څه حقيقت څه د خوبونو دنيا

By Amanullah Nasrat - May 21, 2020

څه حقيقت څه د خوبونو دنيا

څه موده مخکې راته زما درانه او قدرمن دوست ډاکټر شيرزمان سيماب صيب د ډاکتر فرخنده لياقت ( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا) شعري ټولګه راکړه خو د بوختياوو له امله مې هغه مهال د درنې خور د شعرونو لوستلو ته وخت پيدا نه کړ خو له نېکه بخته چې دادی  همدا اوس  مې نوموړی کتاب په لاسونو کې دي او د خوږو او رنګينو شعرونو په لوستو ېې بوخت يم او  ادبې تنده  پرې خړوبوم۰
( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ) په ۲۰۶ مخونو کې په مناسب کاغذ او ښکلی صحافت چاپ شوی او په مخپاڼه ېې د ډاکتر فرخنده لياقت د شاعرانه خوبونو تت او خيالې انځور د لوستونکو پام ځان ته را اړوي۰ د  ډاکټر فرخنده لياقت شاعري د نومړې د لوړو خيالونو او ژورو فکرونو څخه راټوکېدلې او هره وينا ېې د خپلې ټولنې له منځ څخه او د خپلو خلکو له تودې مينې څخه سرچينه نيولې او د خپلې خاورې او اولس له  دردونو او فکرونو ېې د شاعر ۍ تومنه جوړه شوې ده۰ 
د کتاب تړون ېې د خپلو خوږو بچو په نوم کړی او د کتاب په شاپاڼه د اباسين يوسفزي صيب لنډه ليکنه تر سترګو کېږي چې نوموړي پکې د ميرمن فرخنده لياقت د شاعرۍ په اړه خپل نظر څرګند کړی دی ښاغلی اباسين ليکي
( ګرانې بي بي د روايت سره سم د پښتنو ښځو ستونزې او کشالې، د پښتنې عظيم کردار، د تيرو وختونو د عظمتونو کيسې، او د خپلې مينې تودې سړې د خپلې شاعرۍ موضوعات ګرځولي دي په نظمونو کې ېې د قلم زور ډېرڅرګند او د ستاينې وړ دی۰ پښتنه ميرمن، پخوانی پېښور، ای پښتنو او بې ګناه يمه په رنګ يو څو نور نظمونه ېې د خپل قام، ژبې او طبقې د پاره ډېر ارزښتناک لګي۰ لنډه داچې خوږ ه ښځه او خوږه شاعره ده  رب دې ېې نوره وتوانوي چې خپله ژبه وځلوی او دغه اثر  ( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ) ددې په ادبي دنيا کې د نامې او جامې سبب وګرځي) ۰
په   ( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ) له ټولو نه مخکې  د هميش خليل صيب ليک مخې ته راځي  چې په کتاب ېې خوندوره  تبصره  کړې او د خپلو خبرو په يوه  برخه کې ېې ليکلي چې: ( دا شعري مجموعه د نوموړې وړومبی کوشش دی، دغه نه وړاندې د هغې کوم نظم يا غزل وه غيره  زما له نظر نه نه دی تير شوی۰ دغه مجموعه کې د ځينو حقيقتونو متعلق د هغې جذبات لکه د سېلۍ راالوتلي دي، خصوصا زمونږ په معاشرتي ژوند کې د صنف نازک سره د جهالت د زمانې د رسم و رواج په وجه چې اوس هم کوم ظلم کېږي، متعلق د قرخنده لياقت قلمي هلو ځلو ته که جهاد وويلی شي نو مبالغه به نه وي۰ نوموړی بيا ليکي: دوی په شاعرۍ کې د خپلې خاورې او خپلې ژبې و غيره سره د مينې او محبت د عظمت او رفعت سندرې هم ويلې دي نو ځکه د شاعرانه احساس له مخه دا يوه قابل قدر شعري مجموعه ده) 
ورپسې پروفيسر ډاکټر سلمی شاهين په کتاب ليکنه کړې او خپل نظر ېې داسې څرګند کړی دی
ما چې  ( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ) د فرخندې د شاعرۍ مجموعه ولوسته خوشاله شوم چې د نظم او غزل په صنف هم پوره عبور لري او د مضامينو په بيانولو هم قدرت لري۰ زياته شاعري ېې ډېره روماني ده او پکار هم ده چې تر دې وخته رارسېدونکې د ښايسته شخصيت مالکه هم  روماني شاعري ډېره ښه کولی شې د خپل احساس او جذبې د پټولو کوشش ېې نه دی کړی) 
وروسته بيا د پروفيسر ډاکټر نصرالله جان وزير ليکنه مخې ته راځي او نوموړی د خپلې ليکنې په يوه برخه کې داسې ليکلي
( د هغې شاعري نه يواځې د غې د خوبونو او خيالونو ائينه داره د بلکې د وخت او ماحول يو ښکلی رنګ م لري څ چې ېې په خپل ژوند کې او څه چې ېې د خپلې ټولنې او  د ټولنيز ژوند د حالاتو په هکله محسوس کړي دي، هغه ېې د خپل فکر په چوکاټ کې د خلکو مخې ته راوړي دي له دې څخه چې هر کوم رنګ ساز شوی هغ ددې خپل رنګ دی او هم ددط د خوبونو او خيالونو دنيا پکې ښکاره دهپه دې ميدان کې دا په خپل سر روانه ده او خپله ېې خپل ځان ته لاره جوړه کړې ده غ د چا په څير که ېې نقل کولی او يا ېې منجاوري کولی نو خود به ېې شعر ډېر رنګونه لرلی وی خو د هغې د شعر يو رنګ دی او هغه ددې خپل رنګ دی)۰
د  ( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ) په شعرې ټولګه وروستی نظر خوږژبي او نوښتګر شاعر او پياوړي ليکوال ډاکټر شيرزمان سیماب ليکلی او نوموړی د خپلې تبصرې په يوه برخه کې داسې ليکلي
 د محترمې ډاکټر صاحبې د کلام د مطالعې نه هم دا اندازه ګرانه نه ده ، چې غه څنګ د ادبياتو استاده ده او د طالب علمانو په وړاندې په ادب تبصره او تجزيه د هغې کار دی نو د خپل چاپېرچل ( خارج) جايزه اخيستل هغه د يوې تخليق کارې او فنکارې په حيث ښه کولی شي، کومه جايز يا تبصره چې د هغوی په دې تخليقي مرحلو کې مونږ ليدی شو شايد چې د هغدی ددې شعري ټولګې د نوم وړومبۍ برخه چې دوی په حقيقت اډانه ګڼلې دغه وي چې دوی ل خپل خارج او چاپېرچل ن رااخيستې وي ولې هغ يو تخليق کار هم ده او فنکاره هم نو خوبونه هم ويني او هر فنکار خوبونه وینې بغير له خوبونو، خيالونو او فکرونو د تخليق چېنې اوچېږي نو که محترمه د حقيقت او خوبونو ددغه حسين امتزاج په غېږ کې خپل تخليق ته دوام ورکوي نو لرې نه ده چې د پښتو ادب په ويړ ميدان کې به خپل نوم پيدا کړي۰)
ډاکټر فرخنده لياقت په خپلو غزلو او نظمونو کې ځای ځای د ښځو د حقوقو،. بيدارۍ او  په خپل ځان د باور او اعتماد درلودلو خبره کړې او د پښتنې معاشرې هغه ننګونو او دوديزو ناخوالو نه ېې د بغاوت غږ پورته کړی چې د ښځو حقوق پکې تر پښو لاندې  شوي او په کورنې ژوند کې بې انصافي، امتيازې سلوک او تبعيض ورسره کېږي او له ناوړه تاو تريخوالې سره مخ دي۰
ډاکټر فرخنده لياقت د تخليق او تحقيق په پراخه ميدان کې ښې او ارزښتمنې لاسته راوړنې لري او د پښتو ژبې د پرمختګ او پياوړتيا لپاره ېې هلې ځلې او کارونه په ډېرو ستايلو او ځلولو ارزي او د همدغو خدماتو او کارونو له امله دا درنه ميرمن د ډېر تقدير او شاباس لايقه او حقداره ده۰
( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ) د ميرمن فرخندې لومړنۍ شعري ټولګه ده چې دې پکې له خپل سندريزو خيالونو او عواطفو نه راټوکېدلې نغمې د هنر په رنګونو سينګار کړي او زمونږ تر غوږونو رارسولې دي۰
د اغلې فرخندې لياقت په هره وينا کې يو خوږ او رنګين احساس او زړه راښکونکی تخيل موندلای شو او د خوږو او سپېڅلو جذبو او رنګينو شاعرانه ولولو يو پرمترنم او اروا خوښونکی کيفيت ېې په اشعارو کې تر سترګو کېږي۰
د وطن او ولس مينه د ډاکټر فرخنې لياقت د شعر بنسټيز توکي دي او هغه چې کله د پښتنو د ژوند ناخوالو او بدو ورځو ته ګوري نو دردېږي او په درد درد لفظونو  دا ويرجن حالات په خپلو شعرونو کې رانغاړي او  انځورونه ېې کاږي ۰
فرخنده د پښتنو د يووالي او يوموټي کېدو ارمانجنه ده او په خپل فام غږ کوي چې راپاځېږي، بيدار شي او له روانو بدبختيو او ترخو حالاتو سره ښه په نره مقابله وکړي او له خپلې خاورې او ولس نه د دفاع لپار په يوه مرکز راټول شي نوموړې وايي
ويښ شئ پښتنو تر څو به مونږه مړه کوي دنيا
ويښ شئ پښتنو تر څو به مونږه ډبوي دنيا
راشۍ ټول په يو کرکز را غونډ شئ او پښتو وکړئ
خويندی ميندې څو پورې زمونږ به ژړوي دنيا
هغه عجب خان وو چې د خويندو په ننک ودرېدو
ته ولې غيرت نه کړې ستا خويندې سپکوي دنيا
نه مونږ دهشتګرد يو نه وحشيان، مونږ انسانان يو بس
ولې مو واړه واړه بچې په دار کوي دنيا
چرې به راټول په يو مرکز شو ځان به بچ کړو مونږ
داسې که ونه کړو نو پښتون ټول ورکوي دنيا

ډاکټر لياقت ځای ځای فني بريدونه او حدونه مات کړی خو په زغرده ېې خپل پيغام په خپلو شعرونو کې رانغښتی او د خلکو غوږونو ته ېې د هغې د رسولو هڅه کړې ده۰
فرخنده لياقت د لوړو ارادو او تاندو پښتنو جذبو خاوند ده  او نوموړې  د ننګ او غيرت په ميدان کې د خپل وطن له ګلاليوشا زلمو سره په يوه کتار کې د تګ او مبارزې هيله څرګندوي او د خپلې خاورې او پښتون ولس د حقوقو د لاسته راوړلو او پرمختګ په لار کې هر ډول قربانۍ او سرخندنې ته تياره ده  هغه واېې
زه پښتنه به پښتنو سره ځم
د خپلو لوړو ارادو سره ځم
د ظالمانو نه ک ووېرېدم
څنګه به زه خپلو زلمو سر ځم
زه بهادره يمه ځکه دلته
 ددې بارودو دهماکو سر ځم
د ژوند حالاتو که ځپلي يو ډېر
بيا هم اوچتو حوصلو سره ځم
مرګ زما هر ځای کې څارنه کوي
بيا هم اوچتو حوصلو سره ځم
د ګور شپه کله په کور ن تېرېږي
په دې يقين او ښه پښتو سره ځم

داکټر فرخنده په خپله خاوره کې د سولې، خوشالۍ او سوکالۍ ډېرې تاندې هيلې لري او خپل قام او ولس ته له خوښيو او برياوو ډک ارام او پرمختللی ژوند غواړي هغه وايي:
زما وطن کې خوشالي راولې
زما وطن کې سوکالي راولې
چې هرې خواته شې د ژوند رنګيني
داسې ښايسته ښايسته سپرلي راولې
هغه پخوا په شان چې مينه وي بيا
هغه پخوا شان ورورولي راولې
د ميوو ډک هغه ښايسته باغونه
د خوږو ډکه زندګي راولې
هغه پښتون چې په پښتو به مړ وو
بيا هغه شان پښتونولي راولې
سپينه خبره سپين نيتونه به وو
هغه سپين زړي ښه سړي راولې
خدايه  له تانه دا دعا غواړو مونږ
هر خواته امن خوشالي راولې
په  يوه نظم کې يي خپل ورور اجمل خان ته د زړه له تله دعاګانې کړي او له نوموړي سره ېې د خپلې ژورې مينې او خلوص اظهار په داسې خوندورو ټکو کې کړی دی
زما وروره اجمل خانه
ژوند دې خدای ډېر کړه بې شانه
په سيالۍ د هر چا بر شې
ته پاچا د بحرو بر شې
ته ځلاند لکه د لمر شې
دا دعا دې ده د خويندو
ورځ په مخکې چې روان ېې
برکت دې په هر څه شه
کاميابي دې شه په برخه
دا زما د زړه دعا ده

ډاکټر فرخنده لياقت په يوه بل ښکلي نظم کې د پښتنو ښځو د لوړو صلاحيتونو او مهارتونو يادونه کړې او دا ېې په ډاګه کړې چې پښتنې ميرمنې په هيڅ ميدان کې د نړۍ له نورو ښځو کمې او وروسته نه دی بلکه الله ج ورته د پام وړ او بې ساري استعدادونه وربښلي  او د ډېرو ځانګړنو او نوښتونو خاوندانې دي۰
دا بيله خبره ده چې حالاتو د هغوی د پرمختګ او ابتکاراتو مخه نيولې او تپل شوو بې هدفه جګړو او ورور وژنو ېې د استعدادونو د غوړېدنې او ځلېدني لار ډب کړې او د برياوو سفر ېې ورته ټکنی او پر ټپه ودرولی دی نوموړې واېې:
يوه اراده کومه
زه د خپل ځان سره وعده کومه
زه پښتنه يمه او
د يو پښتون لور يم
دا درته وايمه زه
یو پښتنه ښځه خو
له چانه کمه نه ده
د ژوند په هر ميدان کې
د چا نه روستو نه ده
څومره نرتوب دی ددې
چې د پښتو دايره کې
هر هغه کار کوي دا
چې د نړۍ ښځې ېې 
اسانه نه شي کوی
دا اراده ده زما
چرته موقع که راشي
زما پرواز به وي ددوی نه اوچت
يو وخت ب هم راشي
خلق به اومني دا
چې د پښتنو ميرمنو
ثاني بل چرت نشته
نه په حيا او په غيرت کې څوک ددوی نه مخکې
نه په محنت او مشقت کې مخکې شوې له دې
نه پ ښايست او قابليت کې ېې ثاني بل شته
خو ځک وايمه چې
بس اراده پکار ده
کلکه وعده پکار ده
دا فيصله پکار ده
چې روستو کېږو به نه
چا نه يرېږو به ن
دنيا نه مخکې به ځو
هر څو که سخت وخت وي
تير به په مونږ باندې شي
حوصله ونه بايلۍ
اې پښتنو ميرمنو
تاسو نرانې شئ
بادرانې شئ
لکه د غر په شانې
د ر طوفان مقابله به کوو
او دا اميد به لرو
دلته به وخت د خوشالۍ راشي
د سوکالۍ راشي

( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ) د ډاکټر فرخنده حيات لومړنۍ شعري ټولګه ده چې يو لړ فني کمزورۍ به ضرور لري خو د نوموړي لوړ ملي احساس، رنګين  او چنار چنار خيالونه او پښتنې جذبې او ولولې د ډېرې ستاينې وړ دي او تمه ده چې د شعر او ادب دا پښتنه بلبله به ډېر زر د شاعرۍ لوړو پوړيو ته ځان ورسوي او د ډېرو ښو او ارزښتمنو تخليقاتو او ادبي پنځونو خاونده به شي۰
که د پښتو ادب د رنګين اسمان دا ځلانده سپوږمۍ خپلې ادبي هلې ځلې او هڅې همداسې ژوندۍ او ګړندۍ وساتي نو د شعر رنګينې رڼاګانې به ېې د لر او بر پښتونخوا ټو کلو او ښارونو ته غزونې وکړي او د پښتو ادبياتو په تاريخ کې به ېې نوم په زرينو کرښو وليکل شي۰
زه د درنې ډاکټر فرخنده لياقت د ادبي او علمي کارونو قدر کوم او دا د پښتو ژبې او ادب د پرمختيا او پياوړتيا لپاره خورا ارزښتمن ګڼم۰
خدای ج دې د دغې پښتنې شاعرې د فکر او فن ډېوې تل روښانه  او د هنر رنګونه  او ځلاګانې  همداسې خورې او په جلوو لري۰
په پښتنه مينه او درناوي
امان الله نصرت
۲۱/۱۱/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5499