د ښاغلي سيماب افسانې

By Amanullah Nasrat - May 25, 2020

د ښاغلي سيماب افساتو ته يوه لنډه کتنه

د ځمکې پر مخ دنيا ته د ادم ع د راښکته کېدو سره سم د ژوند کيسې پيل او دا لړۍ تر دې دمه رارسېدلې او پر مخ روانه ده۰
ژوند خپله يوه کيسه ده او د ژوند بېلابېل پړاوونه له کيسو او داستانونو ډک دي چې له تيرو انسانانو مونږ ته او له مونږ څخه به راتلونکو نسلونو ته د ميراث په توګه پاتې کېږي۰
انسان د نړۍ پر مخ د يوه مسافر او کډوال په توګه ژوند کوي او د همېشني او دايمي ژوند په لور په بېړه بېړه د خپل سفر لار لنډوي او د فنا په لور ګړندې ګامونه اخلي خو هغه څه چې تر شا پرېږدي دده کړه وړه او کردارونه دي چې نورو ته د کيسو او يادونو په ډول پاتې کېږي او هغوی ېې د ژوند له حالاتو خبرېږي۰
پښتو ژبې ته افسانه له اردو څخه راننوتې او بيا له مختلفو دورو راتېره شوي او د پرمختګ او ښکلا رنګين پړاوونه ېې وهلي دي۰ 
دپښتو د لومړنۍ افسانې په اړه څېړنې او سپړنې روانې دی چې پيل ېې له کوم وخت څخه شوی  خو دم ګړۍ چې کوم معلومات تر مونږ رارسېدلی دی نو د لومړي ځل لپاره  پښتو  افسانه کونډه جينۍ ښاغلي راحت زاخېلي په ۱۹۱۷ م کال کې  ليکلې او بيا بېلابېلو ليکوالانو او اديبانو هغې ته وده او پراختيا ورکړې او د نورو ژبو د افسانو سياله کړې ېې ده۰ 
پښتو ژبې ته د افسانې له راتګ څخه څه لپاسه سل کلونه تيرشوي  او پښتنو بېلابېلو ليکوالانو او کيسه ليکونکو  د لڼډو کيسو او افسانو ليکلو ته د پام وړ کار کړی او د ادب له نوو تقاضو سره سم ېې پښتو افسانه معياري کړې او د کره او معياري افسانوي ادب په رسا لاره ېې روانه کړې ده۰

ډاکټر سيماب يو له هغو ليکوالانو څخه دی چې په خپله ټولنه ژور نظر لري او د خپل چاپېريال او اولس د ژوند حالات او واقعات له نږدې څاري او د خپل فن غېږې ته ېې سپاري۰
اميل  و ښاغلي سيماب د لنډو افسانو ټولکه ده چې چې ده پکې د خپلې پښتنې ټولنې پېښې او کردارونه په ګوته کړي او هغه ېې په هنري ګاڼه پسوللي او زمونږ مخې ته ايښي دي۰
ډاکټر سيماب د اميل په خپلو ديرشو افسانو کې ديرش بېلابېلې پېښې او موضوعات د خپل فن په غېږ کې رانغښتېاو په داسې ښکلې او خواږه انداز ېې قلم ته سپارلې دي چې لوستونکې هر لوستونکی ېې په لوستلو داسې محسوسوي چې پخپله د پېښې په صحنه کې موجود وو او دا هر څه ېې د سر په سترګو ليدلي دي۰
ډاکټر سيماب ته الله ج د تحقيق او تخليق لوړ استعداد او پوهه وربښلې او په دې ميدان کې ېې مزل او منډې خورا ګړندۍ، ارزښتناکې او ګټورې دي او د پښتو افسانو د پرمختګ لپاره ېې کار او زيار د يادونې او ستاينې وړ دی۰
د سيماب صيب افسانې که څه هم  لنډې دی او لوستلو ته ېې د کم وخت اړتيا وي خو په لوستونکو داسې دروند او ژور اغيز او تاثير کوي چې ډېر په اسانه د هغوی احساسات او جذبات پاروي او زړونه ېې په لړزه راولي۰
که څه هم زمونږ يو زيات شمير افسانه ليکونکي په شعوري ډول هڅه کوي چې خپله افسانه په لنډ ډول د کاغذ پر پاڼو وکښي او خپل مطلب پکې په کوم وخت کې راونغاړي خو د هغې ټول لوازمات او فنې غوښتنې بايد په پام کې ونيول شي او د خپلې ليکنې ښايست او ارزښت ترې زيانمن او کم رنګه نه شي۰
ډاکټر سيماب هم د خپلو افسانو د احتصار او لنډون کوښښ کړی خو د هغې هنري ښکلا ېې ژوندۍ او خوندي ساتلې او د خپلو ليکنو تصوير ېې پېکه کېدو او بدرنګۍ ته نه دی پرېښی۰
د ښاغلي سيماب افسانې زمونږ د ټولنيز ژوند حقيقي انځورونه او تصويرونه دي چې مونږ پکې د خپل چاپېريال کردارونه او پېښې لوستلای او موندلای شو او خپل ځانونه راته پکې ښکاره کېدای شي۰
نور نو تاسو درانه لوستونکي له هر چا ښه قضاوت او پرېکړه کولای شۍ او د ډاکټر صيب سيماب د افسانو په اړه به د هغو له لوستلو وروسته خپله فيصله وکړۍ چې دا افسانې څومره په تول پوره او معياري دي۰
زه د سيماب صيب ته د اوږود عمر دعا کوم او هيله لرم چې تل خپلې ادبې هلې ځلې او هڅې  همداسې روانې او ګړندۍ وساتي او د پښتو ژبې او ادب لپاره لپاره د لا زياتو  تلپاتې خدمتونو مصدر شي۰
په ډېر ادب او درناوۍ
امان الله نصرت
۹/۱۰/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5499