د پښتو تاند او نوماند شاعر

By Amanullah Nasrat - May 19, 2020


د پښتو تاند او نوماند شاعر ډاکټر اظهارالله اظهار
ليک:  امان الله نصرت

اظهارالله اظهار د پښتو ادب هغه ځلاند او نوماند ستوری دی چې په رنګينه او خوږه شاعرۍ ېې پښتو ژبې او ادب ته بې ساری ښکلا او ښايست وربښلی او د شعر زرينو وړانګو ېې په لر او بر پښتونخوا خپل ګلالي وزرونه غوړولي دي۰
د ښاغلي اظهار پښتو شاعري رښتيا هم د هر پښتون د دردېدلي او غم ځپلي زړه ساندي او غږونه دی چې د وظن په غرونو او درو کې خواره شوي او هرې خواته ېې غزونې کړي دي۰
د اظهار صاحب ښاعري خوږه، روانه او له هنري رنګونو او څرکونو ډکه ده او په لوستو ېې د شعر او ادب د مينه والو زړونه د خوښۍ او سکون احسا س کوي او ادبي تنده ېې پرې ماتېږي۰
د ښاغلي اظهار د شاعرۍ کمال په دې کې دي چې نوموړي په خپل هر کلام کي د فن او مقصد دواړو خيال ساتلی او همدا لامل دی چې شاعري ېې تشی خبرې او شعارونه نه دي چې پاڼې ېې توری کړی او وختونه ېې بې هدفه تېر کړی وي۰
اظهار په خپله شاعرۍ کې د خپل وطن او ولس دردونه ژړيدلی، د خپل مظلوم قام په بدو ورځو او د ژوند په ناخوالو ېې اوښکې توېې کړي او په پوره میړانه او بهادرۍ ېې د خپلو خلکو د حق ، اختيار اوواک خبره کړې ده۰
اظهار تل د ظلم او بې انصافيو خلاف غږ پورته کړي ، تور ته ېې تور او سپين ته سپين ويلي او د حق او باطل په جګړه کې ېې د حق او رښتيا ملګرتوب کړی دی۰
اظهار تل د حق اظهار ښه ښکاره او په نره ګړی دی او د وخت جابرانو، ظالمانو او غدارانو ته ېې هيڅکله هم خپل پښتون سر نه دی ټيټ کړی بلکه په هسک غاړه ېې په هر ځای کې د خپل قام د ښېګڼې او ازادۍ خبره کړې او له خپل ملي دريځ څخه نه دی تير شوی۰
د اظهار صاحب په شاعرۍ ملې رنګونه او قومي فکرغالب دی او د رومان، سوز او ګدازاو تصوف په پراخه ميدانونو کې ېې هم د خپل فن اس په پوره مهارت او ځيرکتيا ځغلولی دی او د فن او هنر لوړو پوړيو او رنګينو پړاوونو ته ېې د رسېدو ځغل او هڅه کړې ده ۰
که مونږ د محترم اظهار شاعرۍ ته ځغلند نظر وکړو او په ژور نظر او د زړه په سترګو ېې ولولو نو ټول هغه خواږه پکې ليدلی او څکلی شو چې له يوه ښه او پياوړی شاعر څخه ېې د پنځونو تمه کېدلای شي او د وخت او حالاتو رنګينه او اغېزمنه انځورګري پکې شوې وي او هغه د حمزه بابا په خبره چې:
جوړه مې د شعر قتلمه کړه خو ترخه ده
پټ پکې خواږه هم شته که څوک ېې وځکۍ۰
او په بل ځای کې وايي:
ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم
نو په زغرده ويلای شو چې خوږژبي شاعر اظهار هم د خوشال خان خټک د لارې لاروی دی، د رحمان بابا د ادبي مکتب له ښايستونو ېې رنګونه اخيستی، د حميد ماشوخيل، کاظم خان شيدا، عبدالقادر حټک او د پښتو د نورو محکښو شاعرانو د رنګينو خيالونو، خوږو فکرونو او نازکخياليو رڼا ېې خپله کړې او د غزلبول حمزه پر پلونو ېې قدمونه ايښي نو ځکه ېې شاعري له بيلابيلو ښکلاوو او رنګونو ډکه او د خپل قام د يوه رښتيني ترجمان په توګه ېې د خپلې ژبې د خدمت پور په ډيره ښه توګه ادا کړی  او لګيا دی ادا کوي ېې۰
پښتو ژبې او ادب د پرمختک او پياوړتيا لپاره د قدرمن اظهار خدمتونه او ستړياوي بايد هيڅکله له پامه ونه غورزول شي او کله چې د پښتو ژبې د ادبي ستورو او پښتو ادب د رښتينو او مخلصو خدمتګارانو او د پښتون قام د فن او هنر د اتلانو او مخکښانو تاريخ لیکل کېږي نو د ګران اظهار نوم به پکې ضرور تر سترګو کېږي او نوموړی ېې حقدار هم دی ځکه دا ښاغلی شپه او ورځ د خپلې ژبې د ودې او پرمحتګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او د ژوند زياته برخه ېې همدغو هڅو او هلوځلو ته ځانګړې کړې ده۰
راځۍ چې په ګډه د اظهارالله اظهار لوړ خيالونه او ژور فکرونه د نوموړي په شاعرۍ کې و لټوو او د نوموړي ادبي شخصيب پکې ومومو۰
په توده پښتنې مينه

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5448