اطلس ګل اطلس

By Amanullah Nasrat - May 21, 2020

د اطلس ګل اطلس يکتا ته ځغلند نظر

ګوره هسې کردګار دی رب زما
چې صاحب د کل اختيار دی رب زما
نه ېې هيڅ حاجت په چا پورې موقوف دی
نه د هيچا منت بار دی رب زما
څه ماڼۍ ‎ چې د دنيا او د عقبی دي
د همه واړو معمار دی رب زما
عبدالرحمن مومند بابا

ديرش پنځه ديرش کاله مخکې مې اطلس ګل اطلس، شيرشاه ترخوي او بابای غزل حمزه صيب د رحمن بابا په مزار کې د ستر صوفي شاعر عبدالرحمن مومند په کلني عرس ( مشاعره ) کې ليدلی وو او هغه مهال دې ښاغلي د غونډې د  دريځ چارې پر مخ وړلې او امير حمزه خان شينواری د نوموړې غونډې صدر او يو صوبايي وزير چې نوم ېې رانه هير دی مشر ميلمه وو۰
د هغه وخت هغه خوږه خاطره مې اوس هم په ‌ذهن کې غزونې کوي چې کله ما په مشاعره کې خپل نظم واورولو او له سټيج څخه د خپلې ناستې ځای ته ولاړم اطلس ګل اطلس صيب بيا بلنه راکړه او وېې ويل څرنګه چې ښاغلي نصرت صيب د رحمان بابا اروا ته ډېر په زړه پورې نظم ډالۍ کړ او د عقيدت ژورې پېرزوينې ېې وړاندې کړې نو صدر مجلس غواړي په خپلو لاسونو ورته د غوړګې کتاب ډالۍ کړې او بيا چې کله زه سټيج ته ورغلم او بابا په خپلو ګلاليو لاسونو د غوړګې په کتاب ونازولم نو دا زما د ژوند له ټولو خوږه خاطره وه چې هيڅکله به مې هېره نه شي۰
هو رښتيا ما د ښاغلي اطلس ګل اطلس د حمدونو د ګل ګېډۍ ( يکتا ) خبره کوله، ( يکتا ) د قدرمن اطلس ګل اطلس صيب د حمديه کلامونو ټولګه ده چې په ۱۵۷ مخونو کې په ښکلي صحافت او مناسب کاغذ د ۵۰۰ ټوکو په شمير په اعراف پرنټرز محله جنګي پېښور کې د چاپ په ګاڼه سينګار شوې او دا وخت زما په لاسونو کې ده۰
ددې کتاب تړون د منلي او نوموتي اديب او ليکواله ارواښاد شيرشاه ترخوي صيب په نوم شوی  او اطلس صيب ليکلي چې:
( د خدای بښلي شيرشاه ترخوي په نوم چې زما او زما غوندې د ډېرو ملګرو ادبي روزنه ېې کړې ده )
ښاغلي اطلس ګل اطلس صيب خپله دا شعري ټولګه پروفيسر داورخان داود صيب او ښاغلي داد محمد دلسوز صيب ته ډالۍ کړې او داسې ېې ليکلي چې ( د محترم پروفيسر داورخان داور صيب او داد محمد دلسوز صيب روحونو ته چې ما ترې ادبي زده کړه کړې ده ۰ الله تعالی دې د دواړو جنتونه نصيب کړي) ۰  
په يکتا پروفيسر سميع الدين ارمان صيب خپل لنډ نظر ليکلی او بيا د پښتو نوموتي محقق، شاعر او ليکوال ښاغلي پروفيسر ډاکټر حنيف خليل صيب په زړه پورې نظر  د لوستونکو پام ځان ته را اړوي ښاغلی ډاکټر خليل ليکي:
( هسې نو ددې مجموعې د حمدونو د صنفي تنوع او شعري مهارت په حقله لکه چې وړاندې هم ورته اشاره شوې ده د ښاغلي شاعر د شعري کمال نښې زمونږ مخې ته راځي خو ليدلی د خالق کائنات د دغو نومونو د تشريح او وضاحت په لړ کې د اطلس ګل صيب د قطعاتو وړاندې کول کوم فني مهارت او  شعري کمال ېې د اسماالحسنی په منظوم کولو کې ښودلی دی ما بل چرته نه دی ضروري نه ګڼم خو د خالق د صفاتي نومونو ( الجبار، القهار، المتکبر ) د صفتونو نماينده قطعات په دې غرض راوړم چې د خالق دغه صفات هم د بندګانو سمې لارې ته د راتللو يوه زبردسته وسيله کېدی شي چې د بلې زاوېې نه پخپله دغه صفات ېې هم د کرم، جود و سخا، رحمت او رحمانيت دروازې پرانيزې )
الله تعالی پېريان او انسانان د خپل عبادت او بندګۍ لپاره پيدا کړي او ټول ېې په دې مکلف کړي چې د الله له ذکر او فکر نه غافل نه شي او د خپل رب او پيداکونکي ثنا او ستاينه د خپل ژوند برخه وګرځوي۰
د کائناتوستر خالق او د نړۍ لوی واکوال په خپل سپېڅلي کتاب قران عظيم الشان کې فرمايلي دي چې: 
( و ما خلقت الجن والانس الا ليعبدون ) ما پېريان او انسانان د خپل عبادت لپاره پيدا کړي نو دا د هر انسان ايماني دنده او ديني فريضه ده چې د خپل رب او خالق رښتينې بندګي او عبادت وکړي او يوه شيبه هم د ستر څښتن له ذکر او فکر نه غافل نه شي۰
د الله ج  ذکر او فکر زړونو ته سکون او ارامي وربښي او د انسان اروا خوشالوي،  د قران په مقدس او سپېڅلي کتاب کې په دې اړه داسې يادونه شوې ده: ( الا بذکرالله تطمئن القلوب ) او په يوه بل ايت کې راغلي چې فاذکروني اذکرکم وشکرولي ولا تکفرون۰
 اوس به راشو د ښاغلي اطلس ګل اطلس د حمدونو ټولګې يکتا ته چې شاعر پکې خپل په بېلابېلو وختونو کې ويل شوه حمديه شعرونه او نظمونه راټول کړي او د الله ج  جمال او جلال او لويي او عظمتونه ېې پکې ستايلي او د شعر په هنري رنګونو انځور کړي دي۰
د ښاغلي اطلس ګل اطلس  دا نوښت او ارزښتمن کار چې په پښتو ژبه ېې په لومړي ځل د پوره حمدونو ټولګه د چاپ په ګاڼه پسوللې ده په رښتيا هم چې د پوره ستاينې او د قدر وړ کار دی او په ډېره يادونه او ځلونه ارزي۰
ښاغلی اطلس ګل اطلس د پښتو ادب په ميدان کې يوه پېژندل شوې او نوموتې څيره ده چې ټول پښتانه او په ځانګړي ډول د شعر او ادب مينه وال ېې پېژني او د قدر او احترام په سترګو ورته ګوري۰
د نوموړي په شاعرۍ کې مونږ ټول هفه هنري رنګونه او فني ښايستونه او ښکلاوې ليدلای او محسوسولای شو چې د يوه ښه او معياري شعر لپاره اړين او لازم دی او د ښه او کره شعر تنده پرې ماتېدلای شي ۰
په کائنات دي راخورې دا ستا د نور پلوشې
دا ستا جلوې دي د جمال او د جلال خالقه
ستا ګويايي کن فيکون ده چې فنا نه لري
ځکه خو ستا ټول تخليقات دي د کمال خالقه
تا چې تخليق ته ترتيب ورکړو د خپل شان تر مخه
حادثاتي واقعه نه ده د خام خيال خالقه
محدوده ذهن د انسان پرې څه ادراک کوی شي
ستا لا محدوده تخليق نه لري مثال خالقه
دا ستا په نور باندې روښانه اسمانونه دي ټول
ځمکه دې هم ده په شغلو باندې سمبال خالقه
زار دې حکمت نخ چې تخليق دې کړو يو داسې نظام
چې په ترتيب سره روان دی په هر حال خالقه
په ما اطلس له خپله دره رحمت او وروې
ستا په دسترس کې دی عروج او هم زوال خالقه

د ښاغلي اطلس ګل اطلس په شاعرۍ کې ځای ځای د خدای ج د وحدانيت، قدرتونو، صفاتو او کمالاتو يادونه شوې او د تصوف عرفاني رنګونه او رڼاګانې پکې څرکونه وهي او ځلېږي۰
نوموړی وايي
وختونو کې تا ګوري موسمونو کې تا ګوري
رڼا کې دې هم ګوري ماښامونو کې تا ګوري
په دښتو نظر اچوي تور غرونو کې تا ګوري
هر ستوری لټوي په اسمانونو کې تا ګوري
هر کاڼي کې تا ګوري هم په شګه کې تا ګوري
ژوره کې تا ګوري هم په جګه کې تا ګوري

د ښاغلي اطلس ګل اطلس په شعري ټولګه کې غزلې، نظمونه، قطعات او نور فورمونه موجود دی او د شاعرۍ په بېلابېلو اصنافو کې ېې خپله طبع ازمايلې او  خپل شاعرانه خيالونه ېې پکې انځور کړي دي۰
د خپل جلال په حجابونو کې اې پټه ذاته
د انسان سوچ دغه مقام ته رسېدلی شي کله
ستا نور باطن دی ذات باطن دی ستا هرڅه باطن دي
د ادم فکر دغه بام ته رسېدلی نه شي
د ښاغلي اطلس ګل اطلس ( يکتا ) د فکر او فن په ټولو ښايستونو او غوښتنو سيراب او مالامال ښکاري او شاعر پکې له  خپل رب او د نړۍ له حقيقي خالق سره د خپلې ژوري مينې او سپېڅلې عقيدې اظهار په ډېر ښکلی او ماهرانه انداز کړی چې لوستونکي په ډېره اسانۍ او رسايۍ تر خپل اغيز او تاثير لاندې راولي  او پيغام ېې د اورېدونکو زړونو ته نيغ په نېغه لار کوي ۰
دا ځکه نظارې ېې همه واړه د صفات دي
خورې چې تجلې دا ستا د نور په کائنات دي
بې نياز ېې هم له هرې کمزورۍ نه بالاتره
صفات په هره خوله ځکه دا ستا د تخليقات دي
هر څوک چې ستا لټون کې د جلال او د جمال دي
هغوی ته ستا له لوري نه تحفې دي انعامات دي
چط ستا دي نامنونکي خواروزار ېې اخرت دی
ستا هر مومن د پاره جنتونه دي باغات دي
خپل ذات کې ته يکتا ېې خو هر څه کې محسوسېږې
اې خدايه د اطلس د تصور دا کيفيات دي

د ښاغلي اطلس ګل اطلس شاعري له خوندونو او پندونو ډکه ده او لوستونکو ته د الله ج په نعمتونو او پېرزوينو د شکر درس ورکوي او هغوي نيکو اعمالو او په صراط مستقيم تګ او عمل ته هڅوي۰
د اطلس ګل اطلس په شاعرۍ کې د الله د وحدانيت، لوی والي او بې نيازۍ يادونه په ډېرو بيتونو کې بيا بيا  شوې چې په لوستلو ېې د انسان ايمان لاپسې محکم او پياوړی کېږي او په تکرار ېې زړه او روح ته خوښي او خوږ احساس ورپه برخه کېږي۰
ښاغلی اظلس وايي:
ستا د لوی ذات ستا د صفاتو ربه څه ووايم
ستا د مخلوق او کائناتو ربه څه ووايم
ته لم يلد ولم يولد او لاشريک ېې ربه
ستا دې نه زيات د درجاتو ربه څه ووايم
فکر په زغل مې ستا تخليق ته دی هيڅ بريد نه مومي
ستا ددې واړه موجوداتو ربه څه ووايم
چې منور په ښکلي دين د محمد دې کړمه
زه ستا ددغه عناياتو ربه څه ووايم

او په يو بل ښکلی او زړه راښکونکي غزل کې داسې وايي:
نه له تانه څوک پيدا دی او نه ته له چا پيدا ېې
ته بې نياز ېې زما ربه ته يکتا ېې ته يکتا ېې
نه دې څوک چرته همسر شته نه په تا باندې څوک بر شته
هر بنده دا ستا محتاج دی نه خو ته محتاج د چا ېې
ستا ولقه کې زما ژوند دی ستا په رحم و په کرم دی
کور د زړه مې ستا مسکن دی ته مې مل د هرې سا ېې
ته لايق د عبادت ېې ستا لويي د صفت وړ ده
کل اختيار ېې زما ربه ته مولا ېې ته مولا ېې
ما مشغول کړه په خپل ذکر ستا په در کې مې دا سوال دی
زه اطلس درنه راضي يم خو چې ته له ما رضا ېې

د ( يکتا ) شعري غونډ په وروستيو پاڼو کې د اسما الحسنی برخه راځي چې شاعر پکې د خپل پروردګار په هر نوم يوه قطعه ليکلې چې د الله د ذا ت او صفاتو تعريف او تفسير پکې شوی او په لوستلو ېې لوستونکي له  ژور روحاني اثر او کيفيت سره مخ کېږي او په زړه کې ېې د ايمان جذبې او ولولې په غورځنګونو او څپو راولي۰
د همدغو خوږو او په زړه پورې قطعاتو يو څو بېلګې په لاندې ډول تاسو درنو او قدرمنو لوستونکو سره شريکوم هيله ده چې خوښې مو شي او خوند ترې واخلۍ:
ربه د ځمکې او اسمان مالک ېې
ستا د لويۍ ستا عظمت نه قربان
د کائنات هره زره کې ته ېې
ستا له حرمت ستا له رفعت نه قربان
يا دا چې:
مايوسي نشته ستا په در کې د لوېۍ خاونده
ستا چې صفت کوي ته هغه څوک کامرانه ساتې
ته خوشالۍ ېې د دنيا او اخرت نصيب کړې
تيارو نه لرې وي ژوندون ورته روښانه ساتې

د اسماالحسنی  زړه راښکونکو قطعاتو او خوندورو اشعارو ددې کتاب اهميت او ارزښت يو په دوه کړی او دا له فيض او رڼاګانو ډک کتاب په يوه ډېره خوږه منظومه دعا پای ته رسېدلې چې يو څو ښکلي او زړه ناستي بيتونه ېې داسې دي:
پروردګاره مونږه شر نه د شيطان وساتې
هم مو د نفس له غلبې ځنې ايمان وساتي
ربه عاز يو درنه سوال د عافيت کوو مونږ
دنيا مو ښه کړې اخرت مو له نقصان وساتې
ربه د چا ظلم او زور غالب په مونږه نه کړې
مونږه د رحم د نظر لاندې هر ان وساتې
ته هغه ذات ېې چې په سخته کې هر چاته رسې
خو سخت ساعت نه ربه مونږه په امان وساتې
دا ستا په هر څه تسلط دی د جلال خاونده
مونږه له خپل قهر او غضب نه هر زمان وساتې
زمونږ ژوندي زمونږه مړه زمونږ حاضر او غايب
د اخرت په خوشالو کې ېې ګوزران وساتې
ښاغلي اطلس ګل اطلس صيب معياري او مقصدي شاعري کړې او په هره وينا کې ېې د فکر او فن پلوشې غوړېدلې او په ځلېدو ښکاري، د هنري رنګونو او فني ښکلاوو سره سره ېې د موضوع او مضمون له پلوه شاعري بې سارې او بې جوړې ده او مقصدي او له حکمت او علميت نه ډکه شاعري ورته ويلای شو۰
د ښاغلي اطلس شاعري که هر څومر وستايو او تعريفونه ېې وکړو  دا ښاغلی ېې حقدار دی او د پښتو ژبې دا خوږ ژبې بلبل د معاصرو شاعرانو په کتار کې په لومړي صف کې د ودرېدو او يادېدو جوګه دی۰
زه قدرمن اطلس ګل اطلس صيب ته ددغه ارزښتناک کتاب د چاپ مبارکي وايم او له ستر او سپېڅلي رب څخه ورته د لازياتو بريو، خوښيو او سرلوړيو دعا کوم او په همدې هيله او ارزو تاسو درانه د شعر او ادب مينه وال د ( يکتا ) لوستلو او اورېدلو ته رابولم۰
په ډېر درنښت او احترام
امان الله نصرت
۲۹/۲/۱۰۲۰
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5116