د لايق شاعرانه بېخودي

By Amanullah Nasrat - May 21, 2020

د ښاغلي لايق شاعرانه بې خودي

ښاغلی لايق زاده لايق د پښتو ژبې له ځلانده ستورو او نوموتو شاعرانو څخه دی چې په لر او بر پښتونخوا کې ېې پښتانه او په ځانګړي ډول د شعر او ادب مينه وال له خواږه نامه سره اشنايي لري او  دده شاعري د زړه په مينه لولي او خوْښوي ېې۰
د ښاغلي لايق په شاعرۍ کې مونږ د ژوند بېلابېل رنګونه او ښايستونه ليدلای شو او نوموړي نه يواځې دا چې  په خپل هر کلام کې د ظريفانه لفظونو جادوګري کړې او د جمال او کمال نښې پکې ځلېږي بلکه  د مضمون او هدف له پلوه ېې هم د شاعرۍ پله درنه او  د فکر او فن دواړو خيال پکې ساتلی   شوی دی۰
د لايق صيب د شاعرۍ کمال په دې کې دي چې هر هغه لوستونکی چې دده شعرونه لولي نو هغه تر پايه له ځان سره بياېې او د خپل تخيل تل ته ېې ورښکته کوي او د خپل فن رنګونه او د فکر اغېز ېې پر زړه ورکښېنوي۰
لايق زاده لايق په خپلو ادبي پنځونو کې د ښه موضوع او نوي مضمون تر څنګ د فني نزاکتونو او تکنيکي غوښتنو خيال هم ساتلی او په شعوري ډول ېې هڅه  کړې چې څه ليکي نو ښه او کره ېې وليکي او په تول ېې پوره وليکي۰
لکه څرنګه چې شاعر ته د ټولنې او ولس سترګې ويل کېږي او د خپل چاپېريال د ترجمان او انځورګر په توګه ېې خلک پېژني نو په همدې کتار کې  لايق د حساس زړه او ژور نظر خاوند دی او تل ېې په خپله شاعرۍ کې د خپلې خاورې او وګړو د ژوند د بېلابېلو اړخونو او حالاتو کره او حقيقي انځورونه او تصويرونه کښلي او زمونږ مخې ته اېښي دي۰ نوموړي د يو رښتينی او منلی فنکار، عکاس او هنرمند په حيث  په پوره امانت او مهارت  خپل دا رسالت تر سر کړی  او په همدې ميدانونو کې ېې خورا ارزښتمن او تلپاتې کارونه کړي ، ښې لاسته راوړنې ېې لرلي او له هيچا وروسته نه دی پاتې شوی۰
ښاغلی لايق چې کله په خپل شاعرانه تخيل کې بې خوده شوی نو له يوه حيرانونکي کيفيت او حالت سره مخ شوی او له خولې ېې د ضمير او وجدان سپېڅلي او له نفساني خواهشاتو او شيطاني اوهامو او وسوسو پاک غږونه راوتلي او دده په سندريزو نغمو کې ېې غزونې کړي دي۰
چې مې وکتل د ځان په ائينه کې
بې خودي مې د خپل ځان په ننداره شوه

او په همدې بې خودۍ کې ېې په غير ارادي ډول خپل ورک وجود د خلقت او بندګۍ په بې ريا هنداره کې وليد او لاندې الفاظ ېې زمزمه او د خپل فن په هنري مزو کې وپېيل
څوک چې ژوند کې د الفت په راز خبر شي
د خپل ځان د حقيقت په راز خبر شي

د منصور غوندې په جار انالحق وايي
چې کثرت کې د وحدت په حال خبر شي

په سينه کې درد هله خبرې زده کړي
چې ارمان د محبت په راز خبر شي

سر چې ښکته په تعظيم او عاجزۍ شي
بندګي د عبادت په راز خبر شي

بې خودي چې د جنون ټپه شروع کړي
لېونتوب د بغاوت په راز خبر شي

سړی هله په ځان پوهه شي لايقه
چې خلوت کې د جلوت په راز خبر شي
د ښاغلي لايق په شاعرۍ کې  مونږ د مينې، انسان دوستۍ، پښتونولۍ او وطن پالنې تر څنګ عرفاني او تصوفي  او مذهبي شعرونه هم په  لوړه کچه ليدلای او لوستلای شو چې د نوموړي شاعري ېې په خپله غېږ کې رانغښتي او رنګونه او ښکلا ېې وربښلې ده۰
لايق صيب څه ښه وايي:

چې دردونه مې ګويا شي شاعري شي
بې خودي چې مې سيوا شي شاعري شي

چې کثرت کې د وحدت رنګونه وينم
هره سا مې (الالله) شي شاعري شي

په احساس چې مې ښايست د حرم خور شي
محبت مې د اقا شي شاعري شي

چې قرار مې کړي وختونه ناقراره
اسوېلي مې په خوله راشي شاعري شي

د قام غم چې مې له زړه نه راچاپېر شي
ارمانونه مې سودا شي شاعري شي

دي رنګونه د الهام واړه لايقه
کله دا شي کله دا شي شاعري شي

او په يو بل ښکلي او زړه راښکونکي شعر کې د ژوند د پژښو  او  د خپل ځان، مکان او زمان د سړو تودو او حالاتو يادونه په ډېر مهارت او ژور فکر او لوړ نظر داسې له مونږ سره شريکوي او وايي

چې تڼۍ مې شوکېدلي د ګرېوان دي
ډېر غمونه مې زغملي د دوران دي

سرمايه زما د ټول ليوني عمر
بس يو څو تنه خواږه خواږه ياران دي

مينه څه ده وفا څه ده جنون څه دی
دا خبرې د شعور او د وجدان دي

چې کتلي مې د ځان په ائينه کې
لا تر اوسه مې خوبونه په لړزان دي

همه واړه ستا له سترګو صدقه شه
که رنګونه که ګلونه که خوبان دي

دا اثر د چا د مينې دی لايقه
چې غمونه مې غمونو ته حيران دي

لايق صيب له ماديت نه معنويت ته په ډېر اهميت او ارښت قايل دی او په خپلو بېلابېلو غزلونو کې ېې دا اظهار او څرګندونه لکه د اور اورکي ځلا او رڼا کوي او تر سترګو کېږي۰
لايق صيب وايي
د دنيا په تخت و تاج به ېې ورنه کړم
هغه څه چې ما موندلي دروېشۍ کې

او په يوه بل شعر کې ېې دا مطلب په لاندې ټکو کې داسې انځور کړی:

که د ژوند په حقيقت پوهېدل غواړې
دنيا پرېږده د رندانو په مسلک شه
د نظر هر يو نظر به دې بينا شي
ته يو ځل د سالکانو په مسلک شه

لايق صيب پښتو ادب ته د قدر وړ خدمتونه کړي او د نظم او نثر دواړه برخې ېې پاللي او ډېر ارزښتناک او ګټور اثار ېې کښلي دي  که هغه درامې دي که افسانې دي تذ‌کرې او که سفرنامې دي او يا د نظم او شاعرۍ ښاخ دی۰  نوموړي په هره برخه کې پاخه او د پام وړ ګامونه اخيستي او خپله ژبه ېې شتمنه کړې او ځلولې ده۰
لايق د پښتو ادب پر تندي د ښکلا او ښايست رنګين خالونه ايښي چې جلوو او رڼا ګانو ېې په لر او بر پښتونخوا کې غزونې کړي اود  سندريزو زمزمو انګازې  ېې د پښتنو په کلو او ښارونو او غرونو او سردرو کې خپرې دي او د خلکو غوږونو ته رسېږي۰
مونږ د ښاغلي لايق کار او زيار ته د قدر په سترګو ګورو او د پښتو ژبې د ښکلا او پرمختګ لپاره ېې د خدمتونو او ستړياوو ستاينه او ځلونه کوو ۰
لايق صيب د د پښتو ادب د روان بهير د يوه منلي او نوښتګر شاعر او اديب په توګه د پښتنو په زړونو کې ځانګړی ځای لري او تر اوسه ېې ۳۸ ادبي او علمي کتابونه د چاپ په ګاڼه پسوللي او خپلې پښتنې ټولنې ته وړاندې کړي دي۰
لايق صيب د شاعرۍ تر څنګ د تحقيق او تخليق په برخه کې هم د پام وړ کار کړي او نوموړي د خپلو  ارزښتمنو ادبي او علمي  خدمتونو او کارونو له امله په ۲۰۱۵ م کال کې د پاکستان صدارتي ايوارډ (تمغه امتياز) هم تر لاسه کړی او په يو شمير نورو لويو او وړو ستاينليکونو او ايوارډونو نازول شوی دی۰
له يادو شوو ټولو ښېګڼو او ښکلاوو سره سره ښاغلی لايق يو دروند، خوږ، مهربان، بې کبره او له مينې ډک انسان دی او د ايمان او پښتونولۍ  هغه ټول ښايستونه او خويونه پکې شته چې له يوه ښه مسلمان پښتون سره ښايي  او سړی پرې حساب کولای شي۰
که د ښاغلي لايق صيب په ژوند او فن هرڅومره ليکل وشي او د نوموړي د ادبي شخصيت او سيرت  ستاينه پکې وشي زما په اند بيا به هم کمه وي او دې ېې بې له شکه حقدار هم دی خو زه د ګران او قدرمن لايق صيب چې زه ورته ځانګړی عقيدت لرم د اوږود عمر او سوکاله او سرلوړي ژوند په هيله  خپلو خبرو ته د پای ټکی ږدم او تاسو د شعر او ادب درانه او ګلالي مينه وال ېې د کښلو اثارو لوستلو ته رابولم۰
په پښتنه مينه او شاعرانه ولولو
امان الله نصرت
۸/۹/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5448