زخم د ګلاب د چم سندره شوه

By Amanullah Nasrat - May 21, 2020

زخم د ګلاب د چم سندره شوه

چې کشور د افغانانو معطر کا
د هر بيت مصرع مې زلفې د خوبان کړې
عبدالرحمن مومند

شعر او شاعري يوه الهي  ورکړه او پېرزوينه ده چې په الهامي ډول د انسان په برخه کېږي او هغه پکې خپل فکر او خيال ته د هنر او ښايست رنګونه ورکوي او د لفظونو ملغلرې د خپل فن په رنګينو تارونو کې پېيي۰
څرنګه چې شاعر ته الله ج حساس زړه او ژور نظر ورکړی همدا لامل دی هر هغه څه چې په ټولنه او چاپېريال کې پېښېږي هغه محسوسوي او د ژوند په پټو اسرارو او رموزو د خپلې ټولنې له نورو غړو ښه او بهتر پوهېږي۰
پروفيسر ډاکټر اظهار الله اظهار صېب يو له هغو نوموتو شاعرانو او ليکوالانو څخه دی چې د خپلې خاورې او اولس ترجماني په ډېر مهارت او موثر انداز کوي او د پښتون زړه په پښتنه وينه کې ېې د خپل قام او اولس د مينې او عشق  سره ورګډ دي
د ډاکټر اظهار ( زخم د ګلاب د چم سندره )  شوه نوی چاب شوی کتاب دا وخت زما په لاسونو کې دی او زه ېې په هر شعر او نظم کې د ګلاب ګلاب زخمونو درد درد څړيکې محسوسوم او د سوي زړه ساندې او سلګۍ ېې اورم۰
ډاکټر صېب سربېره په دې چې يو ښه استاد او د تحقيق، تخليق او تنقيد په برخه کې د لوړ استعداد خاوند دی په پښتنه ټولنه کې ېې خلک د ښه او تکړه شاعر په توګه پېژني او د شعر او ادب مينه وال ېې شاعري خوښوي او مينه ورسره لري۰
ښاغلي ډاکټر اظهار په خپله شاعرۍ کې د نوښت او ابتکار شعوري هڅه کړې او نوموړی په خپل دې کوښښ کې تر ډېره بريالی او برلاسی ښکاري۰
محترم اظهار  د خپلو شعرونو لپاره نوي او تازه موضوعات غوره کړي او له زړو، بيا بيا ويل شوو او تکراري جملو او مفاهيمو ېې خپله وينا ژغورلې ده ۰
اظهارالله اظهار په خپله شاعرۍ کې له نازکخيالۍ، موشګافۍ او سندريزو ولولو   کار اخيستی او ډېر ښکلي 
تشبيهات، استعارات او کنايات ېې کارولي دي او خپلو لفظونو ته ېې هنري رنګونه او ښکلا ورکړې ده۰
ډاکټر اظهار يو خوږ او مهربان انسان دی همدا لامل دی چې شاعر زړه ېې له مينې او انساني عواطفو ډک 
او دا هر څه ېې په هر  شعر او هره وينا کې ښکاره او جوت دی۰
هغه چې کله هم قلم را اخيستی نو درد درد لفظونه ېې سندريز کړي او د ژوند ترخه او ويرجن حالات ېې مونږ ته په خوږو او رنګينو لفظونو کې مخې ته ايښي دی او خپل مطلب ېې په ډېر مهارت په ښکلي انداز بيان کړی دی۰
هغه وايي
ستا د محبت د يو نظر سره به لاړه شي
ستړې قافله ده د سفر سره به لاړه شي

ځان سره به يوسي د رخسار ګلاب ګلاب شفق
څړيکه ده، اسمان ته د پرهر سره به لاړه شي

مينه ددې کلي په دستور باندې پوهېږي نه
روغې له به راشي خو د شر سره به لاړه شي

دغه غزاله چې راروانه ده زما په لور
ترنده راځي خو د باور سره به لاړه شي

وروسته به د ژوند د محرومۍ علاج په څه کوو
دغه خوشالي خو د اختر سره به لاړه شي

ماته د ګلرنګو د فريب مينه معلومه ده
راکه شي يواځې د اښکر سره به لاړه شي

حسن او ښکلا هغه څه دي چې هر څوک ېې خوښوي او د هر انسان په زړه ژور تاثير او اغېز کوي،  شاعر هم چې د حساس زړه خاوند وي  او د حسن پرست په نوم يادېږي د حسن او ښايست په قدر له نورو ښه پوهېږي او د خپل هنر په زور هغه لاپسې ځلوي او نور ېې هم ښکلی کوی۰
ډاکټر اظهار وايي

زلفې ېې پرېشانه دي طوفان کې راروانه ده
اوښکې اوښکې پېغله په باران کې راروانه ده

رنګ رنګ رڼاګانې پلوشې ترينه چاپېره دي
ځمکه ده که دا په کهکشان کې راروانه ده
اوښکې د جانان سترګو کې ستوري شول ګډا کوي
سا مې بيا د مينې په ارمان کې راروانه ده

مينه د شاعر په وينه کې ورګډه وي او بيا د خپل يار په پاکه او رښتينې مينه کې شاعر د زهرو ګوټ ته هم تيار وي او په دې لاره کې د خپل  سر او مال ځارولو ته هر وخت  اماده  برېښي،  ښاغلي اظهار د خپلې تودې او سپېڅلې مينې او په خپله مينه کې د قربانۍ  اظهار په داسې خواږه او ډاډمن انداز کې کړې چې وايي

ستا د پېغور ستا د الزامه وروسته شوی نه يم
د خپل سحر د خپل ماښامه وروسته شوی نه يم

ستا هر نفرت له مې ګلاب ګلاب رنګونه راوړل
د ژوند د مينې د پيغامه وروسته شوی نه يم

دې ته مې نه کتل چې زهر که شراب دې پکې
چې تا راکړی دی د چامه ورسته شوی نه يم

د ژوند په اور کې په خندا خندا سوځېږمه زه
د محبت په تور بدنامه وروسته شوی نه يم

سلګۍ سلګۍ مې په سکروټو باندې پښې اېښط دي
خو ستا د در او ستا د بامه وروسته شوی نه يم

څه که جانان ماته زما د قتل شرط اېښی دی
اظهاره زه د خپل انجامه وروسته شوی نه يم

  ډاکټر اظهار د عشق او مينې، ساز او ګداز او  ښکلا او رنګونو ترڅنګ ځای ځای دينې او اخلاقي اقدار هم   د خپلې شاعرۍ په غېږه کې رانغښتي او زمونږ مخې ته اېښي دي نوموړی وايي
د شپې فريب اوس په بيا بيا مخې ته څنګه راځي
ورکې تيارې شه د رڼا مخې ته څنګه راځي

خدای شته تيارې د پلوشو لارې نيوی نه شي خو
دا چراغونه د هوا مخې ته څنګه راځي

د زړه کعبه چې الوده ساتي په تور د ريا
د ائينې غوندې صفا مخې ته څنګه راځي

د زړه درزا مې د حيرت په مرحله ودروي
دغه دروغ دغه رشتيا مخې ته څنګه راځي

که مط سفر وي د بلال د اذانونو په لور
لاره کې بله تمنا مخې ته څنګه راځي

اظهاره زه که په رښتيا مخ په قبله ولاړ يم
په هر قدم راله دنيا مخې له څنګه راځي

په لاندې بيتونو کې ېې د خپل ټينګ ايمان اظهار په ډېرو خوږو الفاظو او رنګين هنري انداز کړی چې په ستايلو ارزي:
مصلحتونو مې ايمان بې لارې کړی نه دی
يمه ملنګ خو د بادشاه دربار کې نه اودرېږم

ما سره لاس کې د خليل توره ده سر ېې وهم
زه د بتانو سره يو قطار کې نه اودرېږم

او په يو بل غزل کې بيا  د خپلو عقيدوي احساساتو څرګندونه په عرفاني انداز کې کوي او داسې وايي
ژوند د داسې خلکو په فريب کې راګير شوی دی
ستايي به ګلاب او د ښکلا سره جنګ وچېړي

ستا د ښايستونو تذکرې کوي په هر قدم
بيا هم بدنصېبه ګوره تاسره جنګ وچېړي

داسې فريب جن دي چې د مينې او د ژوند په نوم
اور شي سمندر کې او هوا سره جنګ وچېړي

زه اظهار ېې هم مدام په توره استقبال کوم
خپله هم برباد شي چې الله سره جنګ وچېړي

له خپلې خاورې او خپل قام سره مينه د انساني فطرت يوه ځانګړنه ده او د هر انسان  زړه او وينه کې دا مينه او جذبه په غير ارادې ډول راټوکېږي او په غورځنګونو وي۰
  شاعر چې د يوې ټولنې او چاپېريال عکاس او انځور ګر وي هر هغه څه چې دده په خواوشا کې پېښېږي او  تيرېږي دا ېې ويني ګورې او ژور نظر پرې ساتي او بيا همدغه حالات او واقعات د خپل فن په غېږه کې رانغاړي، عکاسي ېې کوي  او انځور ېې کاږي۰
ډاکټر اظهار چې د خپل وطن او اولس په درد دردېدلی شاعر دي د خپلې پښتنې خاورې په غميزو او بدو ورځو تل ژړېدلی او بې واره ېې اوښکې تويي کړي دي هغه چې په خپله خاوره کوم ويرجن او تاوجن حالات لېدلي هغو ته ېې په خپله وينا کې ځای ورکړی او په ډېر ښکلی او ماهرانه انداز ېې ورته اځورګري کړي او د تاريخ پاڼو ته ېې سپارلي دي۰ اظهار صېب د خپل هېواد ناخوالې او غملړلي حالات په خپل يوه شهکار نظم کې په داسې درد درد لفظونو او وينو وينو اوښکو کې بيان کړی او  واېې

سحر ماښام سبا بېګا وژلی کېږمه زه
هم په تياره هم په رڼا وژلی کېږمه زه
يو ځل خو نه دی په بيا بيا وژلی کېږمه زه

قاتله سترګو کې دې بيا د وينو رنګ راوړی
زه امن غواړم تا زما وطن ته جنګ راوړی

سلګۍ سلګۍ، ماتم ماتم، زخمې ځېګر ولاړ يم
د کور بنياد مې لوټې لوټې شو اوتر ولاړ يم
د خپل احساس د خپل وجود نه بې خبر ولاړ يم
ګلاب ګلاب وطن کط زه پرهر پرهر ولاړ يم

زما د امن د پيغام ماله سزا راکوي
اوس راله ملا ماتوی، زور د انتها راکوي

په يوه بل غزل کې د خپلې خاورې په پرهر پرهر ګلابونو لکه د پرخې ژړېدلی  او په غير شعوري ډول ېې د قلم له نوکې اوښکې څڅېدلي او د خپل چاپېريال او پښتنې ټولنې اورورين او جګړه اېز حالات ېې د کاغذ پر پاڼو داسې په ښکلي انداز کښلي او ترسيم کړي دي

زمونږ سندرې هم زمونږه په اختيار کې نه دي
له هرې سا سره راخور کړي دلته اور جنګونه

زما وطنه ستا ميراث کې رسېدلي دي جوړ
دا زلزلې دا قيامتونه چغې شور جنګونه

مونږ چې هېره چرته خوب د خوشالو ووينو
زمونږ کورونه کړي په مونږ باندې نسکور جنګونه

ما محبت هير کړی نه دی خو جانانه زما
د زړه نه اوباسي بېخي د مينې زور جنګونه

مانه زما د ننګ شمله د قام ناموس شوکوي
اظهاره دا الزام الزام پېغور پېغور جنګونه

نو دا به اوس تاسو ته د لمر په شان روښانه شوې وي چې ډاکټر اظهار  د معاصرو شاعرانو په ليکه کې د لوړ مقام څښتن دی او شاعري ېې پخه، روانه، او د هنر په رنګونو رنګينه او پسوللې ده۰
مونږ د نوموړي په شاعرۍ کې ټول هغه ښايستونه او رمزونه ليدلای او موندلای شو چې له ژور تخيل نه راټوکېدلي او د فکر اوخيال د رنګينو عواطفو له فکري تړون څخه ېې سرچينه نيولې وي۰
هغه په پوره مهارت او استادۍ د خپل زړه ګلاب ګلاب زخمونه سندريز کړي او په ډېر ښکلي او زړه راښکونکې انداز زمونږ مخې ته اېښي دي نو راځۍ چې قدر ېې وکړو او د زړه په مينه ېې ونازوو۰
د ژوند لارې ېې رنګينې او ګلورينې اوسه!
په توده شاعرانه مينه
امان الله نصرت
۱۷/۱۱/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5504