د صابر په ژوند او فن

By Amanullah Nasrat - May 28, 2020

د نوموتي شاعر او ليکوال ښاغلي صابر په ژوند او فن يو څو خبرې

ښاغلی صابرشاه صابر صیب د پښتو هغه نوماند او ځلاند شاعر دی چې ادبي پنځونې او نوښتونه یې د هیچا له سترګو پټ نه دي

پښتو ژبې ته د باچاجي خدمتونه او کارونه او پښتو ادب د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره يی هڅه او زیار په رښتیا هم چې تلپاتې او نه هیریدونکي دي۰
صابر صیب یو دروند او مخلص پښتون دی چي په وینه کې یې د خپلې پښتنې خاورې مینه او د خپل قام سره ورګډ دی او قلم او قدم دواړه د خپلو خلکو د خدمت او سوکالۍ لپاره پورته کوي۰
ښاغلی صابر شپه او ورځ د خپل قام او ولس غمونه ژاړي او د خپلو خلګو په ویر او غم دردیږي او پرې اوښکې تویوي۰  
د نوموړي په شاعرۍ کې ملی احساس او پښتانه رنګونه له ورایه ځلیږي او دده شاعرۍ ته یې لا پسې ښکلا او ځلا وربښلې۰
د ښاغلی صابر د شعر ژبه خوږه، سلیسه او روانه ده همدا لامل دی چې هر شعر یې په لوستونکو ژور اغیز او تاثیر کوی او د شعر تر پایه یې له ځان سره بیایي۰
پښتو ژبې او ادب ته د صابر صاحب خدمتونه او منډې د هيچا له سترګو پټې نه دي ان تر دې چې  مخالفين ېې هم د ستړياوو او کار او زيار اعتراف کوي او نوموړی  د پښتو د یوه پياوړي خادم په توګه  مني۰ 
صابر تر دې دمه له پنځوسو زیات د نظم او نثر اثار ليکلي او د چا خبره کتابونه ېې له قد او قامت څخه هسک او دنګ دي او په وزن کې له ده څخه درانه۰
ښاغلي صابر شپه او ورځ د پښتو د خدمت لپاره په ځان يوه کړي او په هر ډول سړو او تودو کې د خپلې خوږې مورنۍ ژبې د بقا، پرمختګ او ښکلا لپاره نه ستړي کېدونکې کارونه او هلې ځلې کوي او په دې سپېڅلې لار کې هيڅ ډول ستړيا او ناهيلي نه احساسوی ۰
صابر صاحب تل هځه کړې چې په لسکونو شاعران وروزي او د خپلې ژبې خدمت او چوپړ ته ېې تيار کړي تر څو خپلې ژبې ته د خدمتونو مصدر شی او دا ژبه له ورکېدو او مړه کېدو وژغوري۰
که له لږې مبالغې نه کار واخلو نو ويلای شو چې صابر د یوې اکاډمۍ په اندازه د پښتو ژبې او ادب لپاره کار کړی او په تش لاس يي په خپلو ځانګړو شتو په لسګونو کتابونه چاپ کړي او د لسګونو په شمير ېې د ادبي، غونډو، مشاعرو او کنفرانسونو تابيا کړې ده چې همدا ېې له خپلې مورنۍ ژبې سره د بې سارې مينې او تړون ښکاره او څرکند ثبوتونه دي۰ 
صابر د کار او دستار سړی دی او دده ادبي شخصیت په هغه کنډه تلل پکار دي چې د اوسمهال د ښو او پخو شاعرانو د فن تول پرې کېږي، 
 صابر په خپله شاعرۍ کې د شعر په بېلابېلو برخو کې د خپل فکر او خيال اسونه ځغلولی خو په ټوليز ډول ېې په هره وينا کې  ملي او ولسي رنګونه له ورايه ځلېږي او د خپل فن زیاته برخه ېې د خپل بې وسه او بې کسه قام او خزان ځپلې او په وينو لمبېدلې خاورې غمیزو، دردونو، ناخوالو او بدو ورځو ته ځانګړې کړي او د هغې انځورګرې ېې کړې ده۰
د صابر صاحب فکر او فن د خپل هردم شهيدو پښتنو د ژوند په ویرجنو او تاوجنو حالاتو او ناخوالو څرخي او نوموړی د یو تکړه او ماهر عکاس په توګه دا هرڅه په رښتينې بڼه تمثيلوی، د شعر په غېږه کې ېې نغاړي او د  تاريخ تلپاتې پاڼو  ته ېې سپاري۰ 
نور نو زه د ښاغلی صابر په شعر او شاعرۍ له اوږدو خبرو تیریږم او تاسو درانه ښاغلي او اغلي یې ددې  ښکلي کتاب لوستلو ته رابولم
هیله ده چې خوښ یې کړۍ او اودبي تنده مو پرې خړوب شي
درانه، هوسا سوکاله او پتمن اوسۍ
په ډیره مینه او درناوۍ

دا هم د صابر صاحب يو خوږ او ښکلی غزل چې تاسو درانه ېې لوستلو ته رابولم

غزل

راوړې مې په سترګو کښې لمبې وې -- نيمه شپه وه
لاليه ستا د بام غرغنړې مړې وې -- نيمه شپه وه
رڼا مې ترې په غېږو غېږو ټوله کړه سحر له
دا سترګې يې څۀ بل رنګه رڼې وې -- نيمه شپه وه
دا کلے لکه ټول د پښتنو وۀ , چې روان ؤم
نو ټولې اديرې او اديرې وې -- نيمه شپه وه
چې تا دروازې پورې کړې , چې ستا نه په ستنه شوم
د اوښکو بلې شمعې راسرې وې -- نيمه شپه وه
سپوږمۍ مې وه په غېږه کښې خو بيا هم يريدلم
په لاره ګښې د شپو په رنګه شپې وې -- نيمه شپه
او تاسره تېرې وې او سيلۍ وه ښۀ مې ياد شي
او ماسره په لاسو کښې ډيوې وې -- نيمه شپه وه
دا اوښکې وې چې ستا مغروره خپو کښې څڅيدلې
جرګې وې او جرکې وې او جرکې وې -- نيمه شپه وه
مودې پس مسافر ؤمه راغلے او واپس شوم
ستا کلے وو بدل , بندې حجرې وې -- نيمه شپه وه
صابره د صحرا سپوږمۍ هم تاته کړه خدائے شومه
کۀ شګې يې په سترګو کښې پرتې وې -- نيمه شپه وه

غزل

راوړې مې په سترګو کښې لمبې وې -- نيمه شپه وه
لاليه ستا د بام غرغنړې مړې وې -- نيمه شپه وه
رڼا مې ترې په غېږو غېږو ټوله کړه سحر له
دا سترګې يې څۀ بل رنګه رڼې وې -- نيمه شپه وه
دا کلے لکه ټول د پښتنو وۀ , چې روان ؤم
نو ټولې اديرې او اديرې وې -- نيمه شپه وه
چې تا دروازې پورې کړې , چې ستا نه په ستنه شوم
د اوښکو بلې شمعې راسرې وې -- نيمه شپه وه
سپوږمۍ مې وه په غېږه کښې خو بيا هم يريدلم
په لاره ګښې د شپو په رنګه شپې وې -- نيمه شپه
او تاسره تېرې وې او سيلۍ وه ښۀ مې ياد شي
او ماسره په لاسو کښې ډيوې وې -- نيمه شپه وه
دا اوښکې وې چې ستا مغروره خپو کښې څڅيدلې
جرګې وې او جرکې وې او جرکې وې -- نيمه شپه وه
مودې پس مسافر ؤمه راغلے او واپس شوم
ستا کلے وو بدل , بندې حجرې وې -- نيمه شپه وه
صابره د صحرا سپوږمۍ هم تاته کړه خدائے شومه
کۀ شګې يې په سترګو کښې پرتې وې -- نيمه شپه وه

امان الله نصرت

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5086