ښاغلی بصير بيدار ستوری

By Amanullah Nasrat - May 25, 2020

ښاغلی بصير بيدار د پښتو د ادب ځلاند ستوری

ښاغلی بصير بيدار ستوری د پښتو ژبي او ادب د ستوري په توګه له اوږدې مودې راهيسې پېژنم او وخت پر وخت مې ددې غزلبول شاعر خواږه او په زړه پوري اشعار لوستي او خپله ادبي تنده مې پرې ماته کړي‎ې ده۰
ما د ښاغلي بيدار لومړنۍ شعري ټولګه د وينو کرښې  ډېره موده لوستې او يو تنقيدي ليک مې پرې هم کړی وو او دا وخت  نوموړي د يوې نوې شعري ټولګې د چاپ تابيا کړې چې د يو شمير شعرونو بيلګې ېې زما په مخ کې پرتې دي او مانه ېې پرې د څه ليکلو غوښتنه کړې ده۰
ما د ګران بيدار صیب د شعرونو مسوده ولوسته او تاسو درانه لوستونکي به ېې هم که خدای کول ډېر زر ولولئ او په اړه به ېې خپل قضاوت وکړۍ او نئر به پرې څرګند کړۍ۰
ښاغلی بيدار خوږه او خوندوره شاعری کړې او په هر کلام کې ېې د خپل قام او وطن دردونه او ناخوالی له ورايه ځلېږی او تر سترګو کېږي۰
بيدار د دردونو شاعر دی خو په رنګونو او ښکلا هم مين دی او ټوله شاعرې ېې له لوړ احساس او رنګينو خيالونو او عواطفو ډکه ده۰
د بيدار په شاعرۍ کې ځای ځای انساني مينه او هيواد پالنه څرکونه وهي او زړه ېې له سوچه انسانی جذبو او د خپلې خاورې او ولس له سپېڅلې مينې ډک او مالامال دی۰ د بيدار په ټوله شاعرۍ او فن تل همدغو سپېڅلو ملی افکارو او د انسان دوستۍ نظرېې سيوری غوړولی او په هرکلام او وينا کی ېې همدا رنګونه جوت او پياوړي ښکاري۰
که محترم بيدار صاحب له يوې خوا د خپل ولس او وطن په روانو ويرجنو او دردناکو حالاتو ژړلي او اوښکې ېې بهولي له بلی خواېې د طبيعت ښکلا، مينې، او د ژوند بېلابېلو رنګونو او رڼاګانو ته هم په خپله شاعر کې ځای ورکړی او هغه ېې په ډېر موثر او ښکلي انداز بيان کړی او خپل قلم ته سپارلي دي۰
بيدار چې کله هم د خپل ولس او پښتون قام بدې ورځې او ناخوالې ليدلی نو ښه په زوره زوره ژړېدلی، زړه ېې پرې ډېر دردېدلی او دا ټول غملړلي او دردونکي حالات او پېښې ېې خپل قلم ته سپارلي او د خپلې شاعرۍ په لمن کې ځای کړی دي۰
بيدار که څه هم له خپل هېواده لرې په پردي وطن کې د مسافرۍ شپې ورځې تېروي خو روحا په خپل وطن کې دی او هره شېبه ېې د فکر مارغه د کونړ په دنګو او اسمانڅکو غرونو کې پروازونه کوي او د خپلو خلکو دردونه او د ژوند ناخوالې او کړاوونه ېې هيڅکله هم خوب او خندا ته نه پرېږدي۰
نوموړی وايي:
زړه مې ډک شي خامخا راته راځي
د وطن په حال ژړا راته راځي
ماته خوب له وېرې نه راځي وېرېږم
تل په خوب يوه (بلا) راته راځي

نوموړی د وطن له بدو حالاتو سر ټکوي او په خپله جنګ ځپلې خاوره کې له ستر رب څخه سوله، امن او هوسايي غواړي
دا حالت چې وينم سم لېونی کېږم
نو غوصه خو په رښتيا راته راځي
ما بيدار لاس پورته کړی امن غواړم
خولې ته بس دغم دعا راته راځي
ښاغلی بيدار  په خپلو شعرونو او ويناوو کې  په خپل ولس د يووالی او ملي پخلاينې غږ کړی او خپل مينه وال او افغانان ېې هڅولې چې له بې ځايه نفرتونو، ځانځانيو او خپل منځی تاو تريخوالي څخه  ځانونه وساتي او له خپلو ځانګړو ګټو څخه ټولنېزو او ملي ګټو ته ارزښت ورکړي۰
مينه زړونه رانژدې کړي نفرت زړونه سره بيل کړي
زما مينه انتخاب دی د نفرت نه مې نفرت دی
ځۍ‎ئ چې ټول شو سره ورونه دا يو ځو ورځې ژوندون دی
اخرت د هر چا بېل دی د هر هر چا بېل بېل  قسمت دی

د بيدار په شاعرۍ کې د پښتون ولس د ستړي او زورونکې ژوند ترخو پېښو او روانو ويرجنو او کړکېچنو حالاتو ته ځانګړی ځای ورکړ شوی او د ګل او بلبل، ساقي او مينا، نشو او تماشو او مستيواو خمارونو په ځای د خپل غم ځپلی قام او وينې وينې خاورې دردېدلی او غملړلي حالات انځور شوي او قلم ته سپارل شوي دي۰
نوموړی په يوه ښکلي غزل کې د خپلې وينې وينې خاورې اوښکې اوښکې تصوير او انځور داسې د کاغذ پر مخ کښلی او زمونږ مخې ته ايښی دی

دا په دېوال چې اوېزان تصوير خبرې کوي
ما سره هر وخت د جانان تصوير خبرې کوي
خړو ګردونو د بارودو کې ېې رنګ بدل شو
د هر پښتون او هر افغان تصوير خبرې کوې‎ي
چې وژني ورور او پرې د کفر فتوه هم لګوي
دا به وي څنګه مسلمان تصوير خبرې کوي

بصير بيدار ستوری صيب په سينه کې له مينې ډک او مهربانه زړه لري ، هغه د خپل ولس او قام په هر غريب او بې وزله هېوادوال دردېږي او د هغوی بدې ورځې  او د ژوند ناخوالې ېې کرار او ارام ته نه پرېږدي۰
نوموړی وايي
ويښ شي نيمه شپه کې ورته وژاړي
ژوند نه په ګېله کې ورته وژاړي
راشي خالي لاس واړه ورمنډې کړي
ټول په دروازه کې ورته وژاړي
دا هم غريو نيولی په سلګو کې وي
ښځه سره غرمه کې ورته وژاړي
وويل بيدار غريبي ورکه شه
زړه به دې سينه کې ورته وژاړي

ښاغلي ستوري نه يواځې دا چې د غم او درد ويرجنې نغمې غږولي او حماسي شاعري ېې کړي د مينې او رومان د رباب رنګين تارونه ېې هم ترنګولي او د يار، هار، چنار او ستار مترنم خيالونه او سندريز احساسات ېې هم په شاعرۍ کې موندلای او لوستلای شو۰

د زړونو پيوستون ته مې يو تار ساتلی دی
د مينې ترنم ته مې سيتار ساتلی دی
دا ستا په غاړه خوند کوي اميل ترې جوړومه
د سرو غميو ‌‌‌‌‌‌ډک مې ورته هار ساتلی دی
ملګرو په يارانو کې يو يار زړه ته نژدي وي
نو ما هم په خپل زړه کې داسي يار ساتلی دی
راځه نن مې مېلمه شه دسوکړک ، سبو لپاره
د يخ سيوري لپاره مې چنار ساتلی دی
اشنا هره وعده به پوره کومه ستا په مينه
خپل ځان مې ورته هر وخت کې بيدار ساتلی دی

ښاغلی بيدار د وخت او حالاتو انځورګری په پوره امانت دارۍ او ښه مهارت سره کړې همدا لامل دی چې هر شعرېې لوستونکی تر ژور اغېز لاندې راولي او د شعر تر پایه ېې له ځانه سره بيايي۰
د ښاغلی بيدار د شاعرۍ ژبه ساده، عام فهمه او روانه ده ځکه خو لوستونکي ېې په لوستلو کې له ستونزو سر نه مخ کېږي او همدا د يوه ښه شعر ځانګړنې هم دي چې د  ولس لپاره ليکل شوی وی او د ولس په ژبه ليکل شوی وي۰
بيدار لکه د وخت د جرس په توګه خپل ولس ته د بيدارۍ غږونه کړي چې د غفلت له خوبه پاڅېږي ، ويښ شي، د رڼاګانو او رنګونو لار خپله کړي او خپله ټولنه د ژوند د لوړتيا او پرمختګ ګلاليو پړاوونو ته ورسوي۰
زه هيله لرم چې ښاغلی بيدار به د پښتو ژبې د ادبې کاروان د يوه هڅاند او تپاند لاروي په توګه هغه څه د کاغذ پر پاڼو وکاږي چې د وخت اړتيا، د ولس غوښتنه او د خپلې خاورې او ټولنې د حالاتو او پېښو رښتيني عکاسي او انځورګري پکې شوې وي۰
تمه ده چې ګران بيدار به تل د خپل ولس د ويښتيا او بيدارۍ لپاره همداسې خپل غږ پورته کوي او د خپلې خوږې پښتو د خدمت چارې به لا پسې تندې او ګړندۍ پر مخ بيايي ۰
زه د ښاغلی بيدار د شاعرۍ په رنګونو او رنګينيو له ډېرو ليکلو تېرېږم  ځکه تاسو د شعر او ادب مينه وال به   ددې شعرې ټولګې په پاڼو کې د نوموړي د فکر او خيال نه راټوکېدلې ويناوې او ادبي پنځونې پخپله ولولۍ او د شاعر د فن او هنر  جاج به  واخلئ۰
په تلو تلو کې ګران بيدار ستوري ته د کتاب د چاپ مبارکي وايم او په ادبي سفر کې ورته د لا زياتو لاسته راوړنو او او نوښتونو هيله کوم۰
بس همدومره۰
په ډېر درنښت
امان الله نصرت

۲۶/۴/۲۰۲۰
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5115