د ښاغلي رحمت شاه سائل فن

By Amanullah Nasrat - May 28, 2020

د ښاغلي رحمت شاه سائل په فن او ادبي شخصيت يو څو خبرې

ښاغلی  رحمت شاه سائل  د پښتو ژبې او ادب د خدمتګارانو په ليکه کې يو خاص او ځانګړی ځای لري او د پښتو شعر په پياوړتيا او لوړتيا کې ېې هلې ځلې او هڅې د هيچا له سترګو پټې نه دي۰
سائل صاحب د يو ژمن او هدفمند شاعر او ليکوال په توګه تل زيار ويستلی چې د خپلې ژبې او ادب د پرمختګ ، غنا او بډاينې لپاره شپه او ورځ په ځان يوه کړي او په دې لار کې ټينګ او بنسټيز ګامونه واخلي۰
د خپلې ژبې خدمت او د هغې د پرمختيا او غښتلتيا لپاره کار او زيار د هر انسان بنيادي او منل شوی حق دی او د نړۍ ټول ژوندی او ويښ ملتونه هغه وخت د ترقۍ او پرمختګ ګلاليو پړاوونو ته رسېدلي چې ژبې ېې پرمختګ کړی او له هغې څخه ېې تش د افهام او تفهيم او خبرو کولو کار نه دی اخيستی بلکه هغه ېې علمي کړي او د وخت د غوښتنو او اړټياوو په پام کې نيولو سره ېې ورته   نوی او تازه علمي او فرهنګي اثار غېږې ته ورسپارلي او د نړۍ د نورو پرمختللو ژبو سياله کړې  ېې ده۰
ښاغلی  سائل  يو له هغو با احساسه او هېوادپاله څېرو څخه دي چې د خپلې وروسته پاتې ژبې پورتنۍ اړتيا او کمی ېې له نورو ډېره  محسوس کړی او د همدغو اړتياوو او ضرورتونو د پوره کولو لپاره ېې مټې رابډوهلي او په پوره اخلاص او مينه ېې د خپلې مورنۍ ژبې د غوړېدو او ځلېدو نه ستړې کېدونکي کوښښونه پيل  او په دې لار کې خپلی هڅې توندې او ګړندۍ کړې دي۰
ښاغلی   سائل چې د خپل هردم شهيد ولس د ژوند ناخوالې او تراژېدۍ ليدلي نو ښه په زوره زوره ژړېدلی او د خپلو خلکو په بدو ورځو او ترخو او غموونکو حالاتو ېې له اوښکو سره د زړه وينې بهولي دي۰
د  سائل  صاحب شاعرۍ د ولس او وطن له پاکې او خوږې مينې سرچينه اخيستی همدا لامل دی چې په شاعرۍ کې ېی د وطن د مينې او عشق تاندې جذبې په څپو ښکاري  او په هره وينا او ليکنه کې ېې د ملي او قومي رنګونو کچه غوښنه او په نورو رنګونو  لوړه  او غښتلې برېښي۰
محترم  سائل د خپل ولس د ژوند بېلابېل اړخونه او حالات په ډېر ماهرانه او هنري انداز انځور کړي او خپل قلم ته سپارلي دي چې د تاريخ برخه شي او راتلونکي نسل ته د يوې فرهنګي  پانګې او سند په توګه پاتې شي۰
ښاغلی  سائل  د ځوان استعداد او روښانه  فکر او شعور خاوند دی ځکه خو ېې په هره وينا کې شاعرانه پوخوالي او د هدف او موخې غوره والی او کره توب له ورايه ځلېږي او دده فن ته ېې د پام وړ ځانګړنه وربښلې ده۰
ښاغلی سائل په خپله شاعرۍ کې د ملي او ولسي مسايلو او موضوعاتو ترڅنګ د رومان، ټولنيزې، اخلاقي او سياسي برخي ته هم پوره پاملرنه کړي او په دې اړه ېې  وخت په وخت خپل قلم ازمايلی دی چې د پام وړ لاسته راوړنې پکې لري۰
د سائل صاحب په شاعرۍ کې د لوړو او رنګينو خيالونو او ژورو فکرونو جلوې او ځلاګانې په ډېره اسانۍ  د لوستونکو پام ځان ته را اړوي او  هغوی تر پايه له ځانه سره بياېې چې دا ډول خوږه او  موثره  اغېزه  د کمو شاعرانو په اثارو او ادبي پنځونو کې ليدلای او موندلای شو۰
زه په دې باور لرم چې که په کومه ژبه کې د ښاغلی سائل په څير د پوهې او قلم خاوندان شتون ولري نو  هغه ژبه او ادب به د تل لپاره ژوندی او خوندي پاتې وي او هيڅوک ېې وژلی او د لمنځه وړلای نه شي بلکه قدم په قدم به پرمخ ځي او د ترقۍ او پرمختيا رنګين پړاوونه به وهي۰
سائل صاحب د پياوړي او  کښاند قلم څښتن دی او څه چې د ژوند پاڼو ته سپاري نو په رښتيا هم چې له يوه ژمن، ملتپال  او حساس شاعر او ليکوال څخه ېې د ليکلو تمه کيدای شي  او ځانګړی او ارزښتمن وزن او قوت پکې  پروت وي۰
  سائل  د خپلې پښتنې ټولنې او پښتون ولس د خير، سوکالۍ او نيکمرغۍ لپاره له حکمته ډکې  کېمياوي نسخې او طلايي لارې په ګوته کوي   او د يوه روښانه سباوون او پتمن او پرمختللي ژوند ته د رسېدو لپاره د خپل ولس او خلکو لارښوونه کوي۰
 د ښاغلي سائل په هره وينا او ليکنه کې دومره خوږوالی او رنګيني پټه وي چې د شعر او ادب مينه وال  ترې ځانګړی کيف او مزه  اخلي او په بيا بيا لوستو يي نه مړېږي او د ستړيا احساس پرې ن کوي ۰ 
سائل صاحب واېې:

حسن فنکار وي د جادو لوبے پر زړونو کوی
حسن باچا وی باچايی په اولسونو کوی

په بل ځای کې بيا داسې وايي:
څه قات سالی راغله د فکرو فلسفےپه جهان
هر خوا جرس ټنګيګی هر ځای کی کاروان ولاړ دے
يا دا چې:
زار دې د  شونډو د کتابه شمه
د کتابونو ليونی دې  کړمه
سائل لکه د وخت  جرس  په خپل هر شعر کې په خپل  ولس د بيدارۍ او ويښتيا  او د ملي شعور د راويښولو او پياوړي کولو غږونه کوی او هغه د ملي يووالي  او په حرکت کې د برکت په ګټو او ارزښتونو پوهوي۰
لنډه داچې قدرمن سائل صاحب د پښتو ژبې او ادب هغه نوميالی او پوهيالی شاعر او ويناوال دی چې شاعري ېې له بېلابېلو هنري او ادبي رنګونو او ښايستونو ډکه ده او ښاغلي لوستونکي پکې د خپلې خوښې او ذوق برابر  هر اړخيز موضوعات او مطالب پيدا کولای او لوستلای شي۰
زه په تلو تلو کې د پښتو او پښتنو دغه ګران او ټولمنلي شاعر ته له ستر څښتن څخه د اوږود عمر او نېکمرغه ژوند دعا کوم او هيله لرم چې دروند ساحل صاحب د تل په څير د خپلې خوږې او تاريخي ژبې د خدمت سلسله همداسې جاري او ساري وساتي او په دې لاره کې د تلپاتې او د پام وړ خدمتونو مصدر شي۰
نور نو تاسو ګلالي او ادبپال لوستونکي د ښاغلي سائل صاحب د خوندورو او په زړه پورې شعرونو لوستلو ته رابولم او په مخه ښه درسره کوم۰

غزل
لکه شبنم مې لږ د خپل مخ په ګلاب پرېږده
ما ډوبېدو ته د رنګونو په درياب پرېږده
وخته په سر مې د رقيب په شانې مه ودرېږه
لږ مې د يار سره په سوال او په جواب پرېږده
د محبت ځواني مې چل د ستومانۍ زده کوي
لږې دې زلفې په مخ نورې پېچ وتاب پرېږده
زمونږ حجرې اخر حجرې دي جوماتونه نه دي
ناصحه ګوتې مې نغمې ته د رباب پرېږده
چې لږې خاورې په سر باد کړي لږه ساه واخلي
لږ دې کوڅې ته خپل سائل خانه خراب پرېږده

غزل
ژوندون به څه وي چې بې درده بې درمانه تير شي
سپرلی به څنګه وي چې راشي بې جانانه تير شي

مونږ په وصال کې هم يو بل ته وړو تحفې د اوښکو
زمونږ وصال خو له فراق نه هم په ګرانه تېر شي

د ژوند نه ژوند پيداکول غواړي زړه چاودې ځواني
لکه د خوب دی ژوندون ولې په اسانه تېر شي

ځان خوار پکار دی خو ټولنه خواره نه ده پکار
دا هله کېږي چې سړی پسې  له ځانه تېر شي

پيدا کولی شي په ټول ولس کې خيال د ولس
چې د ولس د الزامونو د بارانه تېر شي

ما له خپل ځانه سره څومره څومره مخکې يوسي
يو ستا د خيال سيوری چې هم له بيابانه تېر شي

مينه د کوزس د کتاب لفظ نه دی چې زده ېې کړي څوک
سائله ځوک به ېې له کومه امتحانه تېر شي

غزل
ستا تصور له خو وسعت د بيابان پکا ردی
دغلته هم ستا د خبو ګلستان پکار دی

مونګه پخپل وطن کې داڅے مسافر خه نه يو
مونږ له زمونږ په سر د ستورو ډک اسمان پکار دی

داسےد زړه کانړي ټول عمر کانړي نه دي پکار
په تصور کښ يو تصوير د بيابان پکار دی

چه پکې ياد وی د جانان چه پکې خيال د جمال
د خپل وحشت قسطوار وژلو له زندان پکار دی

حسنه په هر کلی په هر محلت کي او غوړيږه
دا پښتونخوا ده دلته هر نظر حيران پکار دی

ستا په تصوير پسې  که مړ شومه نو مړ خه يمه
ځه چه ستا خوښه ده زما په زړه ارمان پکار دی

د زړه انګنړ دی اخر دشت نه دے صحرا خو نه ده
دلته خو مينه هم شته دلته خو جانان پکار دی

چه شپه وي ګړز ګړوز وي يوه کاسه په بله اوړی
زمونږ ورتی تندې له داسے يو باران پکار دی

چه خاموشی ماتوی يو يو غږ کوی په شپه کې 
سائله خپل جرس پکار دی خپل کاروان پکار دی

الله مو لا پسې درانه او پتمن لره۰
په ډېره مينه او درنښت
امان الله نصرت
۱۶/۵/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5475