منلی شاعر پیر محمد کاروان

By Amanullah Nasrat - May 25, 2020

د پښتو وتلی او منلی شاعر پیر محمد کاروان

شعر او ادب د يوې ټولنې او ولس د فرهنګ او کلتور يوه مهمه، د پام وړ او ارزښتمنه برخه ده چې د ژبې په ژوندۍ او خوندي ساتلو کې بنسټيزه او کاري ونډه لري۰
په کومه ټولنه کې چې شعر او ادب هرڅومره پياوړی وي او ښه وده او پرمختګ ېې کړی وي په هماغه اندازه ېې ژبه او ثقافت تاند او ځلاند ساتل کېږي او له مړه کېدو او ختمېدو ژغورل کېږي ۰
پښتو ژبه چې پنځه زره کلن لرغونی تاريخ لري او د ويونکو زياته برخه ېې په افغانستان او د پاکستان په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ایالټونو او قبایلي سيمو کې ژوند کوي د تاريخ په اوږدو کې د بېلابېلو ګواښونو او ننګونو سره مخ شوي، د  ژبې د ورکېدو او مړه کېدو ډېرې هڅې ېې شوي او ددې شوم  کار لپاره شومې نقشې او تور پلانونه جوړ شوي  خو له ښه بخته چې ددې خوږې ژبې ويونکو په پوره مېړانه او شهامت د خپلې ژبې په ژغورلو او ژوندۍ ساتلو کې د پام وړ ګامونه اخيستی او د خبلو نه ستړي کېدونکو هڅو او هلوځلو په پايله کې ېې دا ژبه په تاريخ کې ځلولې او تر دې دمه ېې د يوې تاريخي ژبې په توګه تر مونږ رارسولې ده۰
امير کروړ چې په ۷۵۶ میلادی کال د غور په مندېش کې حاکم شو نوموړی د تورې او ميدان سړی وو او په يوه تن به له سلو جنګياليو سره جنګېده نو ځکه ېې جهان پهلوان باله د تاريخي شواهدو ير بنسټ د پښتو لومړنی شعر د امير کروړ له خوا ويل شوی وو او نوموړی د پښتو لومړنی شاعر وو او ل وه چې:
زه يم زمری په دې نړۍ له ما اتل نشته
په هندو سند و پر تخار او پر کابل نشته
بل په زابل نشته له ما اتل نشته
نو د پښتو د شعر لړۍ له کروړ بابا نه پيل او د بېلابېلو پړاوونو له وهلو  وروسته زمونږ تر زمانې رارسېدلی او په همدې تاريخي سفر کې پېلابېلو پښتنو شاعرانو او اديبانو هغې ته وده ورکړې او په خپلو هڅو او نوښتونو ېې  د پرمختګ لوړو پوړيو ته ېې رسولی دی۰ 
ښاغلی پيرمحمد کاروان یو له هغو پښتون پاله  شاعرانو څخه دی چې د خپلې ژبې د بقا، لوړتيا او پرمختيا لپاره ېې ادبي شهکارونه او هنري پنځونې کړي او  د پښتو په لمن کې اچولی دی۰ 
کاروان صاحب هغه با احساسه او ملت پال شاعر دی چې پښتونوالې او د پښتو ژبې د پرمختګاو پښتو ادب له ودې او غښتلتيا سره ځانګړې مينه لري دده په شاعرۍ کې د جمال او کمال، حسن او ښکلا، عشق او مينې، ولس او خاورې، رزم او بزم او د ژوند نورو بېلابېلو اړخونو ته پوره پاملرنه کړې ده او په يادو برخو کې ېې خوږه او معياري شاعري  تر مونږ رارسېدلې ده۰
د ښاغلي کاروان په شاعرۍ کې هنري او ادبي اړخونه خورا پياوړي او ښکلي دي او کوم غږ ېې چې له خولې راوتلی د اورېدونکو زړونو ته ېې لارې کړي او لوستونکې ېې د ژور اغېز لاندې راوستي دي۰
شاعران د قام سترګې وي او تل ېې د خپلې خاورې او ولس د مينې او ښايست سندرې ويلي، کاروان په همدې کتار کې د خپلې ټولنې د يوه سترګورشاعر او انځورګر فنکار په توګه هغه څه د خپل شعر ځولۍ ته سپارلي چې د وخت غوښتنه، د ولس د زړه اواز او د ژبې او ادب اړتيا او ضرورت دی۰
ښاغلی کاروان د پښتنو يووالی، ويښتيا او بيداري د خپل قام د بقا لپاره خورا اړين او ضروري بولي او د پښتو ژبې او پښتنې خاورې د پرمختګ، سوکالۍ او لوړتيا لپاره ېې کيمياوي نسخه ګڼي۰  هغه په دې باور لري چې  پرته له ملي يووالي، همغږۍ او پيوستون څخه هيڅ يو قوم نه شي کولای د ژوند ستونزې هوارې او د يوه هوسا، نېکمرغه او ابرومند ژوند خاوند شي  ۰
مينه، ښکلا، وطن اود  ولس دردونه د کاروان د شاعرۍ ارزښتناک موضوعات دي چې په هره وينا کې ېې دا څرکونه سترګو سترګو نه کېږي او نوموړی ېې په شعوري ډول په خپلو شعرونو کې ځايوي۰
کاروان په خپله شاعرۍ کې د لفظونو جادوګري کړې، هغه ېې تراشلي، د ښايست او رڼا رنګونه ېې ورکړي او د هنر په جامه ېې پسوللي دي۰
کاروان چې کله هم قلم را اخيستی د يوه هدفمند او ريالستيک ويناوال په توګه ېې د خپل ولس او ټولنې حقيقي دردونه، ټولنيزې ناخوالې، پېښې او غوښتنې د کاغذ پر مخ کښلي او څ ېې کړې چې څ ېې ليدلي او په خپل چاپېريال کې محسوس کړي غ ېې په پوره مهارت او امانت د پښتو ادب د تاريخ پاڼو ته سپارلي دي۰
د ښاغلي کاروان د شعر ژب خورا خوږه، روانه او رنګينه د ه مدا لامل دی  هر لفظ او کليمه ېې چې له خولې راوتلې د اورېدونکو زړونو ته ورننوتې او پر هغوی ېې ژور اغېز کړی دی۰
کاروان صاحب په خپله شاعرۍ کې د ښکلو او رنګينو کلماتو او الفاظو تر څنګ د ښه مطلب او نوي مضمون انتخاب هم کړی او له زړه راښکونکو تشبېهاتو، استعاراتو او نازکخياليو نه ېې کار اخيستی دی۰
کاروان صيب وايي
غزل
مطربانې ښاپېرۍ دي رانه تاوې
کړې نغمه یې هغه څه چې تاته ماوې
خیال ته راغله یوه غزله خو مسرې یې
ګړګوتي ګړګوتي زلفې زلفې ستا وې
راته وې دې چې لیکه یې مه شرمېږه
اخ قربان دې شمه کټ کټ په خندا وې
ما هم ووېشل پر تورو او لفظونو
ستا موسکاوې ستا نازونه ستا اداوې
ماشومان مو وېروي د شپې په خوب کې
خدایه وباسې د جنګ تورې بلاوې
چې پر سر واخلي کودي د کشمالیو
دا برجونه دیوالونه دا کلاوې
ستا له هر حالت مې کیف واخیست شاعر یم
که له نازه مروره که پخلاوې
شیشه ګۍ د زړه له مینې ډکه غواړي
د شیدو په بیه نه شته دې لیلاوې
اوس یې نه وایمه نذر مې منلی
که قبولې دې کاروانه شوې دعاوې

کاروان د ادب د اسمان هغه ځلانده ستوری دی چې چې د فن رڼا او د هنر رنګونو ېې د هېواد په لر او بر کې پراخه غزونې کړي او شعرونه ېې ډېر مينه وال او لوستونکې لري۰
غزل چې په پښتو ادب او هنر کې  يو په زړه پورې، ښکلی او رنګين فورم دی او لرغونی تاريخ لري دم ګړۍ ېې زمونږ د وخت (اوسمهالو) شاعرانو پام ځان ته را اړولی او ډېری ويناوال مو پښتو غزل کې نوې نوې تجربې کوي او په شاعرۍ کې ېې ځانګړی او ارزښتمن ځای لري۰
کاروان هم له هغو ويناوالو څخه دی چې د غزل ژبه ېې  ګلالۍ، خوږه او له تاثير او اغېز نه ډکه ده او په خپله شاعرۍ کې د غزل په ميدان کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او دا برخه ېې د شاعرۍ د نورو برخو په پرتله درنه او غوښنه ده۰
ښاغلی کاروان وايي
غزل
اخ د زړه د زنګ سندرې دي دا وایه
د اوبو په رنګ سندرې دي دا وایه
په پېکیو کې ګلاب ټومبي د امن
د لېمو د جنګ سندرې دي دا وایه
د ذوق تکې سپینې لېچې ترې ډکېږي
د بنګړو د شرنګ سندرې دي دا وایه
د زړګي په سره ځونډي کې یې پېیمه
ستا لونګ لونګ سندرې دي دا وایه
پښتو ژبه موسیقاره ستا لپاره
د څپو غورځنګ سندرې دي دا وایه
ته پاچا یې د سُرونو د تالونو
د مین ملنګ سندرې دي دا وایه
د نرګس پاڼې یې ژبې دي بلبله
د کاروان تر څنګ سندرې دي دا وایه

کاروان د حسن او رنګونو شاعر دی، د مينې او ښکلا شاعر دی، د رزم اوبزم، د معرفت او عرفان او بالاخره د خلکو د زړونو شاعر دی او هر کلام ېې ځانګړی خوند، کيف، زړه راښکون او ښکلا لري۰
وګورۍ په دې لاندې غزل کې څومره رنګين خيالونه او ظريفانه الفاظ د فن په هنري مزو کې پييل شوی او د مينې او عشق خوږه سندره ترې جوړه شوې

غزل به څه وي ګران دا خو آسان جوړول دي
له ماتو ماتو زړونو یو ارمان جوړول دي
جلال څه وي جمال څه وي د زوی او د پلار جنګ دی
بتان وهل په تبر دي بتان جوړول دي
د چا زلفې شي ورېځې، ستوري سترګې، سپوږمۍ ټنډه
له شنه او زرغون شال نه یې آسمان جوړول دي
دنیا نه ده، برزخ نه دی، جنت او دوزخ نه دي
د ورک او ناموندلي بل جهان جوړول دي
غمجنه مدینه ده، محمد معشوق دې نه شته
سلګۍ دې جار بلاله د اذان جوړول دي
د ځان د ماتېدلو غم به نه کوې لالیه
لوی زېری لېونیه د جانان جوړول دي
جهان که وران په جنګ کې شي جوړېږي په آسانه
شهکار دادی کاروانه چې افغان جوړول دي

د کاروان شاعرانه مقام خورا لوړ او د قدر وړ دی او د وخت په شاعرانو کې د پام وړ، ځلاند او ځانګړی ځای لري، زه د ګران کاروان په ادبي شخصيت او شعر او فن له ډېرو خبرو تېرېږم او تمه لرم چې دا د پښتو  ادب د کاروان اتل او نوماند او هڅاند لاروی به د پخوا په څېر د پښتو ژبې او ادب د بډاينې، ودې او پرمختګ لپاره خپلې هڅې، زيار او هلې ځلې لاپسې تندې او ګړندۍ ساتي او خپلو خلکو ته به د ښو او تلپاتې ادبي خدمتونو مصدر ګرځي۰
زه د قدرمن کاروان د اوږود عمر، پتمن ژوند او خوږو شېبو په هيله د خپل ليک لمن راټولوم او تاسو درانه دوستان او د شعر او ادب مينه وال ېې د ښکلو او خوږو شعرونو لوستلو ته رابولم۰
دا هم د خوږژبې شاعر ښاغلي کاروان یو خوږ او زړه راښکونکی نظم چې ستاسو پام ورته را اړوم او تمه لرم چې ادبي تنده مو پرې خړوب شي

نظم

چې ماشوم ته په للو، للو، للو کې
مورپه مينه دوطن سندره وايي
چې د غره توره بلبله باغ ته راشي
د سره ګل د شنه چمن سندره وايي
په غاټولوکې راټولې جينکۍ چې
د شهيد د سره کفن سندره وايي
په جاموکې نه ځاييږي سړی لوی شي
نوايله د آزادۍ په مانا پوی شي
ښايستوکي شکرغږي ماشومان چې
په کټ کټ اوپه چغارلکه طوطيان شي
کتابونه چې په زړونوپورې نيسي
جوماتونومکتبونوته روان شي
چې دپوهې او د راز خبرې زده کړي
چې له ځانه شي خبرهم له جهان شي
آزاديه مرحبابه درته وايو
دجنت ونه طوبا به درته وايو
آزادي په شان دهغې مرغۍ نۀ ده
چې مارپټ پسې راووځي له ښاخونو
دا د مارپه سترګوبريد کولی نۀ شي
وزر نۀ شي رپولی له ګواښونو
چې نغمۀ يې بس په ستوني کې تغمۀ شي
ماريې ماته کړي دزهروپه غاښونو
آزادي ده لکه برندې ديارسترګې
چې په تش نظرلوګی کادمارسترګې
چې په دښتو کې پر شال د شين خاليو
دپرديوشوبلوګرداوغبارنۀ وي
دشپونکي مسته شپېلۍ چې نغمې شيندي
چې پردي يې تاو له لاسودستارنۀ وي
دوطن کاڼووي سردمارکوټلی
ستاد غاړې لال په خولۀ کې دمارنۀ وي
آزادي به دوه نومونه بختوروي
شپه دقدرښکلې ورځ به داختروي
چې دې زړه وغواړي تورځنګل ته راشې
لکه لمردپلوشوسندرې وايې
يا د چاپرسترګوچتردبڼوشې
د غنمو د لشوسندرې وايې
ياروان شې پاس دزاڼوپه کتارکې
دباران اود ورشو سندرې وايې
حرکت وي برکت وي محبت وي
آزادي دخدای يولوی شانته نعمت وي
خوکه چېرې ستاآوازاوترنم څوک
په بدرنګوچيغوپيغودرخراب کړي
دغزلوموسيقي اونازکي دې
په ژړا اوپه سلګواوپه عذاب کړي
سره ګولۍ له تورې خولې دټوپک درشي
په رحېل کې سورپه وينوسپين کتاب کړي
راشه وايې خله نۀ ګل دی نۀ غوټۍ ده
آزادي بس په ورغوي کې سپرغۍ ده
چې دموردجنازې دکټ دپاسه
دڅرخي چورلکوسيوری ګرد تاوېږي
پکې ناست مورمړی زوی وي لاس تړلی
په خپل تورباندې له سره نۀ پوهېږي
بس روان يې وي پرديوپنجروته
لکه بازدواړه وزرې يې ماتېږي
آزادي راته فرياد د هغې خورشي
چې د ورورله ډېره غمه يې مړه مورشي

په شاعرانه مينه
امان الله نصرت
۱۵/۴/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5448