رفيع د لوړو فکرونو ليکوال

By Amanullah Nasrat - May 19, 2020


ښاغلی رفيع  د لوړو فکرونو او ژورو خيالونو شاعر او ليکوال

هر مضمون مې لکه ګنج پوشيده پروت دی
د سطـــــور مـــــــاران يـــې کا نګــــهبانــــي
شيدا
د يو قوم تاريخ په ژبه ژوندی ساتل کېږي او ژبه هغه وخت ژوندۍ او خوندي پاتې کېږي چې ويونکي ېې  په شعوري او علمې ډول د خپلې ژبې د پرمختګ، ساتنې او بډاينې لپاره نه ستړي کېدونکې کارونه وکړي او هغه له پامه ونه غورځوي۰
شاعر او ليکوال د ټولنې د يوه عکاس او ترجمان په توګه دا دنده او مسوليت په غاړه لري چې د خپلې ژبې د ښايست او ځلونې په لاره کې بنسټيز او کاري ګامونه واخلي او له ټولو هغو لارو چارو او امکاناتو ګټه واخلي چې د ژبې پرمختګ، پياوړتيا او غښتلتيا ورپورې تړلي وي۰
شعر او ادب د يوه ولس د ملي نواميسو، کلتوري او ثقافتي رواياتو او فرهنګي او تاريخي هويت د ساتلو يوازينۍ وسيله او زريعه ده چې له اهميت څخه ېې سترګې پټول نه دي پکار او بايد پوره کار او پاملرنه ورته وشي۰
له نيکه مرغه او ښه بخته چې اوس زمونږ پښتنو شاعرانو او اديبانو دا محسوس کړې چې پښتو ژبه هغه وخت ژوندۍ  پاتې کېدای  او د نړۍ له نورو ژبو سره د سيالۍ جوګه کېدای شی  چې ويونکي او په ځانګړي ډول د قلم او علم خاوندان ېې د علمي کولو او خوندي کولو لپاره نه ستړي کېدونکي ګامونه واخلي او شپه او ورځ ورته په عملي او شعوري ډول خدمتونه وکړي او زحمتونه و ګالي۰
استاد حبيب الله رفيع د پښتو ژبې له هغو نوموتو او منلو قلموالو څخه دی چې د هېواد لوی او واړه ېې له نامه سره اشنا دی او د پښتو ادب په اسمان کې د يوه روښانه او رنګين ستوري په توګه ځلېږي او د هنر ښکلي رنګونه او د ادب زرينې پلوشې خوروي۰
پښتو ژبې ته د استاد رفيع کار او خدمت د هيچا له سترګو پټ نه دی او د يوې لوېې اکاډمۍ هومره کارونه ېې په يواځې ځان کړي او د پښتو ادب په بډاينه او پياوړتيا کې ېې هلې ځلې او ستړياوې په ډېرو ستايلو او  ځلولو ارزي۰
ښاغلی رفيع نثر او نظم دواړه ليکي او د تحقيق او څېړنې په ميدان کې ېې ښه ډېر او پراخه کار کړی چې له کتابونو او  مقالو ېې ليکوالان او څېړونکي  د سرچينو او ماخذونوپه توګه  ګټه اخلي او کاروي ېې۰
ښاغلي رفيع په شعوري ډول د پښتو ژبې د ادبي او تاريخي اثارو د ساتنې او خونديتوب په موخه د هغو ارزښتناکو کتابونو او قلمي نسخو د راپيداکولو او چاپولو کوښښ او هڅه کړې چې خورا قيمتي علمي او ادبې خزانې وې او پښتانه ېې له لوستلو او ګټې اخيستنې بې برخې وو۰
استاد رفيع په بې شمېره سيمه ايزو او نړيوالو علمي او ادبي سيمينارونو کې ګډون کړی او خپلې علمي، ادبي  او تاريخي مقالې ېې اورولې دي چې د ګډونوالو له تاوده  هرکلي او غبرګون سره مخ شوی او بې ساری استقبال ېې شوی دی۰
ښاغلي رفيع يو زيات شمير بهرنيو هېوادونولکه  ايران، عربستان، مصر، امريکا، کاناډا، جرمني، هالنډ، پاکستان، فرانسې او نورو ته علمي او فرهنګي سفرونه کړي او په دوه ادبي جايزو، دوه د سرو زرو په مډالونو او يو د لويې جرگې په مډال نازول شوی دی۰
حبيب الله رفيع  د مولانا نصرالله نقشبندي ځوی په ۱۳۲۴ کال په اوړي کې    د وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په ابدره نومي کلي کې دنيا ته سترګې غړولي او د خپلې سيمې په خصوصي ديني مدرسو کې ېې له بېلابېلو استادانو څخه ديني زده کړې کړي دي۰
ښاغلی رفيع سره له دې چې په وردګو کې زېږېدلی خو کله ېې هم له خپل نوم سره وردګ نه دی ليکلی او ځان ېې د ټول افغانستان ګڼلی او په هر ځای کې ېې د افغانيت او پښتونولۍ جنډه رپولې ده۰
استاد رفيع له کوچنيتوبه له شعر او شاعرۍ سره بې کچه مينه درلوده او لا پنځه کلن وو چې خپلې مشرې خور به ورته شعرونه زمزمه کول او په استاد به ېې ژور اغيز کاوه همدا لامل وو چې په يوولس کلنۍ کې ېې خپله هم د شعر ويل پيل کړل او د ادب په رنګينه دنيا کې ېې قدمونه کېښودل۰
ښاغلي رفيع  د خپلو استادانو په هڅه او زيار په لږ وخت کې ليک او لوست زده کړ او د خپلې خور په هلو ځلو، نوښتونو او هڅونو ېې شاعرانه خيالونه او جذبې په څپو او غورځنګونو شوې او د شعر ګلالۍ ښاپېرۍ پرې خپل رنګين وزرونه وغوړول۰
ښاغلی رفيع په ډېر کم وخت کې د پښتو ادب په رنګين اسمان کې وځليد او د هېواد او سيمې په کچه د لوړ ادبې نوم او ښه شهرت او مقام خاوند شو۰
ښاغلی رفيع په ۱۳۴۰ کال د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمي په رياست کې د عرفان او پوهنې  مجلو      او په مديريت کې د رسمي او مسلکي  مامور په توګه دنده پيل کړه  او بيا په ۱۳۴۳ كال د تاريخ ټولنې د  غړى او د اريانا مجلې د مهتمم په دندو وګمارل شو  او په دې برخه کې ېې کار او څېړنې پيل کړې۰  ښاغلي رفيع  په ۱۳۴۸ کال د افغان ملت د مجلي د مديريت چارې وروسپارل شوې او بيا پرله پسې د فولکلور د مجلې او  د پښتو نړيوالو څېړنو د مرکز غړی شو ۰ کله چې په ۱۳۵۷ کال د ثور خونړۍ غميزه رامنځ ته شوه نو ښاغلی استاد له دندې ګوښه او په کور کښېنول شو ۰
رفيع صيب په ۱۳۵۸ کال د خپلو سياسي او فرهنګي فعاليتونو له امله د وخت د حکمرانانو له خوا د څرخي پله د  زندان په تورو ګوټو کې بندي شو او د ژبې او قلم د بندولو ناروا  او شومه هڅه ېې وشوه خو استاد په پوره ميړانه او نارينتوب د هغوی  د ناوړه سلوک او زورونو مقابله وکړه او سر ېې ورټيټ نه کړ۰
استاد په ۱۳۵۹ کال د پښتو اکاډمۍ د غړيتوب وياړ تر لاسه کړ او د همدغه علمي مرکز په غېږ کې ېې خپل ادبي او علمي کار او زيار جاري وساته او څېړنيزو او تخليقې فعاليتونو ته ېې دوام ور کړ۰
څرنګه چې د وخت حکمرانان د ښاغلي رفيع له لوړ علمي او ادبي شخصيت څخه په ويره کې وو او له ده سره د ادبي او علمي حلقو ورځ په ورځ زياتېدونکې مينه او محبوبيت ېې نه شو زغملی نو د نوموړي د لمنځه وړلو او ځپلو په فکر کې شول او نږدې وو چې استاد يو ځل بيا زنداني کړي او د تل لپاره ېې اواز خاموش او  د فن او هنر ځلانده ډېوه ېې ووژني همدا لامل وو چې ښاغلی رفيع د خپل پلرني وطن پرېښودلو ته اړ شو او په ۱۳۶۰ کال ېې ګاونډي ملک پاکستان ته  هجرت وکړ او په پېښور کې ميشت شو۰
رفيع صيب په پېښور کې هم کرار کښينناست او خپلې علمي او ادبي هڅې او فعاليتونه ېې د تير په څير ګړندي او جاري وساتل او د شعر او ادب له نړۍ سره ېې د مينې پيوندونه ژوندي او خوندي پاتې کړل۰
ښاغلي رفيع په پېښور کې له پښتو اکاډمۍ او د اريآ سټډي سنټر سره تر ډېره وخته همکاري وکړه او په يادو ادارو کې ېې د پام وړ خدمتونه تر سره کړل چې د پښتو ادب د تاريخ په پاڼو کې به پخ زرينو کرښو ليکل کېږي او بيا په ۱۳۶۴ کال د جهاد د ثقافتي شورا په دفتر کې په دنده وګمارل شو او د افغان جهاد له مجلي سره ېې په رسمي ډول مرسته پيل کړه۰
ښاغلی رفيع د څه وخت لپاره مصر ته ولاړ او هلته ېې د قاهرې په پښتو څانګه کې دنده ترسره کړه او د کار د مودې له پای ته رسېدو سره سم بيا پېښورته ولاړ او خپلې ادبي سرګرمۍ ېې پيل کړې۰
رفيع صيب په پېښور کې د جهادي څېړنو د مرکز او افغان کلتوري ټولنې غړيتوب هم درلود او د قلم او سپېدو پښتو مجلو د ليکنې په پلاوي کې شامل وو او بېلابېلو پښتو اخبارونو او مجلو ته ېې علمي او ادبي مقالي ليکلې او په ادبي غونډو او مشاعرو کې ېې فعاله ونډه اخيستله۰
ښاغلي رفيع د تلوسې په نوم يوه مجله هم چلوله او تر څنګ ېې نور خواره واره واره ادبي فعاليتونه هم کول چې د استاد په ادبي کار او زيار کې د يادونې وړ دی۰
رفيع صيب په ۱۳۷۳ کال کاناډا ته مهاجر شو او له يوه کال وروسته بېرته پېښور ته راغی او بيا  په ۱۳۸۱ کال له پېښور څخه خپل هيواد ته وکوچيد۰
ښاغلي رفيع د هيواد دننه په بېلابېلو دندو وګمارل شو او اړونده برخو کې ېې کاري ونډه او ادبي فعاليتونه د هيچا له سترګو پټ نه دي۰
دا وخت ښاغلی رفيع  د ۷۴ کلونو په عمر کې بيا هم د ځوانو ارادو او تاندو جذبو څښتن ښکاري او د خپلې مورنۍ ژبې خدمت ته ېې لکه د يوه شل کلن ځلمي مټې بډوهلي او خپلې ادبې هلې ځلې او خدمتونه جاري او ساري ساتي او په دې لاره کې د هيڅ ډول ټکنې کېدو او  ستړيا احساس نه کوي۰
د رفيع صيب د چاپ شوو کتابونو شمير دده د عمر له کلونو زيات دی او له سليزې اوختی دی  او په لسګونو نور ادبي او څېړنيز کتابونه او تاريخي او علمي اثار ېې چاپ ته تيار دي چې مونږ ېې زر تر زره د چاپېدو هيله لرو۰
د ښاغلي رفيع په وينا: د چاپ اثارو شمېر مې  له شاوخوا ۱۲۰ اوښتی چې په کې تخليقي اثار او نور ادبي اثار هم شته، همدارنګه يونليکونه هم شته او ورسره شاوخوا له ۲۰ تر ۲۵ پورې ناچاپ اثار لري۰
لکه څرنګه چې  رفيع صيب د نثر په ميدان کې د توانا او پياوړي قلم خاوند دی همدغه راز ېې شاعرانه ولولې هم په څپو او غورځنګونو دي او په تول پوره، معياري او خوږه  شاعري کوي۰
استاد رفيع په خپله شاعرۍ کې د وطن ملي دردونه او د ولس د ژوند ناخوالې او بدې ورځي انځور کړي او د ادب پاڼو ته سپارلي دي۰
ته چې ېې تللی ستا تصوير زما په سترګو کې دی
سترګې چې اوښکې تويوي ستا تصويرونه مينځي
د ښاغلی رفيع په هره وينا کې  د وطندوستۍ، انسان پالنې او پښتونوالې څرکونه او رڼاګانې له ورايه  تر سترګو کېږي او همدغو لوړو خيالونو او ژورو سوچونو او احساس د نوموړي په کلام خپله هنري لمن غوړولي او په فکر او فن ېې ورته سيوری کړی دی۰
رفيع صيب يو زيات شمير ځوانان روزلي او دا لړۍ همداسې په تندۍ او شور او زور روانه ده او استاد په فرهنګي برخه کې د ځوانانو د لارښوونې او روزنې چارې په پوه اخلاص پر مخ وړي۰
ژبه، ادب او کلتور د يوې ټولنې د وګړو فرهنګي او تاريخي شتمنی او ميراثونه دي چې په هغې نړيوالو ته خپل ځان ورپېژني  او هويت ېې پرې څرګندېږي او شاعران او ليکوالان هغه درنې څټې دي چې دغه ارزښتناکه شتمنۍ  او ميراثونه ژوندي او خوندي ساتي او له ورکېدو او مړه کېدو ېې ژغوري۰
ښاغلي رفيع د همدغه درانه مسوليت او تاريخي رسالت په پام کې نيولو سره لګيا دی شپه او ورځ د پښتو ژبې د غوړونې او ځلونې لپاره کار کوي او په دې لاره کې  ګټور او بنسټيز ګامونه اخلي۰
رفيع صيب لکه د تير په څير  د پښتو ادب  د پرمختک او پياوړتيا لپاره  په کوښښونو بوخت دی  او خپل ټول ژوند ېې د پښتو ادب او خپلې ژبې خدمت او چوپړ ته ځانګړی کړی دی۰
ښاغلی رفيع  دم ګړۍ د علومو په  اکاډمۍ کې رسمي  دنده لري او  د بست فرهنګي کمېټې د رئيس په توګه اړونده چارې په پوره مينه او اخلاص پر مخ وړي۰
که د ښاغلي رفيع علمي او ادبي شخصيت هر څومره وستايل شي او وځلول شي بيا به هم کمه وي ځکه  ښاغلي استاد  په پښتو ژبه او ادب ډېر زيات احسانونه کړي او مونږ به ېې تل د دغو احسانونو او مينې پوروړي يو۰
استاد رفيع د وخت له ځلانده ادبي ستورو څخه دی او مونږ لاس په دعا يو چې ستر رب دې د پښتو دغه ستر خواخوږي او خدمتګار ته له سلو کالو زيات عمر ور په برخه کړي چې نوموړی پکې د خپلې مورنۍ ژبې لپاره د تلپاتې او نه هېرېدونکو کارونو او خدمتونو مصدر شي، د پښتو ادبياتو د تاريخ په رنګينو پاڼو کې لا پسې وځلېږي او پښتو د نړۍ د نور پرمختلليو ژبو سياله او په علمي ګاڼه ښکلې او پسوللې کړي۰
په شاعرانه مينه او ولولو۰
امان الله نصرت
۱۴/۱۰/۲۰۱۹
پېښور

۱- سكروټې (شعري ټولګه) د ۱۳۴۵ كال چاپ
۲-  برېښ (شعري ټولګه) د ۱۳۴۶ كال چاپ
۳- د خلكو سندرې، د ۱۳۴۹ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه
۴ - د هوتكو نارې، د ۱۳۴۹ كال چاپ، پښتون كتابفروشي
۵ - د پښتو پخوانۍ تذكرې، د ۱۳۵۰ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه
د تاريخ ټولنې كتابونه، د ۱۳۵۱کال چاپ ۶ - تاريخ او ادب ټولنه
۷ - د جمهوريت وږمې، د ۱۳۵۲ كال چاپ، پښتو ټولنه
۸ - پښتو پانگه لومړى ټوك د ۱۳۵۳ كال چاپ، پښتو ټولنه
ادبي ستوري ۹ - لومړى ټوك د ۱۳۵۳ كال چاپ، پښتو ټولنه
۱۰ - تېر يادونه (شعري مجموعه) د ۱۳۵۴ كال چاپ، تاريخ ټولنه
۱۱ - د روښان ياد (شعري مجموعه)، د ۱۳۵۵ كال چاپ، تاريخ ټولنه
۱۲ - خواجه عبدالله انصاري او د ده مناجاتونه، ۱۳۵۵، د پښتو د انكشاف رياست
۱۳ - پښتو پانگه (دويم ټوك) د ۱۳۵۶ كال چاپ، پښتو ټولنه
۱۴ - پښتو خپرونې، ۱۳۵۶ كال، د پښتو د انكشاف رياست
۱۵ - پښتو كتابښود، ۱۳۵۶ كال، د بيهقي كتاب خپرولو مؤسسه
۱۶ - د پښتونخوا د شعر هاروبهار (ژباړه او ترتيب) ۱۳۵۶، ننگرهار مجله
۱۷ - معرفة الافغانى (سريزه او ترتيب) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه
 ۱۸ - د رحمان بابا د دېوان (سريزه) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه
۱۹ - په افغانستان كې د ژورناليزم تاريخچه ۱۳۵۶، د تاريخ او ادب ټولنه
۲۰ - د سره غره گلونه، ۱۳۵۷، د امان كتاب خپرولو مؤسسه
۲۱ - ناسيوناليزم او ملي مسايل ۱۳۵۸، افغان ملت گوند، پېښور
۲۲ - څوب، ۱۳۵۸ امان كتاب خپرولو مؤسسه
۲۳ - ادبي ستوري ( دويم ټوك) ۱۳۵۹، د اطلاعاتو او كلتور وزارت
۲۴ - ژبپالنه، ۱۳۶۰، پښتو ټولنه، كابل
۲۵ - زرينې څانگې، ۱۳۶۰ پښتو ټولنه
۲۶ - زنځيرۍ، ۱۳۶۱، پښتو ټولنه، ۱۳۶۵، پښتو اكيډمۍ پېښور
۲۷ - په افغانستان كې د سيد جمال الدين خدمتونه، ۱۳۶۲ کال سنټرل ايشيا، پېښور پوهنتون
۲۸ - د استاد ياد، ۱۳۶۴، سنټرل ايشيا، پېښور پوهنتون
۲۹ - اورونه او ويرونه شعري ټولګه،  ۱۳۶۳کال، امان كتاب، پېښور
۳۰ - د شمال له خوا شمال دى، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۳۱ - زندان، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۳۲ - د وينو بهير، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۳۳ - انجام، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۳۴ - تصوير، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۳۵ - ورك زوى څنگه پيدا شو (سريزه او ترتيب) ۱۳۶۴، امان كتاب خپرولو مؤسسه
 ۳۶ - شاه شجاع او ببرك د تاريخ په تله كې ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۳۷ - د روسي ښكېلاك رنگونه او نيرنگونه، ۱۳۶۵ پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۳۸ - د استقلال څلورمه جبهه (سريزه او ترتيب) ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۳۹ - وحشيانه تېرى او شرميدلې ماته، ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسس
  ۴۰ - دمحمدي صاحبزاده ديوان ته ځغلند نظر، ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤس۴۰
۴۱ - فالنامه (د خوشال خان خټك)، سريزه او ترتيب ۱۳۶۵، پېښور پښتو اكيډمۍ
۴۲ - روښاني ليكنې ۱۳۶۷، د ارزاني خويشكي ادبي ټولنه، پېښور
۴۳ - ږلۍ او گولۍ (شعري ټولګه)  ۱۳۶۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۴۴ ـ د افغانستان او د روسېې د دوستۍ داستان، ۱۳۶۸، د افغانستان د آزادو ليكوالو ټولنه
۴۵ ـ آواره شيدا، ۱۳۶۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۴۶ - ملي زاويه، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۴۷ ـ ولونه، ولونه، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۴۸ ـ د ستوريو كرونده، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۴۹ ـ محمود نامه (سريزه او سمون) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۵۰ ـ هوتكنامه (سريزه او سمون) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۵۱ ـ مهاجرت نامه (سريزه او سمون) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۵۲ ـ د بتانو هنگامه، ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۵۳ ـ وصيت نامه (سريزه او سمون) ۱۳۸۰، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۵۴ ـ د تمدن سوغات، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون
۵۵ ـ ارمغان تمدن، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون
۵۶ ـ د افغانستان لنډكى تاريخ ۱۳۷۸، د اريك كتابتون
۵۷ ـ تاريخ فشردۀ افغانستان ۱۳۷۸، د اريك كتابتون
۵۸ ـ ليكونه او سرليكونه، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۵۹ ـ نامه ها سرنامه ها، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه
۶۰ ـ مشال، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه
۶۱ ـ مشعل، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه
۶۲ ـ تمه، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه
۶۳ ـ طمع، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه
۶۴ ـ وو نه وو، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه
۶۵ ـ هره نيشه د زهرو ليشه، ۱۳۷۳، آو، آر ، آى
۶۶ ـ نښانې او ترانې ، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۶۷ ـ كتابونه دريابونه، (لومړى ټوك) ۱۳۷۷، د ساپي د پښتو څېړنو مركز
۶۸ ـ كتابونه دريابونه (دويم ټوك) ۱۳۷۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۶۹ ـ وصيتنامه د خوشال بابا، (سريزه او ترتيب) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۷۰ ـ نسبنامه، د خوشال بابا، (سريزه او ترتيب) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۷۱ ـ خټكنامه، د خوشال بابا، (سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۷۲ ـ هندوكوه نامه، د خوشال بابا، (سريزه او ترتيب) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۷۳ ـ اخلاقنامه، د خوشال بابا، (سريزه او ترتيب) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه
۷۴ ـ پښتني ودونه، د افغانستان د مرستو مركز، ۱۳۸۱، كابل
۷۵ ـ    د لارې ډالۍ  (د پنځو سفر نامو ټولګه  )
(  ۳۱۴مخونه  ) څېړنوال حبيب الله رفيع د چاپ کال ۱۳۹۶    ۷۶ ـ فوکلور د علم مور
امان کتاب خپرولو موسسه
۷۷ ـ د خوشحال خان خټک دېوان ( د بابا قلمي نسخه)
کشف،سريزه، ترتيب او سمون د څېړنوال حبيب الله رفيع
دغه دېوان د خوشحال خان خټک په لاس ليکل شوی دی او استاد رفيع  هغه  څلوېښت کاله مخکې په "پښتو ټولنه" کې موندلي و.
استاد رفيع وايې چې خوشال خان خټک خپل ديوان تر خپلې مړينې پنځه مياشتې او څلور ورځې مخکې بشپړ کړی وو۰
سرچينې:
۱ - له کليد مجلې سره د استاد مرکه
۲ - د امريکا غږ  او بي بي سې له راډيوګانو سره د استاد بېلابېلې مرکې
۳ - په فيسبوک کې د استاد په نوم له جوړې شوې پاڼې
۴ - ځانګړي يادښتونه

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 482