمون له پلوه هم بايد شعر غني او قوي وي ۰
په دې اړه کاظم خان شيدا څه ښه وايي
مضمون د شعر لکه پيکر وي
رنگين الفاظ يې رخت و زېور وي
ورته ضرور دي دا دواړه څيزه
پيکر که هر څو دلرباتر وي ۰
او حمزه بابا ویلي
جوړه مې د شعر قتلمه کړه خو ترخه ده
پټ پکې خواږه هم شته که څوک ېې وڅکۍ
شعر د هغو ښکلواو رنګينو پدېدو او ارزښتمنو الهي ډاليو يوه برخه ده چې په غير ارادي او ناڅاپه په شعر کې اغراق او مبالغه، استعارات او کنايات، حقيقت او مجاز، تشبيهات او نازکخیالي دا هغه عناصر او توکي دي چې د شاعر وينا ته شعريت ورکوي او ښايست او ښکلا وربښي۰
له دې لنډو خبرو ورسته د پښتو ژبې په اوسنيو شاعرانو کې ښاغلي اباسين يوسفزی هغه دروند او د قدر وړ نوم دي چې د خپل ژوند زیاته برخه ېې د پښتو ژبې او ادب خدمت او چوپړ ته ځانکړې کړې او په دې لاره کې د هيڅ ډول ستړيا او ستومانۍ احساس نه کوي۰
اباسين صاحب د فرهنګي او ادبي ډګر هغه تکړه او پياوړی سالار او سرلاری دی چې له خپلې خوږې ژبې سره د بې کچې او بې سارې مينې په لرلو ېې مټې بډوهلي او په پوره اخلاص او ټينګو قدمونو د پښتو د پياوړتيا، پرمختيا او غښتلتيا د ګلاليو پړاوونو په لور روان دی او په دې لاره کې ېې شپه او ورځ په ځان يوه کړې ده۰
اباسين يوسفزی د پښتنو ځوانانو د روزلو ، د هغوی د علمي کچې د لوړولو او فرهنګي او ملي شعور د بیدارولو ډېرې ګټورې او ارزښتناکې هڅې کړي او لګيا دی کوي ېې۰
ښاغلی اباسين په خپله شاعرۍ کې د فن او مقصد دواړو خيال ساتلی او د وخت او حالاتو عکاسي او انځورګري ېې په ډير مهارت سره کړې ده۰
د اباسين صاحب په هر شعر کې اخلاقي اړخونه، ټولنيز شعور، ملي فکر او هنري ښایست په پام کې نيول شوی او انساني احساس او عواطف ېې د وينا ځانګړنې دي۰
ښکلا چې د طبيعت برخه او د هنر سرچينه ده همدا لامل دی چې د ښاغلي اباسين په شاعرۍ کې مينې او ښکلا جوختې غاړې ورکړي او په ډېر هنري او شعوري انداز او ظريفانه او عالمانه ژبه ېې خپل پيغام او احساس تر مونږ رارسولی دی۰
د ښاغلي اباسين په شاعرۍ کې ځای ځای د تصوف، عرفان او څه ناڅه د فلسفې څرکونه او رنګونه تر سترګو کېږي او د ملي او ولسي شاعرۍ تر څنګ ېې د رزم او بزم میدان هم ګرم او تود ساتلی دی
اباسين په خپله شاعرۍ کې له يو شمير ادبي، هنري او علمي نوښتونو کار اخيستی چې دده شاعري ېې ښکلې کړې او ځانګړی ښايست او تازه سا ېې ورکړې ده۰
اباسين صاحب یو مينه ناک، دروند او حليم انسان او د لوړو ارادو، خوږ احساس او سپېڅلو جذبو خاوند دی همدا لامل دی چې په هر کلام کې ېې انساني احساسات ، سرشاره ولولې او عواطف موجونه وهي او د خپل ولس د مينې او هېواد پالنې انګازې پکې په څپو او غورځنګونو وي۰
د اباسين صاحب هدفمنده او خوږه شاعري د پښتون قام د پوهاوي، ، ويښتيا او بيدارۍ لپاره لکه د جرس غږېږي او هغوی له درانه خوبه راپاڅوي ترڅو د نړۍ د نورو ژوندو قامونو په څير د تمدن او مدنيت له کاروان سره ملګري شی او خپله ټولنه د پرمختګ او لوړتيا رنګينو منزلونو ته ورسوي۰
راځئ چې په شريکه ددغه خوږ ژبي، حساس او ټولمنلي شاعر له پښتانه زړه نه راوتلې سندريز پيغامونه د زړه په مينه ولولو او خوند او پند دواړه ترې واخلو۰
زه درانه او قدرمن اباسين صاحب ته د ژوند په ټولو چارو کې د برياوو دعا کوم او هيله لرم چې د پښتو ادب دا نومیالی استاد لکه د تير په څير د پښتو ژبې او ادب د خدمت چارې لاپسې ګړندۍ او تندې کړې او په دې لاره کې د تلپاتې خدمتونو او لا زياتو لاسته راوړنو جوګه شي۰
په همدې تمه او هيله تاسو درانه لوستونکې په ستر او مهربان رب سپارم۰
الله مو نېکمرغه او پتمن لره۰

په ډېره مينه او درنښت

Print Friendly and PDF

Author Name: Pukhto.Net

Total Articles : 9

Total Hits: 3025