شاکر اورکزی

By Amanullah Nasrat - May 21, 2020

شاکر اورکزی د خپل ځلک په ائينه کې

شاعران د قام سترګې دي او څه چې په خپله ټولنه او چاپېريال کې ويني هغو ته د شعر ژبه ورکوي، انځوروي ېې او د د خپلې ژبې او ادب د تاريخ پاڼو ته ېې سپاري۰
شاعر د خپل شعر په شعوري غږونو او سندريزو پيغامونو خپل قام او اولس ته پوهه او شعور ورکوي، د حالاتو له څرنګوالي او نزاکتونو  ېې خبروي او د هدف او منزل د رسېدو لارې او ګودرونه ورته ښايي۰
څرنګه چې شاعران د پياوړي احساس او حساسو زړونو خاوندان وي نو د ټولنې د نورو غړو په پرتله د خپلې خاورې په حالاتو او وافعاتو ژور ظر ساتي او له نږدې ېې څاري او هغه څه وينې او درکوي ېې چې په ټولنه کې پېښېږي او د خلکو له ژوند سره تړلي وي۰
ځلک د اغلي شاکر اورکزي د شعرونو ټولګه ده چې په ۱۳۸ مخونو د اورکزي ادبي قافله ( رجسټرډ ) له خوا د پېښور په منګل کتاب کور کې په ښه صحافت او مناسب کاغذ کې د چاپ په ګاڼه سينګار شوې او د شعر او ادب مينه والو ته ډالۍ وې ده۰
د کتاب مخپاڼه کلې ډېزاين وې چې د لوستونکو پام ځان ته را اړوي او د مخپاڼې پر څټ د ښاغلي اعجاز خټک د ليک کرښې تر سترګو کېږي چې د کتاب په اړه ېې کښلې دي نوموړی ليکي:
(ارواښاد قمر راهي صيب د مردان د غزل په هکله ويلي وو چې د مردان غزل زما دی خو دا يو حقيقت دی چې په نن وخت د پښتو غزل د اورکزو دی۰ که څوک مانه دا پوښتنه وکړي چې په اورکزو کې د سر درې شاعران کوم کوم دي؟ نو زه به ورته اووايم چې ممتاز اورکزی، اختيارالله اورکزی او شاکر اورکزی۰
نن سبا چې شاکر اورکزي د خپلې ژورې مطالعې، ژورې تجزېې او تېزې مشاهدې په زور کومه شاعري کوي هغه د موجوده حالاتو ترجمانه هم ده د جدت، رومانويت او د حقيقت نګارۍ په لوازماتو هم پوره ده او د هغه غزل د جديد غزل ټولې تقاضې هم پوره کوي)۰
د ځلک په شاپاڼه    پروفيسر ډاکټر نصرالله خان وزير ليکنه ليدل کېږي هغه خپل نئر په لاندې ټکو کې څرګند کړی دی:
( د شاکر اورکزي شاعرانه احساسات که څه هم د ۱۹۹۹ نه را پو دېخوا راټوکېدلي داو تر دې دمه ېې لږ و ډېر اتلس کاله مزل کدی دی يقينا په ابتدا کې به د ده د شعر بير يو څه لرځاند او يا د تاودو جذباتو پامت دار پاتې وی وي خو د وخت پ تېرېدو او د ال ذوق سره د صحبت په اساس ېې دغه احساس لا قوي او دقيق وی ۰ همدغسې که مانه وپوښتل شي چې د ځلک او شاکر تعبير په لنډو ټکو کې بيان کړه نو وبه وايم دا د محمد خليل (شاکر اورکزي) د تندو جذباتو او روانو احساساتو ظهور دی چې هغه د اورکزيو له سيمې پښتنې جهان ته وړاندې کړی دی زه د شاکر او د شاکر د شعر نه هيله من يم چې دا به د پښتود پاره د يو ښه زيري سبب وګرځي او ده ته په دې زيار د تبريک کلمات وړاندې کوم)۰
د کتاب د شاپاڼې پر څټ د ډاکټر وزير شادان نظر کخې ت راځي او د ځلک په اړه ېې خپل نظر داسې څرګند کړی دی
( ځلک د اکر اورکزې اولنۍ شعري مجموعه ده چې زما په نزد د موجوده دور د معيار په تله پوره ده ځکه چې ډېر غزلونه ېې د لوستونکي څخه بې ساخته داد اخلي او د داخليت او خارجيت هغه مخصوصې خوبۍ لري جومې چې د يوې معياري شاعرۍ د پاره ضروري بللی شي۰
ښاغلی شاکر اورکزی د غزل شاعر دی په غزل کې ېې د خپل روماني سفر عکسونه هم جوت برېښي او د احساس پ قلم ېې د پښتنې زخمي معاشرې انځورونه هم د شعر په بڼه د ځلک برخه ګرځولې ده  لفظي ترکيبونه ېې په زړه پورې دي شعر ېې د جدت، غنايت او د معنويت په خوږو ډک دی ځينې نوي موضوعات ېې په ډېر ځانګړي او زړ پورې انداز منظوم کړي دي اسلوب ېې روان، ښکلی او خوندور دی۰
ښاغلی شاکر د نوي کهول نماينده شاعر دی د هغوی کلام په نوو رجحاناتو کې يوه اضافه ده او د روڼ مستقبل اميد دی)۰
د کتاب تړون ( د وخت په نوم  چې خپله يو لوی نقاد دی ) شوی دی او نوموړي خپله دا شعري ټولګه  د ( هغه پښتنو په نوم په پښتو ويلو، لوستلو، ليکلو او کولو وياړ محسوسوي او د ګلبلايزېشن په دې دور کې هم خپل پښتون شناخت ژوندی ساتي) ډالۍ کړې دی۰
په دې شعري غونډ ښاغلي قيصر افريدي، شاغلي جاويد احساس او ښاغلي سميع الدين ارمان ښې اوږدې او غوښنې تعريفي او تنقيدي نظرونه څرګند کړي او د اورکزي صيب د شاعرۍ او فن په اړ ېې خپلې تجزېې وړاندې کړې دي۰ د شاعر له خپلې ليکنې سره دا هر څه ۳۲ مخونو ته غزېدلي دي چې د کتاب ډېره برخه ېې نيولي ده او د شعرونو برخه ېې ۱۰۵ مخونو ته را کمه کړې ده ددې کتاب په يوويشت مخونو کې نظمونه دوه مخونو کې يو يو بيت او دوه مخونو کې قطعات ليکل شوی  او نورې پاتې پاڼې ېې غزلونو ته ځانګړي شوي دي۰
په ځلک کې ښاغلي اورکزي د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې خپل ويل شوي شعرونه  راټول کړي او که په دې کلونو کې شاعر نوره شاعري نه وي کړي نو دا جوتېږي چې  د اوو کلونو په اوږدو کې له شاعر سره د شعر ښاپېرۍ ډېره ملګرتيا نه ده کړې او نوموړي خپل فن ته لازم وخت نه دې ورکړی۰
 په ټوليز ډول د ښاغلي شاکر اورکزي شاعري روانه، ساده او عام فهمه ده او ټولې هغه فني ښکلاوې او رنګونه پکې شته چې د يوه ښه او کره شعر غوښتنې او لوازمات دي او د شاعر وينا معياري کوي۰
په ځلک کې د شعرونو بسم الله پ حمد باري تعالی وې ده او نوموړي د کائناتو د ستر خالق ستاينه او درناوی په لاندې ډول کړی دی
هم جميل دی هم جمال دی
هم جليل دی هم جلال دی
چې زما د زړه قرار دی
هغه صاحب کمال دی
هر تغير نه مبرا دی
په هر حال کې په يو حال دی
چئ خالق د کائنات دی
لايزال او لازوال دی
چې د حسن سرچينه ده
محبت کې بې مثال دی
د الله له ثنا او صفت نه وروسته د سور کائنات او فخر موجودات په ستاينه او ځلونه کې يو ښکلی نعت شريف مخې ته راځي چې يو څو بيتونه ېې په لاندې ډول دي
ستا د شفقت د باغ وږمې چې راخورېږي په ما
دومره پوهېږم سکينه ده راورېږي په ما
ستا تورو زلفو د سپين مخ په برکت جانانه
د کائنات د ورځو پو راز افشا کېږي په ما
په تا ايمان لرم خو ستا په لاره ګام نه اخلم
دا ستا کرم دی چې اسمان نه راماتېږي په ما
اې رحمه اللعالمينه په دې ټول جهان کې
داسې څوک نشته چې زره ېې زړه خوږېږي په ما

شاکر اورکزی صيب د خپلې ټولنې او خلکو د يوه ترجمان او انځورګر په توګه په پښتنه خاوره کې روان ناورينونه او غملړلي حالات په خپلو سترګو ويني او د خپل قام او اولس په بدو ورځو او کړاوونو دردېږي او په چيغو چيغو ژاړي ۰
نوموړی دا هرڅه د خبلې شاعرۍ په لمن کې رانغاړي، عکاسي ېې کوي او تصويرونه ېې زمونږ مخي ته ږدي چې مونږ د روانو ويرجنو او تاوجنو حالاتو په نزاکتونو وپوهوي او د خپلې خاورې له بوګنونکو پېښو او حالاتو مو خبر کړي۰ نوموړی وايي

زما د زه په پېښور کې چې چاودنه کېږي
څه ضرورت دی چې په تشه خوله غندنه کېږي
ددې وطن د مظلومانو اه بې ځايه نه ځي
وخت به راځي چې ددې هر څه به پوښتنه کېږي
نن سبا زه د انسانانو په ځنګل کې اوسم
په نه خبره دلته هره ورځ وژنه کېږي
شاکره ته د خپل مقتول ارمان قصاص مه غواړه
دلته قانون دی چې قاتل ته به پنه کېږي
او په يو بل ښکلي او په زړه پورې غزل کې د خپل وطن ژړونکي حالات په درد درد لفظونو کې رانغاړي او د خپل زخمي او مړژواندي احساس پر وينو وينو پاڼو ېې داسې انځورګري کوي او وايي

څنګه برداشت کړم د ارمان په ګرېوانونو اوښکې
د ژوبل ژوبل احساساتو په مخونو اوکې
د يو نرګس د وچو سترګو د نظر په خاطر
زه هر سحر راټولوم د ګلابونو اوښکې
ددې سړي د لېونۍ تندې احساس پکار دی
چې پاکوي په چاودو شونډو د جامونو اوښکې
دا پښتونخوا ده دلته نشته ضرورت د باران
دلته سحر ماښام ورېږي په فصلونو اوښکې
د ستا د مخ پنځه سيندونه به خدای وچ کړي اخر
چې کور ته وړي زما د مخ د دريابونو اوښکې
۰۰۰۰۰
دلته د واورو په ليدو پسې سيلګرې راځي
دلته چا وليدې د تورو تورو غرونو اوښکې
شاکره ځکه په دې باغ کې هر يو ګل زخمي دی
چې خرڅېدلې په بازار کې د زخمونو اوښکې

رحمان بابا په خپل يوه شعر کې د وخت له حاکمانو نه سر ټکولی وو او ويلي ېې وو
په سبب د ظالمانو حاکمانو
کور او ګور او پېښور درې واړه يو دي
ښاغلي شاکر اورکزي هم د وطن په روانو چارو  ژور نظر ساتي او د خپل نظام په سختيو او بندېزونو  د شعر په ژبه تنقيد کوي او سياسي ترينګلي حالات او تاو تريخوالی په خپل يو غزل کې داسې بيانوي
چې روښانه مو ماضي ده خوش فهمي ده
حال ته ګورم بربادي ده خوش فهمي ده
عجيبه صورت حال دی نه پوهيږم
محرومي ده، تنهايي ده، خوش فهمي ده
د بلبلو په چغار هم پابندي ده
که څوک وايي ازادي ده خوش فهمي ده
د خپل فکر په اسره پايم شاکره
اثاثه مې شاعري ده خوش فهمي ده
شاکر اورکزی صيب خپلو خلکو ته د يو ډاډمن، سوله ايز او له مينې او محبت نه د ډک ژوند غوښتونکی دی ، انسان پالنه او د انسانې اقدارو او حقوقو احترام د ژوند د منشور اساسي کرښې ګڼي او په دې عقيده دی چې که له نفرتونو نه نفرت ونه شي او د انساني اخلاقو رعايت او ساتنه ونه شي نو په داسې ټولنو کې د خوښۍ او مينې ژوند ناممکن او ناشونی دی او وګړي ېې هيڅکله د بدلون او پرمختګ په لور ګامونه نه شي اخيستلای۰
نوموړی وايي

چرته چې کر د نفرت نه کېږي ژوند نه کېږي
چرته چې نفې د نفرت نه کېږي ژوند نه کېږي

دلته د حسن د فطرت هر يو منظر شاهکار دی
خو احترام د ادميت نه کېږي ژوند نه کېږي

دلته د بنګ بوټی د هر سړي په زړه کې نال دی
لحاظ د ګل د نزاکت نه کېږي ژوند نه کېږي

ځان چې پخپله بدل نه کړې خدای دې نه بدلوي
شاکره هر څه په قسمت نه کېږي ژوند نه کېږي

ښاغلي اورکزي د خپل قام او وطن د دردونو او غمونو د بيانولو  تر څنګ د عشق او مينې د رباب رنګين تارونه هم چېړلي او ځای ځای ېې په خپلو روماني غزلونو کې د خپلو ځوانو جذبو او د محبت د رنګينو خمارونو او تلوسو ذکر او فکر هم ورګډ کړی او د حسن او ښکلا سندې ېې ويلې دي۰
هغه وايي
چې راله سوې دي ستا اور اور رخسارونو سترګې
اوس نه يخېږي د ژړا په بارانونو سترګې
ستا د کوځې خاورې مې سترګو کې پرتې دي اشنا
خوږې مې نه شوې په ګلاب ګلاب مخونو سترګې
لېونۍ اوس په اشارو کې هم محتاطه اوسه
ته به ېې نه منې خو شته د دېوالونو سترګې
د دومره جبر باوجود چې هم ونه غړېدي
شايد چې خلاصې شي د ګأ په ګوزارونو سترګې
شاکره! حسن محبت او د رڼا په خاطر
ما خښې کړې دي د ژوند په کتابونو سترګې
د شاکر اورکزي شاعري د موضوع او مضمون په لحاظ هم په زړه پورې ده او نوموړي په شعوري ډول په خپله هره وينا کې د نوښت او نوي والي هڅه کړې او له تکراري الفاظو او پيغامونو ېې ځان ساتلی دی۰
په فني لحاظ ېې وينا په  تول پوره او د وخت او حالاتو غوښتنې پکې په پام کې نيول شوې دي او د خپلو خلکو د خوښې شاعري ېې کړې ځکه خو ېې ټول خوښوي او ستاينه ېې کوي۰
 زه د ګران اورکزي د اوږود عمر او لا برياوو په هيله د خپلو خبرو لمن راټولوم او تاسو درانه لوستونکي ېې د ځلک سندريزو نغمو لوستلو ته رابولم۰
په ډېره مينه
امان الله نصرت
۲۹/۱۱/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5422