د ژونديو جذبو او رنګينو خيالونو شاعر

By Amanullah Nasrat - May 25, 2020

پروفيسر ډاکټر حنيف خليل د ژونديو جذبو او رنګينو خيالونو شاعر
 
شعر او شاعري يوه الهي ډالۍ ده چې په الهامي ډول د انسان په برخه کېږي او د شعر ويلو استعداد تر لاسه کوي۰ د ټولنې ډېر وګړي د شعز ويلو او ليکلو هڅې کوي او غواړي چې شاعران شي خو د شعر ښاپېرۍ ورسره ملتيا نه کوي او د فن او هنر په ميدان کې پاتې راځي۰
 شعر ويل يا شاعر کېدل يو حساس او بيدار زړه غواړی، ويښ ضمير او ژوندي احساس ته اړتيا لري او د فکر او خيال عاطفي تړون ېې بنسټيز توکي دي۰ ښه او معياري شعر هغه دی چې ښه خيال، ژور فکراو ښکلي او ښه مضمون او موخه پکې ځاي شوې وي او د شعريت په فني او هنري ښکلا ښکلی او رنګين وي۰
 زمونږ يوزيات شمير شاعران وخت په وخت شعرونه او نظمونه ليکي خو کره او په تول پوره نه وي خکه فني معيارات او غوښتنې پکې په پام کې نه وی نيول شوي او همدغو کميو او نيمګړتياوو د شاعر کلام کمرنګه، تت او پيکه کړی وي۰
 دا يوه جوته او ښکاره خبره ده چې پښتو ژبې سره د تاريخ په اوږدو کې له انصاف څخه کار نه دی اخيستل شوی او دا تاريخي او لرغونې ژبه تل له پامه غورځول شوې او د ميرې مور سلوک ورسره شوی دی۰ پښتانه تل د وخت او حالاتو جبر په جګړو او دښمنيو کې بوخت ساتلي او د کتاب او قلم په ځای ېې توره او ټوپک پر اوږو ګرځولی او د علم او پوهې له رڼاګانو ليرې پاتې شوي دي۰
زمونږ ګلالي ماشومان په خپله خاوره او ټاټوبې کې ددې حق نه لري چې په خپله ژبه تعليم او زده کړه وکړي او د پښتو د درسي نصاب اسانتياوې ورته برابرې شي۰ په پرديو ژبه زده کړه او تعليم پښتانه له خپلې ژبې پردي کوي او دا د ټولو نړيوالو منل شوو پرېکړو او حقوقو ښه ښکاره او بربنډه خلاف ورزي ده چې زمونږ له اولادونو ېې په ډېره بې رحمۍ دا حق اخيستی دی۰
 همدا ناوړه سلوک او چلند دی چې زمونږ ماشومان له خپل تاريخ، ثقافت او کلتوري او فرهنګي ارزښتونو ناخبره ساتل کيږي او همدا د يوې ژبې د ورکېدو او هېرېدو تور پلان او شومه هڅه ده چې په شعوري ډول پلې کېږي۰
 خو له ښه بخته چې له دې ټولو ستونزو سره سره مونږ يو شميرداسې پښتانه ليکوالان ، اديبان او شاعران هم لرو چې د خپلې مورنۍ ژبې د خدمت لپاره ېې ملا تړلې او شپه او ورځ لګيا دی د خپلې ژبې د پرمختګ، پياوړتيا او علمي کولو لپاره عملي او بنسټيز ګامونه اخلي او په دې لاره کې ېې خپلې هلې ځلې ژوندۍ او ګړندۍ ساتلې دي۰ 
د پښتو ژبې او ادب له نوماندو او هڅاندو خدمتګارانو څخه يو هم د شمار او د دستار سړی، د لوړ استعداد او پوهې خاوند او د تورې او قلم د ميدان اتل دروند او د قدر وړ پروفيسر ډاکټر حنيف خليل صيب دی چې په علمي او شعوري ډول ېې د خپلې ژبې د غوړونې او ځلونې لپاره مټې رابډوهلي او په ملي جذبه او پاکه پښتنه مينه ېې د خپلې ژبې لپاره هڅه او زيار پيل کړی او دا سلسله ېې جاري او ساري ساتلې ده۰
پروفيسر ډاکټر حنيف د زين خان ځوي په خټه خليل او د ۱۹۷۳ کال د مۍ د مياشتې په دولسمه   نېټه د پېښور په  بر نوي کلي کې زېږېدلی دی، تر پڼځم ټولګي پورې ېې د سپينې وړۍ په مډل سکول کې درس ويلی دی، لسم ېې په اسلاميه کالجيټ سکول کې ، ۔څوارلسم اسلاميه کالج پېښور۔۔۔۔ايم ای اردو او ايم ای پښتو د پېښور پوهنتون نه او دوکتورا ېې هم د پېښور پوهنتون څخه تر لاسه کړې ده۰
 ډاکټر صيب دم ګړۍپه  قايد اعظم پوهنتون کې د پښتو پروفيسر دی او د ۔۔تحقيق، تنقيد ،کلتور، تاريخ ژبپوهنې، ترجمې، راپورتاژ او شاعرۍ په برخو کې لګيا دي کار کوي او ليکنې او څېړنې ېې ادامه لري۰
 ډاکټر حنيف د پښتو ژبې د پرمختيا او پراختيا لپاره ډېر ارزښتناک او تلپاتې کارونه او خدمتونه کړي چې هيڅکله د هېرولو نه دي او کلونه کلونه به ژوندي وي او خلکو ته به ېې ګټه او خير رسېږي۰
 پښتو ژبې او ادب سره د ډاکټر حنيف مينه او تړون فطری او د نومړي په خټه کې اخکل شوی دی او هغه په شعوري ډول ددې هڅه او کوښښ کوي چې خپل ولس او قام ته ملي فکر او د وطنپالنې سياسي شعور ورکړي او ددغه سوچه او پاک هدف لپاره پښتانه په ځانګړي ډول ځوان کول وروزي او د هغوی سالمه پالنه وکړي۰
 د ښاغلي حنيف په شاعرۍ کې له خپل ولس او خلکو سره د خواخوږۍ او ژورې مينې او همدغه راز د هېوادپالنې انګازې او تاندې جذبې د لوستونکو پام ځان ته رااړوي چې نوموړي په خپله وينا کې ځای ورکړی او د هنر په ګاڼه ېې پسوللي دي۰
 ډاکټر خليل ځای ځای د پښتنو پېغلو او د ګودرونو خبرې هم کړي او د کلي د ژوند رنګونه ېې په خپله وينا کې داسې ياد کړی دي: 
زمونږ د کلي غونډې جونه پرېشانه ښکاري
 خدايه چې بيا به خړ سيلاب خو په ګودر نه راځي

 او په يو بل ځای کې د کلي د مازيګر او ګودر يادونه په داسې رنګينو او خوندورو الفاظو کوي او وايي: 
که مستي د پېغلو نه وي په ګودر کې
 هيڅ مزه به پاتې نه وه مازيګر کې

 د وصال په شپه قيدونه په ما مه ږده
 ګنهګار وي چې روژه نيسي اختر کې

 د ښاغلي حنيف خليل د روماني او د عشق او مينې غزلونه هم يوه ځانګړې هنري ښکلا او زړه راښکون لري او لوستونکي د ځان خواته راکاږي او په خوندورو کيفونو کې ېې ډوبوي
مخ او زلفې علامې د خير او شر دي
 نه ېې خير کې څه حاصل کړل نه په شر کې

 په پرده کې حسن وينم حسن بين يم
 عقابي تاب مې پيدا شولو نظر کې

 يا دا چې
مه وژنه غريب د خپل ستم په باد
 لا به راژوندی شي شرر پېژنم

 دواړه د صنم د لاسه اور کې دي
 دومره بس خليل او ا‌ذر پېژنم

 او بيا په بل ځای کې وايي:
 
دا د کوم تور دې سزاوار يم چې باڼه دې نيغ شول
 مړ مې کړه خير دی خو يو قتل ته لښکر نه راځي

 ما نه رڼا د ازادۍ په بادشاهۍ اخلي
 ښه دی چې سيوری د هما زما په سر نه راځي

 ډاکټر خليل تل د حًق خبره ښه ښکاره او په جار کړې ده ، سپين ته ېې سپين او تور ته ېې تورويلي دي او د هر ډول ظلم، ناروا او بې عدالتيو په وړاندې ېې د بغاوت جنډه پورته کړې ده او په پوره مېړانه او جرات ېې ويلي  چې
د حق په لار سپينې خبرې کوو
 مونږه په دار سپينې خبرې کوو

 سره مو د مخ نه ځي سپين سترګو ته هم
 چې په انګار سپينې خبرې کوو

 پس له تيارې د سباوونه په تمه
 د انتطار سپينې خبرې کوو

 ستاسو په تورو کاڼو زړونو کې به
 اوباسي لار سپينې خبرې کوو

 د شهيدانو د امام حضرت امام حسين سره د ژور عقيدت او د يزيد د ظلم او په اهل بيتو د نارواوو او بې رحمانه او ظالمانه وحشونو نه د نفرت او ژورې کرکې اظهار او څرګندونه په لاندې ډول کوي او وايي: 
تورتم شو د خودۍ پرېوتو غر امام حسين
 د پلار د سترګو تور وو هم نظر امام حسين

 د وخت حاکمه ستا مهربانيو په دې پوه کړم
 چې دې دور کې هم شته دی شمر، امام حسين

 د قام لويو وړو ته ېې د امن ښار اباد کړ
د شر مخه چې ونيوه اصغر امام حسين

 په دشت کربلا کې خودی شنه شوله زرغون شوه
 چې وکړلو د سرو وينو پرې کر امام حسين 

مقام د سرلوړۍ لره وروستۍ مرحله دا ده
 چې غوڅ شولو خو ټيټ نه شولو سر امام حسين

 ډاکټر صيب تل په خپله شاعرۍ کې له ښکلو او غوره سمبولونو او انځورونو نه کار اخيستي همدا لامل دی چې په ليکنو او کلام کې ېې نوښتګرانه بېلګې ډېرې په نظر راځي چې د نوموړي ادبي پڼځونو ته ېې ځانګړی کيفيت او هنري ښايست ورکړی او فني وزن او شعريت ېې ورته زيات کړی دی۰
 د خليل صيب په بېلابېلو شعرونو کې د نازکخيالۍ، تشبيهاتو او استعاراتو، حقيقت او مجاز، کنايو او اغراق د فن د خورو ورو عناصرو په کارولو سره خپله وينا لاپسې اغيزمنه او رنګينه کړې او د هغی هنري دروندوالي او ښکلا ته ېې زړه راښکونکی رنګ ورکړی دی۰
 د ډاکټر صيب علمي او ادبي شخصيت په ډېرو ستايلو او يادولو ارزي او د پښتو ژبې او پښتو ادب د ودې، پرمختيا او پياوړتيا لپاره چې نوموړي څه کړي هغه به د تاريخ په پاڼو کې په رنګينو کرښو ليکل کېږي او چې کله هم د پښتو ژبې د رښتينو او مخکښو خدمتګارانو خبره کېږي نو د درانه ډاکټر خليل نوم به ارو مرو مخي مخي ته کېږي او ددغه نوماند او هڅاند پوهاند پښتون په خدمتونو، کار او هلوځلو به شاهدي وايي۰
 الله ج دې د حنيف خليل صيب سيوری زمونږ له سرونو نه کموي او زمونږ داسې درانه او خواږه مشران دې تل همداسې وياړلي او سرلوړي اوسي۰
 په پښتنه مينه او ولولو
 امان الله نصرت
 ۲۹/۵/۲۰۱۹ 
کابل

 د پروفيسر ډاکټر حنيف خليل علمي او ادبي اثار

ښاغلي پروفيسر ډاکټر حنيف خليل له پڼځوسو ډېر په پښتو، اردو او انګرېزۍ ژبو ادبي او علمي اثار ليکلي چې د يو ځو کتابونو نومونه ېې په لاندې ډول دي

الف: په اردو ژبه ليکل شوي کتابونه
بابای غزل  حمزه بابا
 کاکاجی صنوبر شخصيت اور فن
 ولی محمد طوفان شخصيت اور فن
پښتو زبان و ادب کي تاريخ
 اردو کی تشکيل مين پشتونو کا کردار 

ب: په پښتو ژبه ليکلي اثار
 د رحمان بابا اعجاز
پرخه په پرښه ( شعري ټولکه )
 ماه کامل په دوست محمد کامل
 هميش خليل ژونداو فن
 سليم راز فکر فن او شخصيت
 تنقيد په پښتو ادب کښې
 ترقی پسند تحريک او پښتو شاعری

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5114