ډاکتر قاضی حنیف الله حنیف

By Amanullah Nasrat - May 19, 2020

ډاکتر قاضی حنیف الله حنیف د پښتو ادب ځلاند ستوری او نوماند شاعر

قاضی حنیف الله حنیف د پښتو ژبې هغه ځلاند او روښانه ستوری دی چی د فن او هنر رڼا یی پښتو ژبې او ادب ته بې سارې ښکلا او ځلا وربښلی او نوموړی یی د ښو او نوموتو شاعرانو په کتار کې د ودرېدو حقدار کړی دی۰
د قاضی صیب شاعری خورا خوږه روانه او له هنری رنګونو ډکه ده چی په لوستو یی د لوستونکو پر زړونو ځانګړی اثر او خوږ اغیز کیږی او هغوی متاثروی. د قاضی حنیف شاعری د وطن او ولس له پاکې او سرشارې مبنی راټوکیدلی او د سوز او ګداز په روماني خمونو کې لمبیدلی ده همدا لامل دی چې په وینا کې یی پښتانه او ولسې رنګونه له ورایه ځلېږي او د یوې رښتینې مینې تاندې جذبې او څرګونه پکی سترګو سترګو ته کېږي۰
ښاغلی حنیف تل لکه د نورو قام پالو شاعرانو د خپل قام د پرتم، تورې، میړانې، ننګ او غیرت حماسې ویلي او د خپلو خلکو په دردونو او بدو ورځو دردیدلی او ژړېدلی او بی واره یی پرې اوښکی تویی کړی دی. ښاغلی قاضی په رښتیا هم چې په خپله پښتنه خاوره مین، د خپل ولس په درد دردمن او یو ریالست او وطنپال شاعر دی چې په شاعرۍ کی یی د نورو موضوعاتو ترڅنګ ملی رنګونه ښکاره او جوت دی او قومی احساس او د وطن دوستۍ روحیه پکې ډیره غښتلې، قوی او پیاوړی ده۰
د ښاغلی حنیف په شاعرۍ کی ځای ځای د عشق او مینې ولولی هم په غورځنګونو ښکاری او د خپل فن رومانی برخه یی هم پوره توده او ګرمه ساتلی ده او د لوستونکو د ذوق او شوق اړخ یی له پامه نه دی غورځولی۰ د نوموړی په شاعرۍ کې د موضوع او مقصد پوره خیال ساتل شوی او هر څه یی چې لیکلی په ډیر پام او فکر یی لیکلی او په تول او معیار یی پوره لیکلی همدا وجه ده چی شعرونه یی لوستونکی او اوریدونکی خوښوی او خپله ادبی تنده پرې ماتوی۰
ډاکتر قاضی د ولس په منځ کې اوسیږی او د ژوند سړی او تودې، غم او ښادي او ښې او بدې یی ټولې له خپل ولس او ټاټوبي سره تړلي نو همدا وجه ده کوم حالات چې یی په ولس تیریږي دی یی له بل هر چا زیات محسوسوي او هڅه کوي هغه د خپل قلم په ژبه بیان او د تاريخ پاڼو ته وسپاري
ښاغلی حنیف پوهیږی چی پښتون قام هغه وخت د لوړتيا او پرمختیا لوړو پوړیو ته رسیدلی شی چی له نفاق او ځانځانیو تیر شی او د مینې او وحدت لار خپله کړي او د یووالی، پیوستون او ورورولۍ لاسونه سره ورکړی. نوموړی باور لری چی نفاق او خپلمنځی دښمنۍ او بې ځایه تربګنۍ د قوم او وطن له تباهۍ او بربادۍ پرته بله هیڅ کومه ګټه او لاسته راوړنه نه لري او د خوشال بابا په وینا چې
كه غواړى چى احوال د فراقجنو درمعلوم شي
گــوره هـغـه زاڼى چى جـــدا ځى له کتـاره

یو له بل څخه لری والی د ژوند ټول رنګونه، خوندونه او ښکلاوی له لمنځه وړي او انساني ټولنې له بدبختیو او بیلابیلو ستونزو او غمبزو سره مخ کوي ځکه خو قاضی صیب په خپل قام د ملی یووالی او یو موټی کیدو غږ کوی او هغوی په یوه ټغر راټولیدو ته هڅوی
د قاضی صیب فن او هنر په ډیرو ستایلو او لیکلو ارزي او پښتو ژبی او ادب ته د نوموړی کارونه او خدمتونه په رښتیا هم خورا ارزښتمن او د هیچا له سترګو پټ نه دی او باید هروخت یی یادونه او ځلونه وشي. نور نو په همدې څو لنډو کرښو زه د خپل لیک لمن راټولوم او تمه لرم چی تاسو درانه ښاغلي به د قدرمن قاضی صاحب شعرونه او ویناوې په پوره مینه او اخلاص ولولۍ او له لوستلو به یی ګټه او خوند دواړه واخلئ
غصه ئې ما دپاره وي خندېږي چرته بل ځاى
ازغي زما نصيب کښې ګل غوړېږي چرته بل ځاى
يو ځل مې د چا سترګو نه په عمرکښې وو څښلي
تراوسه مې لا تنده نه ماتېږي چر ته بل ځاى
حنيفه دا پې مخي خو د تندر په مثال دي
پړقېږي چرته يو ځاى او غورزېږي چرته بل ځاى

د ښاغلي حنیف صاحب د فن او هنر دنبا دې تل رنګینه او ګلوربنه او د نوموي شاعرانه خیالونه. ولولې او جذبی دې د تل په څیر په څپو او ځلېدلو وی
په پښتنه مینه

امان الله نصرت
۱۴/۵/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5438