ټول اسمان په زمکه پروت دے

By Amanullah Nasrat - May 30, 2020

ټول اسمان په زمکه پروت دے

شعر او شاعري يوه الهي ورکړه او اسماني ډالۍ ده چې د ځينو انسانانو په برخه کېږي او هغوی په دې ځانګړي استعداد او هنر نازول کېږي۰
د نړۍ په مخ ډېر لوی لوی ادبپوهان او نوموتي ليکوالان او عالمان تېر شوي او شتون لري خو د شعر ښاپېرۍ ورسره ملتيا نه ده کړې او له دې لوی نعمت څخه محروم او بې برخې دي۰
ښاغلی الطاف ګل ګل یو له هغو ځلانده ستورو څخه دے چې لوی رب پرې د شاعرۍ پېرزوينه کړې او دا پوهه او قابليت ېې وربښلی دی۰
الطاف ګل ګل چې کله قلم راخيستے نو د کاغذ په پاڼو ېې سندريز الفاظ او رنګين کلمات ترسيم کړي ، خپل خيالات او افکار ېې پکې انځور کړي دي او ملغلرې ېې په تار کې پييلي دي۰
ښاغلی الطاف ګل د ګلفراز خان سرنګ ځوی دی چې په ۱۹۶۲ کال د کراچۍ په کيماړۍ سيمه کې زېږېدلی او اصلي هستوګنه ېې د صوابۍ د تورډهير بازار کلی دے او په قام پښتون افغان دی۰
ګل صيب تر لسم ټولکي زده کړې کړي او اوس له خپلې کورنۍ سره په کراچۍ کې ژوند کوي او په کراچۍ کې دپاک پښتو ادبي تحريک د مشر سکرتر په توګه په ادبي فعالیتونو کې فعاله ونډه لري۰
تعليم , لسم , د زېږون نېټه 1962 کراچۍ کېماړۍ , ابائي تعلق صوابۍ تورډهېر بازار کلے , نيم سرکاري اداره کې ملازمت
د ښاغلي ګل شاعر زړه د وطن له سرشارې مينې او د خپل قام او ولس له دردونو او غمونو ډک دی او تل ېې په خپله شاعرۍ کې له هر څه مخکې د خپلې خاورې او وطنوالو خبره کړې او هغه ېې د يوه هدف او موخي په توګه خپل منزل ټاکلی دی۰
هغه په اسلامي خاوره کې زېږېدلی دی او د پښتنې مور شيدې ېې رودلي دي نو ځکه د نوموړي فکرونه، سوچونه، اندېښنې او خيالونه ټول پښتانه دي او له پښتنې مينې څخه ېې سرچينه نيولې ده۰
د الطاف ګل په شاعرۍ کې پښتانه رنګونه له ورايه ځلېږي او څرکونه وهي او څه چې ليکي او قلم ته ېې سپاري نو د خپل پښتون ولس او پښتنې خاورې یادونه به پکې ضرور مخې ته راځي او ملي او قومي رنګ به لري۰
هغه له خپل ځان او ټولو پښتنو نه پوښتنه کوي او وايي
تا د چمن ښيرازېدو دپاره څه کړي دي
د نن پښتونه تا پښتو دپاره څه کړي دي
د زمانې پر پاڼه پاڼه به دا ليک کومه
هوښياره تا د پښتنو دپاره څه کړي دي
د وخت غوټو خو له حجابه کړل سرونه بهر
تا ېې مالي د ګل کېدو دپاره څه کړي دي
د ماشومانو د سلګو د ميندو سوو چغو
تا ددې ټولو مسئلو دپاره څه کړي دي
د هغې پېغلې لوپټه شوله پرچم د وطن
ګله خو تا ېې د اسرو دپاره څه کړي دي
کله ېې چې د خيال مارغه اسمان کي پروازونه پيل کړي او د حسن او ښکلا رنګونه ېې د فکرونو په جزيرو کې غزونې وکړي نو قلم ته لاس کړي او په سندريزو الفاظو او رنګینو جملو کې د خپل احساس تودې جذبې زمونږ تر غوږونو داسې رارسوي چې
دا چې په زلفو کې ګلونو ته جوټې ورکوې
له ورايه بيا زمونږ فکرونو ته جوټې ورکوې
له اضطرابه انتظار ساقي د جام نه کوم
نن د يار سترګې خومارونو ته جوټې ورکوي
لا د حالاتو په نيم زالو انځورونو کې هم
زړونه د زړونو خواهشونو ته جوټې ورکوي
په ښکلاګانو به ښيرازه شي ګل مخي د وخت
جانان د حسن اسمانونو ته جوټې ورکوي
څوک به د تورو په ټالونو ځنګوي روحونه
دلته ارواح د وخت ټالونو ته جوټې ورکوي
دا څيرې ويرې ګرېوانونه تار په تار لوپټې
خيال کې مې ګله زنځيرونو ته جوټې ورکوي
پښتانه يواځينی قوم دی چې له يومخي ټول مسلمانان دی او اسلام ېې لکه پښتو په خټه کې اښکل شوی او اسلامي فکر او عقيده ېې په وینه کې ورګډه ده همدا لامل دی چې د ښاغلي ګل په شعرونو کې هم د اسلامي فکر او نظر ډېوې هم روښانه او ځلانده ښکاري او د دنيوي رنګونو او ښکلاوو تر څنګ ېې د عقبا او اخرت فکرونه هم له پامه نه دي غورځولي ۰ نوموړي د ستر رب د سترو قدرتونو يادونه او د خپل حقيقي خالق ستاينه او ثنا په لاندې ټکو کې کوي وايي:
ستا په وينا کې برکت دی ضرور
ستا محبت کې محبت دی ضرور
له دې مکانه لامکانه پورې
زما جانانه ستا شهرت دے ضرور
زما د فکر په دنيا کې څه دي
ستا فلسفه کې حقيقت دے ضرور
ستا له پيغامه چې منکر دے هرڅوک
هغه رنک شوے په لعنت دے ضرور
چې د رڼا قتل کوي تياره کې
له دې نظامه بغاوت دے ضرور
بس خو چې قدر ستا د نوم نه کوي
له داسې خلکو مې نفرت دے ضرور
ستا نالیدلی خيال تر زړه نیولی
ګل په امید کې د جنت دے ضرور
او په يو بل شعر کې ېې خپل خالق ته د دعا لاسونه لپه کړي او په سلګو سلګو او زارو زارو په اوښکو اوښکو سترګو خپل مناجات په لاندې ډول وړاندې کوي او وايي
غم په زړه کې مې تابانه د عقبا کړې
د متاع فکر مې فکر نه جدا کړې
چې د غير سترګو کې هر ساعت غړېږي
دا اغزن سپرلی زما په وينه وا کړې
چې ورکېږي پکې مانه د ژوند فکر
دا په برخه مې پرتې تيارې رڼا کړې
دا چې ورک دي ځانځانئ کې د یو بل نه
دغه ټول خلک يو بل سره پخلا کړې
په سخن د نن پرون کې لويه خدايه
رنګ زما د شعر ټولو نه جدا کړې
زما فن زما کردار او عقيده کې
زما خدايه پښتنه جذبه پيدا کړې
په وينا مې معطر کړې پښتو ژبه
پښتانه په قول و فعل کې عنقا کړې
لکه ګل مې د موسم محتاجه نه کړې
پخپل در کې مې قبوله دا دعا کړې
ښاغلي ګل د خپل وطن او ولس د ژوند د ناخوالو او ويرژنو او غمژنو حالاتو عکاسي او انځورګري په ډېر اغيزمن او ماهرانه انداز په لاندې ټکو کې کړې ده چې:
وئيل يې . بې له وجهې چې دا دومره خلک مړۀ دي
وئيل يې . ټول بې کور کلي بې نومه پښتانۀ دي
وئيل يې . پيره ما باندې يقين د وفا وکړه
وئيل يې . ما سره د کلي واړه خلک ملۀ دي
وئيل يې . ملنګانو ته رخصت په حندا ورکړه
وئيل يې . لا نمرونه د صحرا په مخ تاؤدۀ دي
وئيل يې . اوس د کلي چينارونه بې جامو دي
وئيل يې . نن هغه د کوړ کوړو کورونه نۀ دي
وئيل يې . ما ټپې ورته غؤږونو کې کؤلې
وئيل يې . هغه ټول د کوم هاتهي غؤږ کې اودۀ دي
وئيل يې . د ښار ټول خلک ښايسته دي ډېر بې حده
وئيل يې . چې دا ټول خلک زما پشانتې نۀ دي
وئيل يې . سېلابونه لګ تم شويدي په کلي
وئيل يې . بيا په کلي د وريځو غړمبېدۀ دي
وئيل يې . خپلولي اؤ ورورولي څۀ ده خبر يې
وئيل يې . چې په يؤ ډېران د وروڼو جنګېدۀ دي
وئيل يې . په لمحه لمحه تېرېږم لۀ عذابه
وئيل يې . دا لمحې اؤ مرحلې خؤږې دي ښۀ دي
وئيل يې . دا امکان دے چې ټول کلے به لاهو شي
وئيل يې . په فضا کې علامې د بارانۀ دي
وئيل يې . د دې کلي ټول سيندونه غرونه ښکلي
وئيل يې . چې مړونه قول و فعل کې پاښۀ دي
وئيل يې . د ګلونو پاڼې اوچې د موسم دي
وئيل يې . دامانونه بې رڼا اؤ بې اوبۀ دي
وئيل يې . چې لاسونه ورته نۀ رسي اوچت دي
وئيل يې . انګوران لا د خوراک نۀ دي تراوۀ دي
وئيل يې . دا دۀ سين چپې پړقيږي توره شپه کې
وئيل يې . دا په واورو کې ګلونه دي که څۀ دي
وئيل يې . ژوبل ژوبل مې خوبونه تعبيرونه
وئيل يې . وينې وينې ګلبڼونه مې د زړۀ دي
وئيل يې . دۀ دنيا د ورانېدو نخښې ښکاره شوې
وئيل يې . دنيادار , په دنيا اوږي کۀ ماړۀ دي
وئيل يې . اوس ګور ګورو ته څوک څنګه لاړ شي ګله
وئيل يې . وحشتونه اوس دېره په سمه غرۀ دي
د ګل صيب شاعري روانه، خوږه او په تول پوره ده او نوموړي هڅه کړې چې نوي موضوعات او مضامين د خپل شعر په غېږه کې راونغاړي او داسې څه وليکي چې نوښت او تازه والی پکې وي او لوستونکيو ته تکراري او ستړي کوونکي نه وي۰
ښاغلي الطاف ګل تر اوسه درې کتابونه يو ېې ( ټول اسمان په زمکه پروت دے ) شعرې ټولګه ، بل کتاب ېې د ( تنقيدي نظرېې ) په نوم ژباړلی او تازه چاپ شوے دے او دريم کتاب ېې ( د کراچۍ ګلونه ) دے چې په کراچۍ کې د میشتو پښتنو شاعرانو د ژوند په اړه پکي لنډ معلومات د شعرونو له بيلګو سره راټول شوي چاپ او د شعر او ادب مينه والو ته ډالۍ کړي دي۰
الطاف ګل ګل د ژوند د نورو ورځينيو کارونو ترڅنګ د پښتو ژبې خدمت ته هم کار ويلی او په ډير اخلاص او پښتنه مينه د خپلې ژبې او پښتو ادب لپاره شپه او ورځ کار کوي او په دې لاره کې د هيڅ ډول ستړيا احساس نه کوي۰
مونږ پښتو ادب ته د محترم ګل صيب ارزښتمنو خدمتونو او پښتو ژبې د پرمختګ او پراختيا لپاره د نوموړي هلو ځلو او کوښښونو ته د قدر په سترګو ګورو او د زړه له تله ېې ستاينه او ځلونه کوو۰
مونږ هيله من يو چې دا دروند پښتون به د پښتو دپياوړتيا او لا غوړېدنې لپاره خپل کار او زيار لاپسې ګړندے کوي او په دې اړه به کوټلې او فعاله ونډه اخلي۰
زه په پوره يقين سره وايم چې ښاغلي ګل د وخت په ښو شاعرانو کې د یادېدو حقدار دے او که خپلې ادبي هلې ځلې او کوښښونه جاري وساتي نو د پښتو ژبې او ادب لپاره به د سترو او نه هیرېدونکو خدمتونو وياړ تر لاسه کړي او نوم به ېې د پښتو اديبانو په تاریخ کې په زرينو کرښو وليکل شی۰

په ډېره مينه او درنښت
امان الله نصرت
۲۹/۷/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5085