روښاني تصوف ، تبصره

By Pukhto.Net - May 28, 2020

روښاني تصوف ، تبصره

 رقابت علم و عرفان میں غلط بینی هے ممبر کی
یہ ظالم حلاج  کی سولی کو سمجھا هے رقیب اپنا 

ښه به دا وي چي اول زۀ د دې تحريک په لړ کښې خپل ځيني عمومي او ذاتي معلومات او معروضات په لنډو ټکو کښې وړاندي کړم

د پښتون قام د مذهبي او د سياسي ملي نهضت (نشاط ثانيه) تحريکونه د تاريخ په بېل بېل دورونو کښې اوچت شول. دوی کښې د ټولو نه اولنی تحريک پېل د سويلي وزيرستان د يو مقام کانيګرم نه وشو او د روشنائي تحريک په نوم د تاريخ په پاڼو کښې يې خپل نوم ثبت کړو. دويم تحريک د ايمل خان دريا خان او د خوشحال خان پاڅون ؤ او دريم د حاجي صاحب ترنګزو او د ستر باچا خان خان عبدالغفار خان هلې ځلې وې. درې واړو تحريکونو مذهبي او سياسي رنګ لرلو

و پير روښان ته خدائ تعالیٰ ډېر ښه  صلاحيت وربخښلی ؤ، د انقلابي ذهن او اوچت خيال لرونکی شخصيت ؤ. د دۀ جدت خوښه ونکی ذهن ګړد وړد کښې مروج مذهبي علمونه صوفيانه خيالات او وراسته شوي رسومات نۀ شو زغملی. دۀ ته چي کله يو کامل پير په لاس ورنغلو نو ذاتي مجاهدو او کلک رياضتونو نۀ پس يو نوې صوفيانه مسلک ايجاد کولو کښې بريالی شو، د دۀ تحريک چي اول کښې يې يو مذهبي نوعيت درلود. رو رو يو سياسي رنګ خپل کړو

روښاني مکتب د فکر د اسلامي نړۍ واحد اولين او اخرين د طريقت سلسله وه، چي د پښتونخوا په ځمکه وزېږېدله. دلته يې وده وکړه او له دې ځائ  نه نورو سيمو ته خوره شوه. باقي ټولي سلسلې د بهرني هيوادونو نه دې علاقې ته راورسيدې. ګر چي نسلاً د دې مسلک باني پخپله پښتون نه ؤ بلکې انصاري عرب ؤ اوسني ډېرو محققينو دی د پښتو ځيني څانګو سره تړلې دئ (خو دا ټولي مفروضې دي). د وحدت الوجود قائلي د طريقت ټولي سلسلې ما سوا د نقشبنديه مجدديه لکه سهر ورديه، چشتيه، قادريه او نقشبنديه باقيه دي

نو اخوند دروېزه بابا او نورو ځينو بزرګانو د روښنائي مسلک دومره کلک مخالفت  ولي کولو؟ نو د دې وجه د روښنائي مسلک په نوم د طريقت په سلسلو کښې د يو نوي صوفيانه بدعت د ايجاد بنسټ ايښودل ؤ، د پلار نيکه د سلسلې نه بغاوت ؤ. دې نوي سلسلې کښې خو وروستو انتها پسندي او شدت پسندي راغلې وه، د دۀ وحدت الوجودي نظريه د هندوانو د حلول او د وېدانت عقيدې ته ورنږدې وه. دی خدائ پاک او روح کښې فرق نۀ کوي. پير تمام او پېغمبر هم مرتبه شمېري. (رساله الحق مضمون د مولانا مدرالله مدرا صاحب) سني حضرات چي څنګه څلور کتابونه الهامي شمېري څلور فرښتې افضلي ګڼي. او څلور خلفائې راشدين ته برحق وايي، د فقهي څلور مکتبونو سره تعلق لري، داسي د تصوف څلور سلسلې مني، دې کښې د بل الهامي کتاب او د سلسلې ګنجائش نشته، پير روښان خو د سلوک پېل د دې طريقو نه له بغاوت څخه کړی ؤ او خپله يې د يوې نوي سلسلې بنياد کېښود. داسي ګڼ صوفيا، و علما، صاحبان د واک او اختيار د دۀ کلک برخلاف وشو، او عام خلګ خو همېش  د دې درو طبقو پسي روان وي، د نوي ائين اعلان خو دا وايي

آئین نو سے ڈرانا طرز کہن پہ اڑنا 
منزل یهی کٹن هے قومو کی زندگی میں 

پروفيسر ډاکټر پرويز مهجور د پښتونخوا يو نوموړی پوهان، خواري کښ، څېړنګار، اديب او مصنف دی. روښنائي تصوف د دوی د ليکلي کتاب مسوده ده، ذهين ښاغلی مصنف په يو ډېر نازک متنازع خو تاريخي اهم موضوع باندي ليک کړی دی. اول خو تصوف او طريقت ځاني د ډېرو انتها پسند علما ظاهر په نظر کښې د توحيد او د رسالت خلاف يو متوازي دين دی. زموږ يو سم متشرع ملګری ډېره موده سعودي عرب کښې ډاکټر پاته دی. هغوی ويل چي ما يو ځل د مکې معظمې د يو ستر عالم مخ کښې د حضرت مولانا اشرف علي تهانوي ذکر په دې ټکو سره وکړو چي هغه يو لوی، عالم او صوفي تېر شوی دی، نو هغه وهابي عالم خپلو غوږونو ته لاس وروړلو او په ډېر تعجب سره يې وويل: دې عالم او صوفي نه توبه.

 د تصوف بلا تعريفونه شوي دي. خو يوه معتدله رايه دا ده چي اصل تصوف خدائ پاک په عبادت سره رسول الله   په محبت سره  او مخلوق په خدمت سره راضي کولو نوم دی

 ډاکټر مهجور د دې هم زيات يو بل زړۀ ورتيا او کمال دا وکړ، چي د زمانو د علماؤ د خولو رټلې مسلک د پاني د تصوفي نظرياتو جائزه يې د دې تحريک د بنيادي ماخذ کتابونو په رڼا کښې دا رنګه په مثبت او مناسب رنګه اخستې ده، چي هم دا مسلک يې په مدلل عالمانه انداز کښې نۀ صرف (ژغورلې مرسته) کړی (تشريح و توضيع) کړی او جوت ښکاره (خاکه راښکل) هم کړې ده، او هم په ډېر ښکلي مؤثر منتقي او هنري توګه باندي (تشهر) کړی دی چي زما دا پوخ يقين دی چي که اخوند دروېزه بابا هم د تعصب د عينک د لېري کولو نه پس په سړه سينه دا مضمون لوستی وای نو په خپلو فتواؤ باندي به يې د پښېمانۍ نه پس به يې د دوی نه بېرته رجوع کړې وه، او موجوده نقادانو به هم په خپلو اختلافي ويناګانو سره دوباره مثبت غور کړی وای. مهجور صاحب کار دومره اسان کار هم نۀ ؤ، ځکه چي د پير روښان يو بل هم عصر مصنف چي د رواياتو مطابق يې د دۀ سره مخ په مخ ليدل هم شوي ؤ، په خپل کتاب دبستان مذاهب کښې برملا روښنائي مسلک ته يو بېل مذهب وايي

اوس راځو د پروفېسر ډاکټر پروېز مهجور صاحب د تصنيف روښنائي تصوف د مندرجاتو په لور

۱:  د کتاب په اولني بابونو کښې فاضل څېړنګار د طريقت د بېلو بېلو سلسلو ذکر، سره د تاريخه کړی دی، څو پوري چي زما معلومات دی د تصوف ټولي سلسلې اخير کښې حضرت علي کرم الله وجهه ته رسي. سوا د نقشبنديه مسلک چي حضرت ابو بکر صديقؓ ته منسوب ده. دا ټولي سلسلې بشمول د نقشبنديه امام الاوليا شير د خدائ علي مرتضٰی کرم الله وجهه څخه ګڼي، فاضل مصنف د حضرت علي ذکر چېرته د تبرک لپاره هم نۀ دی کړی، البته پير روښان يو ځائ  خپل د حلال او د حرام و موقف ته د تقويت ورکولو دپاره د حضرت علي يو قول ورکړی دی، د علي محمد مخلص روښنائي د يو شعر نه خو جوتېږي، چي روښاني مسلک کښې هم د حضرت صديق اکبرؓ نه د ولايت آغاز کېږي لکه څنګه چي سلسلۀ عاليه نقشبنديه کښې د مهدي معصوم او پاک تصور سنيانو او شعيګانو دواړو کښې شته

ابتدا دي ولايت  سوله صديقه
خاتمت يې په مهدي معصوم د پاک دی

مجدد الف ثاني نقشبندي د درو مرتبو د درجو ذکر کوي

۱: نبوت ۲: امامت  او ۳ ولايت

نبوت کښې ټول انبيا کرام راځي، د امامت په درجه کښې شېخان عضام، (حضرت ابو بکر صديقؓ او حضرت عمر فاروقؓ) فائز دي، په مقام د ولايت کښې علي شير د خدائ ته د امام الاوليا مرتبه حاصله ده، نور بارکيانو کښې د تللو ضرورت نشته

مطلب دا چي روښنائي ځان ته يو صوفيانه مسلک دی، چي د سنيانو د نورو مسلکونو اصطلاحاتو ته يې د جدت رنګ ور کړی دی، داسي باطنيت باندي خو د تصوف ټوله بنياد ولاړ دی چي ګران مصنف يې هم ښه وضاحت کړی دی، داسي روښنائي مسلک کښې د اسماعليت او د شيعت د اثراتو هډو سوال هم نۀ پيدا کېږي

۲: فاضل مصنف د حالنامې د يو عبارت نه دا نتيجه اخذ کړې ده، چي د پير روښان مسلک اويسيه ؤ، خو دا صحيح نۀ ده. اصل عبارت دا دی، "پير دستری  فرمود کہ طريق ما چون اويسيہ است" د دې کرښي ټکي په ټکي معنا ده، پير دستګير وفرمايل چي زموږ طريقه د اويسيا په شان ده، روښنائي د تصوف په دنيا کښې ځان ته د طريقت يوه لاره وه، چي خپل باني يې لرلو بنيادي تعليماتو او اسباقو کتاب يې لرلو، چي دوی د نورو مسلکونو خلاف الهامي ګڼلو، داسي خپل صوفيانه اصطلاحات يې لرلو

۳: محترم څېړنګار د شېخ داتا ګنج بخش په باره کښې ليکلي دي (چي داتا ګنج بخش د تصوف) د هيڅ يوې ډلي سره تړون نۀ درلود. خو د وکي پيډيا بيان دی، چي داتا صاحب په طريقت کښې د شېخ ابوالفضل محمد بن حسن ختلي مريد ؤ او د شېخ ابوالفضل ختلي د طريقت سلسله جنيديه صوفيه وه

۴: د موحدثينو او صوفيا په منځ کښې د حديثونو د جرحه او تعديل معيارونه بېل بېل وي، د صوفياؤ په کتابونو کښې داسي داسي عبارتونو ته هم د حديثونو نوم ورکړل شوی دی،  چي موحدثين يې ضعيف موضوعي مرفوع مقطوع (منقطي) د عربي مقولې اسرائليات يا د بزرګانو، مشائخو اقوال يې ګڼي. دلته حال دا دی چي داسي حديثونه د صوفياؤ د ټول استدلال او د علم بنياد وي، داسي د علمائې ظاهر او د علمائې باطن  د قرآن پاک د پاک آيتونو تاويل معني او تشريح کښې هم کله کله فرق وي، چي مصنف هم ورته اشاره کړې ده، او اقبال هم په دې رباعي کښې دا ګله کړې ده

زمن بر صوفی و ملا سلامی 
کہ پیغام خدا گفتند مارا
ولی تاویل شان در حیرت انداخت
خدا و جبرائیل و مصطفٰی مارا

واقع دا ده چي اسلامي تاريخ کښې اول قرآن پاک راټول شوی دی بيا د حديثونو د مجموعو نمبر راځي په دريم نمبر فقهه راځي او اخير کښې تصوف. خو چونکه په هندوستان کښې اسلام د صوفيائې کرام د کوششونو په وجه خور شوی دی، د علماؤ اکثريت د فقهه حنيفيه قائل وو، د حديثونو علم ډېر وروسته د شاه ولي الله او د دۀ د اولاد په برکت خور شو، هغه د نامتو بزرګ حضرت نظام الدين اوليا او د هغې زمانې د قاضي صاحب قصه ډېره مشهوره ده، چي د سماع په دفاع کښې يې ورته د صحاح سته حوالې ورکوي، نو قاضي صاحب ورنه د امام ابو حنيفه سند وغوښتو، اوليا د صاحب په جلال کښې راغلی، او وې فرمايل چي لعنت په هغه قام چي زۀ ورته د حديثونو حوالې ورکوم، او هغه رانه د امام صاحب قول غواړي

داسي د پير روښان کلک مخالف اخوند دروېزه بابا خپل مشهور کتاب تذکره کښې د حضور  د دف په اورېدو و واقعې ته د کفارو افتراع او بهتان وايي واقعه مفترا    د علي النبي عليه الصلوا والسلام .................... حال دا ده چي د دې واقعې ذکر د حديث پاک دوه مشهور کتابونه بخاري شريف او مشکٰوه شريف    کښې راغلي دي. داسي اخوند صاحب وجد او رقص ته بد وايي. حالانکې د حديثونو دوه کتابونو بهيقي او ابو داؤد کښې راځي، چي يوه روځ حضور  حضرت جعفر طيارؓ ته وويل چي : اشبهت "خلقي و خُلقي" "ته زما سره په صورت او سيرت کښې ملاوېږې" نو جعفر طيار يعني....... (وجد، رقص، ګډا) کول پېل کړ. هسي خو دا عام متل دی چي " ولي را ولي ميشناسد" خو کله کله د حوالو او د مقاماتو د فرق په بنا دوی کښې هم غلط فهمي او اختلاف پيدا شي

 پير روښان د نفس څلور قسمونه ښودلي دي
نفس اماره
 نفس لوامه
نفس ملهمه
 نفس مطمئنه

دې کښې نفس اماره، نفس لوامه او نفس مطئنه د قرآن پاک اصطلاحات دي. د نفس ملهمه ذکر په قرآن مجيد کښې نشته، چي په قول د پير روښان ځائ  دی د فرښتګانو دا دی د عالم ملکوت مقام دی، مصنف هم د دې خبري ذکر کړی دی، البته د نفس ناطقه ذکر ځينو عالمانو او مشائخو کړی دی، چي سالک ورسره د ښه او د بد تميز د عقل سليم يا د منطق په ذريعه کوي، او بيا د دې اوه (۷) بندونه د يو حديث پاک په حواله بيان کوي

(۱) تکبر (۲) حرص (۳) حسد (۴) شهوت (۵) غيبت (۶) بخل (۷) کينه

حمزه بابا چشتي نظامي په دې کښې د دوو نورو قسمونو اضافه هم د قرآن پاک په رڼا کښې کړې ده

 (۱)   نفس راضيه (بنده د خدائ پاک نه راضي شي  (۲) نفس مرضيه خدائ پاک د بنده نۀ راضي شي. حال دا چي دا  د نفس مطميئنه برخه دي

علم ظاهر او علم باطن کښې څه فرق دی؟ دا سوال يو ځل په ما باندي محترم استاد تقويم الحق صاحب په يو خط کښې کړی ؤ، ما ورته د خپل محدود علم مطابق وليکلو چي تش د ظاهري علم خاوندان، عالمان، د شرعي حکمونو ګذار په فرعون او منصور دواړو کوي، د آنا الحق او د انا ربکم اعلیٰ په دعوو کښې هيڅ فرق نۀ کوي، احوال او مقامات کښې فرق نۀ کوي، ورته يې سره د نورو مثالونو د دۀ د نيکه حضرت کاکا صاحب عليه الرحمه مثال هم وليکلو. تاريخ مرصع ليکي، کاکا صاحب يو ځل خپل کتابونه عالمانو او خادمانو ته عنايت کړل، او مسجد يې ويران کړو، لرګي او خښتي يې په فقيرانو وويشلې، شېخ شهاب الدين (د دې تورو ليکونکی د رشتې غور نيکه ؤ) چي مرد د لاري ؤ، حضرت شېخ کاکا صاحب ته پېغام واستولو چي کتابونه دي په خلګو تقسيم کړ حق دي لرلو چي ستا ملکيت خو جماعت خو د هيچا ملکيت نۀ ؤ، تاسو په کوم بنياد د دې خښتي او لرګي په فقيرانو ووېشلې شېخ کاکا صاحب په ځواب کښې ورته وويل چي ما د دې څو کتابونو او د جماعت هيڅ څيز سره د زړۀ تړون نۀ لرلو. هر هغه شی چي زۀ ورسره د زړۀ تړون لرم زۀ هغه د خپلي لاري دښمن ګڼم. په دې وجهي مي کتابونه تقسيم کړ، هم دا رنګه جماعت سره ما د زړۀ تړون لرلو، ما په دې کښې لمونځ کولو، داسي نۀ وي چي زما دا د زړۀ تړون زما لمونځ بت پرستي ونۀ ګرځوي، دې دپاره دا عمل ما نه سر زد شو، دې سلسلې کښې ما معذوره وګڼه، ميا صاحب دلته زما د نيکه سوال د يو عالِم ظاهر سوال ؤ، او دا ستا د نيکه معذرت د يو عالِم باطن ځواب ؤ، افسوس په پير روښان تر اوسه دوه قسمه پوهانو ليک کړی دی، اوله ډله کښې قام پرست او ملکي او غير ملکي سياسي اعتراضو لاندي ليکونکي دي. دويمه ډله د سترو سترو علما ظاهري ډله ده، چا د تصوف په هنر عملي يا علمي مکمل تصرف لرونکي پوهان په دې موضوع قلم نۀ دی پورته کړی، يا بيا زما تر نظر داسي ليک نۀ دی راغلی. دا کمي فاضل مصنف محترم ډاکټر پروفيسر پرويز مهجور صاحب پوره انصاف سره پوره کړو، چي (ولي خو نۀ دی خو خالي هم نۀ دی). د عملي صوفي نه صحيح حد د تصوف د علم مطالعه يې کافي پراخه او ژوره ده

(۷) ګران مصنف د دې مسلک سياسي اړخ بېخي نۀ دی څېړلی. ګرچه هر مذهبي او اصلاحي تحريک اخذ سياسي رنګ اختيار کړی، دا زموږ تاريخ دئ، د حيرت خبره هم دا ده چي په خير البيان کښې چېرته هم د جهاد يا د قتال ذکر نشته، حالانکې د بعضي علماؤ په نزد دا د اسلام شپږم رکن دی، دې تحريک هغه وخت سياسي رخ اختيار کړ چي ځيني جنوني چله کونکي روښانيانو يوه پر امنه قافله ولوټله او دا تحريک په قبائلو پښتنو کښې د نفاق او د فساد سبب وګرځېدو. دا د دۀ د مريدانو کار رهزني او عيندي شو، خو دا زيات تر دې سياسي اثرات دي چي د مصنف د دائره کار نه بهر موضوع دی، دې دپاره يې نۀ دي څېړلي

(۸) اويسيه طريقه کښې د سالک تربيت او روزنه حضرت رسالت مآب د بغير  د يو پير د واسطې کوي، مصنف د دې ښه تفصيلي وضاحت کړی دی، خو د چشتيه نظامي د حمزوي څانګي بزرګ حضرت امير حمزه شنواري مرحوم د ملک عبدالرحمان صاحب په نوم مکتبات کښې ليکلي دي چي د اويسي طريقې باوجود به هم سالک د چا بزرګ نه خامخا استفاده کوي، د کاکا صاحب د اويسي طريقې په باره کښې ليکي چي کيدای شي چي کاکا صاحب په ژوند کښې هم د چانه استفاده کړې وي، دا ضروري نۀ ده، چي موږ ته معلوم وي چي د چا نه يې استفاده کړې ده، ځکه چي د عدمِ علم نۀ عدمِ شی لازم نۀ راځي، مناقباتو کښې راځي چي کاکا صاحب په خپل ژوند کښې د اخوند پلجو بابا پير مبارک شېخ ادم بينوري او حاجي بهادر صاحب نه فېض تر لاسه کړی ؤ، پير روښان خو نېغ په نېغه د حق تعالٰی له لوري د الهام دعوه ګر ؤ، او ځان ته يې يو مکتب سازکړو، او تصوف کښې يې د يو نوي اجتهاد لار خپله کړه، او د جبه او دستار خاوندان يې کلک مخالف شو

(۹) مهدي ـــــــــ د مهدي په لقب اسلامي دنيا کښې ډېر شخصيتونه تېر شوي دي لکه شېخ الائي او سيد محمد جونپوري مهدي سوډاني وغيره. مهدي سوډاني خو د مهديو په نوم په سوډان کښې يو حکومت قائم کړی ؤ. سيد محمد جونپوري د مهدويت دعوهٰ په مکې معظمې کښې کړې وه، خو د مکې عالمانو ورباندي څه ډېر غرض نۀ ؤ لرلی. صرف د مهدويت دعوهٰ خپله څه ډېر د تشويش خبره نۀ ده، بلکې د دين  د اخيار او د تجديد ذريعه سبب ګرځي، اصلي مهدي معود، مهدي مسيح يا مهدي اخير زمان به وي، چي د قيامت نه مخکښې راځي، پير روښان خپله ځان ته د مهدي ويلو ترديد کړی دی، البته د دۀ يو خليفه ارزاني خويشکي د دۀ دپاره دا لقب په کار راوستی دی، خو داسي ټکی د ضرورت شعري لاندي کارول شوی دی، او که د پير نمي پرد مريدان مي پرانند يو مثال دی

۱۰: د فاضل ليکوال يو اهمه او غوره نقطه په پاڼه ۱۱۴مه دا عبارت دی، پس بايزيد قدّس سرّه غسل نمود. د مخزن فاضل مقدمه نګار په مخزن کښې د خير البيان دا عبارت داسي نقل کړی دی، پس بايزيد قدس سره غسل .......... او لاندي حاشيه کښې يې ليکلي دي: ( مقامات منقوطہ در نسخہ اکيڈمی خالی اند) او بيا يې د دې عبارت ترجمه په پښتو کښې داسي کړې ده

بايزيد غسل (پرېښو) د خير البيان تنقيدي مطالعې کښې هم يو بل محقق قلندر صاحب هم دا عبارت دغسي راخستی دی، او بيا يې د غسل پرېښودو تاويلات هم ليکلي دي. زۀ په وثوق سره نۀ شم ويلای، چي قلندر صاحب اصل الفاظ څه وو، ځکه چي کلونه مخکي د فاضل ليکوال دا ليک زما د نظر نه تېر شوی دی. (څراغ) په کال ۱۳۶۴ ش د کابل پښتو ټولني دوه د سر محققينو دوست محمد شنواري او نورالله ولسيال د بايزيد دا حالنامه له ډېرو منډو ترنډو پس چاپ کړې ده، د دې نسخې په باب په پاڼه ۷۲ يم هم دا عبارت داسي ليک ده

پس بايزيد قدّس سرّه غسلِ جمعہ ساخت، کمال دا دی چي د دې ټولو فاضل محققينو ماخذ د علي ګړهـ لائبريري کښې موندل شوې يوازنۍ نسخه ده، خو د غسل نمود په مقابل کښې غسل ساخت د ترکيب  فارسي محاوره مطابق ده، د دې يوه اهمه وجه دا هم ده چي تر اوسه د حالنامې دا واحده موجوده ننۍ نسخه ده. هسي داسي ښکاري چي د مخزن مقدمه ليکونکي او د دۀ ملګري په ذهن کښې مخکښې نه د اخوند دروېزه دا خور کړی عبارت ؤ، هم دغسي معامله د خير البيان د يوازنۍ نسخې هم دی، چي ځيني څېړنکو ورباندي اعتراضات کړي دي، لکه: د ويکي پيډيا مضمون نګار ليکي

“How ever this Pashto Book is not in an other’s words but a Pashto Academy translation of his original Persian main script”

ترجمه: بيا هم د پښتو دا کتاب د مصنف په خپلو ټکو کښې نۀ دی، بلکې د پښتو اکېډمۍ ترجمه کړی د اصل فارسي نسخې څخه دی، نو د پښتو نامتو افغان سر محقق ښاغلی هيواد مل زلمي د رامپور لائبريري کښې د دې خير البيان د يوې بلي نسخې انکشاف په خپل کتاب د پښتو ادب نثر اتۀ سوه کاله کښې کړی دی، محققينو ته پکار دی چي د دواړو نسخو د موازنې نه پس يو ځائ  وټاکي چي شکونه رفع شي

۱۱: فاضل محقق مهجور صاحب اولنی محقق دی چي پير روښان يې شهودي ثابت کړی دی، تر اوسه به ټولو محققينو دا ويل چي د دۀ مسلک وحدت الوجودي ته ور نږدې دی. مهجور صاحب د پير روښان د عرفاني عروج د احوالو اخري منزل سکونت داسي بيانوي چي سالک دې حال کښې بېرته د مخلوق پورته رجوع کوي، او د نور د حلقې نه د وتو نه پس ورته جوت شي، چي خالق خالق دی او مخلوق مخلوق. د روښاني مسلک دې اړخ ته فاضل څېړنګار چي څنګه د لوستونکو پام راګرځولی دی او بيا يې کاميابي سره د دې وضاحت کړی دی، دا زما په خيال کښې د دۀ يو د شاباسي وړ منفرد کمال او مضمون ته يوه نوې رسائي او د ژوري پوهي او د مطالعې نظر دی، که موږ د دوی دا نوی موقف صحيح وګڼو، او حقيقت هم دا دی چي دې کښې بې د شک ګنجائش هم نۀ دی پرېښودلی. او د دۀ د دې بيان نه يوه بله زړۀ راکښونکې نتيجه راوځي.

شېخ احمد سرهندي هندوستان کښې اولنی بزرګ يادېږي چي د ابن عربي د وحدت الوجود په مقابله کښې يې د وحدت الشهود نظريه وړاندي کړله، اوس د مهجور صاحب د دې نوي تحقيق نه پس موږ په حقه دا دعوهٰ کولای شو چي دې سيمي کښې د شهودي نظريې بنسټ ايښودونکی پير روښان دی ځکه چي د مجدد الف ثاني زمانه له (۱۶۲۴ع) نه  (۱۵۶۴ ع) کال دی، (۹۷۴ هـ تا ۱۰۳۴ هـ ) عمر تقريبا۶۰ کاله ؤ او پير روښان په کال۲۶- ۱۵۲۵ع  (۹۳۱ــــ ۹۳۲هـ) کښې زېږېدلی دی او په (۷۳ـــــ ۱۵۷۲) ، (۹۸۰ هـ) وفات دی او دا چي د مجدد صاحب مرشيد او هندوستان کښې سلسلۀ عاليه، نقشبنديه بنياد ايښونکی خواجه باقي باالله صاحب چي هغوی هم وجودي ؤ، هم د پير روښان نه په عمر کښې کشر دی. (۱۰۱۲ــــ ۹۷۱ هـ) دا يو نوی انکشاف دی چي وياړلي مهجور صاحب ته رسي. ګرچي پير روښان دې مرحلې ته د شهود اصطلاح په کار نۀ ده راوستې

 ۱۲: اسلوب ــــــــــ فاضل مصنف د خير البيان په اسلوب هم ښۀ بشپړه علمي ثبوتونو سره بحث کړی دی، دا هر څه صحيح، خو زۀ ځاني شاهد د ناپوهي په وجه د خير البيان د اسلوب نه متاثره يم. چي مخلص ارزاني، مرزا انصاري، او داسي نور د هغه وخت د نظر خاوندان، عالمان او شاعران يې په وجد کښې راوستل، زما په خام خيال کښې د دې نه لې رموز او اهنګ الهامي رنګ لرل خو څه، چي د رحمان بابا د کلام اعجاز هم نۀ لري. د شېخ عبدالقادر جيلاني د ابن عربي او د مولانا روم په شان د کلام تاثير، فن او ترنم خو ډېر د لېري خبره ده، د تشو ځيني مؤزون او ځيني صوتي کافيو لکه ادميان، اعلام، کلام، حرام، اسلام په کار راوستو او يو ځائ  کولو سره داسي د پيريانانو په ژبه کښې د خبرو کولو يو غير مؤزون بيان دی. د پير تمام په خپل کلام کښې نۀ خو الهامي کيف رفعت روحاني حلاوت او نغمګي شته نۀ د وجدان د رڼا معنا پړکونه او موجونه پکښې څپې وهي، روحاني سرور معنا مفقود ده الهامي کلام په مېنځ کښې د عام فقهي مسائلو بيان څۀ معنا؟ البته د پير روښان د وسعت د علم د صوفيانه مشاهداتو قلبي وارداتو د مقصد، اخلاص مجتهدانه صلاحيتونو د يو اوچت د مسکنت مقام ته د رسېدلو هڅو زۀ حيرت کښې واچولم د دۀ دا ذهني صلاحيتونه وهبي، کسبي او خانداني وو، د دۀ پېغام عالمګير ؤ، تش افغان، فارسي بان، عرب يا عجم نۀ مخاطب کوي، بلکې واړه ادميان (نوع انسان) ځان ته رابولي ځکه خو نن کله روسيان راځي او دی د جاګيردارۍ د نظام خلاف يو سوشلسټ ثابته وي، قام پرست ورته د پښتون قام پرستۍ اولين سرخيل او مؤسس وايي، اسماعلي باطني مبلغان د دۀ په تعليماتو کښې خپل مطلبونه لټوي، او مغربي مفکرين دی د يوې انساني بردارۍ مبلغ د مغلي استعمار دښمن او نر او د ښځي ته د يو شان تعليم ورکولو نقيب ګڼي، خو که څوک د دې مسلک د تعليماتو اصلي پړکونه ليدل غواړي نو د پروېز مهجور دا کتاب دي په غور او فکر سره ولولي. 

۱۳، د فارسي د يو شاعر شايد د شېخ علي حزين وېنا ده، تصوف برائے شعر خفتن خوب است، تصوفي خيالات اکثر په رنځ کنايه او تشبيه بنا وي، يوه تصوراتي او خيالي د ښکلا دنيا په مغزو کښې ګرځول وي،د صوفي د بيان يا وېنا ظاهري مطلب يو وي چي اکثر سطحي معمولي او کله کله د شريعت مقدسه په نيوکه کښې راځي، خو باطني کښې يې د معنا يو سمندر او د شريعت اصل روح خو کښې پټ وي، د سطحياتو تشريح خو کله نه کله د تصوف مسند عالمانو دپاره هم ګرانه پرېوځي. لکه مولانا روم ته منسوب يو شعر دی

من زی قرآن مغزر  را برداشتم
استخوان پیش ِ  سگان گزاشتم 

 د يو قادري بزرګ شعر دی

پنجہ خود را پنجہ خدا دارم
من چہ پروا ئی مصطفٰی دارم

 داسي د ابن عربي يوه وېنا ده چي

ولدت اُمی ابٰها زامن عجباتي و انا طفل صغيرُُ فی حجور مرضعاتی

زما مور، زما پلار او د زېږېدلو دا عجبه خبره ده ځکه چي دا وخت زۀ په خپله د دايانو په غېږ کښې لوبېدم او وړوکی بچی وم، اوس که زۀ د دې اشعارو تشريح معني او مفهوم په تفصيل کښې ځم نو مضمون به ډېر اوږد شي، خو د دې علم د پوهانو د خولې نه وتلي د دې وېنا اکتفا کوم چي شريعت کښې توره خوړلو سره سړی کافر کېږي، خو تصوف د احوال و مقامات په چکر کښې د سر د ګرځېدلو نه سالک کافر کېږي نۀ. او دا هم ياد لرل پکار دي، چي يو کشف الهام يا خو به د صاحب کشف دپاره حجت کېدای شي، خو تمام خلګ د دې د منلو مکلف نۀ وي. خو د دې ټولو خبرو او احتمالاتو باوجود تصوفي خاص کر وحدت الوجودي شاعري د مشرقي شاعري اصل حسن ده، څومره ادبي رفت او خوند چي د وجودي صوفيانو شاعري کښې دی، د هغې په مقابله کښې وحدت الشهودي شاعري بې د مالګي، بې د خوشبويه، بې د رنګه خوشکه لګي. د فارسي، اردو او د پښتو اکثره شاعران وجودي وو، خو کمال دا دی چي په پښتو ژبه کښې روښنائي شاعرانو چي کومه شاعري کړې ده، د هغې مثال او نظير نۀ مخکښې پښتو ادب کښې ؤ او نۀ تر اوسه شته. د دوی د شاعرۍ په باره کښې ويلای شو، چي د دوی نغمه شهودي ده، نو، لې، يې وجودي دي. د دې مثالونو د مهجور صاحب په دې تصنيف کښې ځائ  پر ځائ  موجود دي.

۱۴:  ګر چه نامتو شاعر عالم او صوفي امير حمزه شنواری په خپل تصنيف تذکره ستاريه کښې د حضرت پير بابا د سلسلې د ابترۍ په ذکر کښې ليکلي دي، چي د دې سبب اخوند دروېزه بابا ؤ، ځکه چي پير بابا قدس سِر‌‌ّهُ د دوی د تکميل نه لاس اوچت کړل. داسي اخوند دروېزه د تکميل درجې ته ونۀ رسېدو، او د دوی نه وروستو ټوله سلسله ختمه شوه، خو د دې باجود دا خبره ډېره اهمه ده، چي اخوند دروېزه بابا مزار د شريعت د ډېر زيات د پائندګۍ او د دين برحق سره د اخلاص له برکته نن هم ژوندی دی، مرجع خلائق دی، ګڼو عام خلګو سره د سلوک او د معروفت لارويو د دوی د قبر نه فېض موندلی دی. بل اړخ د پير روښان د قبر پته نۀ لګي ټولي مفروضې دي، د دې باوجود د تاريخ په پاڼو او د مهجور په شان نورو پوهانو منورينو او د عارفانو په زړونو کښې دې مشائخو الصفات اتل د يو دائمي د بقا مقام ورته حاصل دی

بعد از وفات تربت من در زمین مجو
در سینہ هائی  مردم عارف مزارِ ماست 

۱۵: محترم پروېز مهجور صاحب تقريباً څلور نيم سوه کاله پس دا  تصوفي مسلک او د دې باني د کفر د الحاد او د لعنت د هغو الزاماتو نه په عزت سره بري کړی دی چي د هغه وخت نه تر اوسه د اخوند دروېزه بابا معتقدينو او متاثرينو عالمانو او صوفيانو په دوی د تواتر سره لګولي دي. په خپل تحقيق کښې يې نوي نوي نقطې رابرسېره کړي دي. لنډه دا چي دا کتاب د نن نه په دې مسلک د يو حکم (اتهارټي) سند او د حوالې درجه لري. او د پښتو په تصوفي ادب کښې يوه نوې، اهمه، او منفرده تاريخي اضافه ده، کم از کم زما بې علمه په معلوماتو کښې خو يې کافي اضافه وکړه، او زما په خيال کښې د مهجور صاحب نه پس به په دې عبقري ذهن چي د وخت نه مخکښې پيدا ؤ، په شخصيت تعليمات او خيالاتو به نور ډېر د نظر او د بصيرت خاوندان به قلم اوچت کړي، انشا الله 

لکھی جائیں گی کتابِ دل کی تفسیریں بہت

۱۶: اخير کښې زۀ بل وضاحت هم ضروري ګڼم، چي زۀ د علما٫ حق او اوليا برحق او باسفا د پښو خاوري يم، نۀ عالم يم، نۀ صوفي، نۀ محدث او نۀ فقيه، دا وخت د حوالې دپاره کتابونه هم راسره نشته جسماني، اعصابي او ذهني کمزوري هم د دې دپاسه

  اب عناصر میں اعتدال کهاں

صرف د ځيني عالمانو صاحبانو او د صوفيا٫ کرام  د ناستي او د خپلي نيمګړي مطالعې او زوړ خانداني پس منظر او نسبت په زور د ګرانو وړونو مهجور خويشکي صاحب او د محترم نصر الله خان وزير صاحب په پرزوره اصرار او فرمائش دا يو څو بې ربطه کرښي مي وليکلې. د سهوه د غلطۍ يا د لغزش دپاره د خپل لوی رحيم او کريم رب نه د بخښني خواست ګار يم. (من آنم کہ من دانم)

فرید کالی مینڈی  کپڑی کالا مینڈا ویز 
گناهاں بھریا میں پھراں لوگ کهیں درویش 

  ترجمه: او فريده! توري زما جامې دي او توره زما خرقه ده. د ګناهونو پېټی زۀ په سر ګرځوم. خو خلګ مي بيا هم دروېش بولي

ليکوال:سيد چراغ حسين شاه 
د مجلې ګڼه:۸مه
د مجلې د چاپ نېټه:جولائي ستمبر ۲۰۱۵

Print Friendly and PDF

Author Name: Pukhto.Net

Total Articles : 9

Total Hits: 2995