د وږمو کاروان او ريښې ريښې پګړۍ

By Amanullah Nasrat - May 30, 2020

د ښاغلی نصرت د وږمو کاروان او ريښې ريښې پګړۍ

شيدا تا د خپلې مينې راز پوشي کړه
 په پرده کښې د نغمې په شان رسوا شوې
 کاظم خان شيدا
الله تعالی شاعر په خپلو مخلوقاتو کښ د یوه داسې  عجیبه او ځيرک مخلوق په توګه پیدا کړی دے چې د ژوند په رمزونو او پټو اسرارو پوهېږي او هاغه څیزونو ته ېی خیال او نظر وي  چې د نورو په فکر او تصورکې هم نه ګرځي او په اسانۍ ېې نه شي محسوسولای لکه د پښتو ژبی د موشګاف شاعر کاظم خان شیدا دی شعر ته لږ غور وکړئ:.
له تیزئ ېې هیڅ غُبار د جولان نشته
لکه څرخ لری کبُود فــــــرس عجب.
داسی که مونګ وګورو نو د شاعر د هر ذی روح که هغه انسان وی که حیوان که نباتات وی که حشرات نه دا چه دی ټولو څیزونو ته ېې خیال وی بلکه ددې هر څه سره مینه هم لری او خیال ېې هم ساتی او په درد ېې خفه کیږی او په تیره تیره د انسان سره خو د زړه له تله مینه کوی په خُوږ، غم او درد ېې خفه کیږی، زهیریږی او دردېږي۰   او بیا هر انسان اول خپل اولاد خپل احباب بیا کلے محله او بیا خپل قام ژاړی په خوشحالئ ېې خوشحالي محسوسوي او په غم او خفګان ېې  خوابدی کېږي او پرې اوښکې تويوي۰
 شاعرپه خپله شاعرئ کښ د خپل اولس او قام په بدو ورځو  ژاړی، د خپل قوم او ملت د سوکالئ د پاره سندری لیکی، رو ګودر او لارې او منزلونه ورته ښايی، او په دنیا کښ د اوسیدو چل و هُنر ورته په زده کوي۰
 دا دومره اُوږد تمهید می ددی دپاره اوتړلو چه نن زه تاسو سره کوم شاعر او ادیب معرفی کوم نو دغه موصوف هم چه کله نه په ښه او بد پوه شوی دے نو د خپل  ملت او  پښتون قام د لر او بر غم ېی ژړلے دے په خپلو شعرونو کښ ېې ددی تيت پرک قام د یو ځائ کولو دپاره د محبِ وطنئ شعرونه وئیلی او خپل اولس ته ېې د يووالي او  د وحدت پیغام ورکړی دی۰
هُو! ....... زه د ښاغلی امان الله نصرت صیب خبره کوم د امان الله نصرت صیب تعلق د افغانستان سره دی او نن سبا بورډ ته نږدې په   پولیس کالونئ کښ اوسیږی۰ ښاغلی نصرت  د افغان کلتوری ټولنی یو فعاله مشر  دے ، د تعليم په برخه کې ېې بې ساري خدمتون کړي او د مهاجرو ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره ېې په پېښور کې د څو ښوونځيو بنسټ ايښی دی او د هېواد د بيا ودانولو صحي او 
بشری مرستو د ټولنی د مشرۍ دروند مسوليت  هم ورپه غاړه دے او مونږ نوموړی  د لر او بر افغان په مینځ کښ سفیر هم ګنړلی شو۰  نصرت صیب یو ډیر خه او بسیار نویس شاعر دے تقریبا“ که هره ورځ نه وی نو په دویمه ورځ غزل رباعی نظم وغیره خامخا لیکی زیاته شاعری یی د خپل قوم په غم کښ کړیده او لا لګیا دے کوی یی ډیر ښکلے ، روان او سلیس نثر هم لیکی، اکثر ادبی کالمونه لیکی او مونږ ته  د لر او بر لیکوالان معرفی کوی،  زیاتی لیکنی "وحدت" اخبار ته ورکوی او  اکثر کالمونه یی "وحدت" اخبار کښ خپریږی او  همدغه شان په "هیواد" اخبار کښ هم د خپل فکر نِیلی زغلوی۰
 ښاغلي امان الله نصرت صیب تر اوسه پوری پنځه د شاعرئ کتابونه چاپ کړی
 ۱ – د غيرت توره
۲ – د اور باران
۳ – سلګۍ سلګۍ ګلونه
۴ – ريښې ريښې پګړۍ
۵ – د وږمو کاروان

په دې شعری ټولګو کښ ماسره دوه ټولګی (ریښی ریښی پګړۍ) او (د وږمو کاروان) پرتی دی چه هم نصرت صیب راته په تیر ورکوټي اختر کښ ډالئ کړی وو چه زه او س ش عادل صیب د نصرت صیب اختر مبارکئ له د هغه کور ته ورغلی وو ښاغلی نصرت صیب له یو ډیر خه ادیب شاعر سره سره یو ډیر با اخلاقه باکرداره او خنده رویه انسان هم دے، په پښتو پښتونولئ هم پوه دے، میلمه دوسته او میلمه پاله انسان هم دے، اکثر ادبی محفلونو کښ پیش پیش وی او په افغان کلتوری ټولنی کښ د میځنی ستنی (ستُون) حیثیت لری۰ نصرت صیب سره زما وړومبئ ملاقات هم یو ادبی محفل کښ شوی وو او په وړومبی ملاقات کښ ېې د خپل خنده رویه څهری په سبب ځان ته مائله کړی وم او د خپل سحر انګیز شخصیت سحر کښ ېې اخستی وم هم دغه وجه وه چه ما مخکښ هم ذکر اوکړو چه یو ملاقات می ورسره هم دهاغی کور کښ کړی وو او دویم ملاقات می ورسره بورډ ناصرباغ روډ  د نوموړی په لېسه  (سکول) کښ کړی وو او په هر ملاقات کښ ېې زما ډیر قدر او عزت کړی دے او ډیره مینه ېې راکړی ده او زه به ېې تل ددې عزت افزائیی او بی لوثه مینی ی پوره وړے یم۰
اوس به راشو د نصرت صیب د شاعرئ طرفته ما مخکښ هم ذکر اوکړو چه نصرت صیب ډیر ښکلے او خوږژبی شاعر دے او  د شاعرئ په اسرارو او رمُوزو هم پوی دے،  روانه عام فهمه سلیسه او بامقصده شاعری کوی او زیاته شاعری یی حب الوطنۍ پوری اړه لری۰ د نصرت صیب د شاعرئ سره د ذوق اندازه ددی نه لګولی شئ چه هاغه خبری هم کوی نو د خولی نه یی شعر را اوزی او هم دغه وجه ده چه نوموړی ډیره زیاته شاعری کوی هره ورځ غزل رباعی یا نظم خامخا لیکی او دا زه هسی نه وایم کوم ملګری چه په تسلسل سره فیس بُک ګوري هغه به زما ددی خبری شاهدي کوی چه نصرت صیب په فیس بوک هره ورځ خپل کلامونه تسلسل سره خپلو مینه والو سره شریکوی او اکثر شعرونه یی د حب الوطنئ له تاندو جذبو نه ډک او په ملي فکر او احساس سرشار وی۰.
نصرت صيب په خپله نوې شعري ټولګه ريښې ريښې پګړۍ کې د خپل وطن غملړلي حالات په ګوته کړي او د خپلو خلکو په بدو ورځو ژړېدلی اوښکې ېې توېې کړي دی۰
د هغه په هر دوهم شعر کې د اولس او قام غمونه او دودونه انځور شوی او د وطنپالنې او انسان دوستۍ فکر او خيال پکې غزونې کړي چې د لوستونکو پام ځان ته را اړوي۰
اوس زه تاسو سره د نصرت صیب ځنی اشعار شریک کړم چه تاسو ته د نصرت صیب د شاعرئ د مزاج اندازه اوشی۰
د ريښې ريښې پګړۍ دا لاندینے غزل یي اولولئ چه په دی غزل کښ موصوف د خپل چاپیرچل او قوم غم په سومره ښکلی پیرایه کښ د شعر په ژبه  بیان کړیدے

دلته د ژوند د بهارونو لمن اُور اخستی
زمونږ د خاؤری د ګلونو لمن اور اخستی

اوس مو له غرونو ښکلے غږ د یا قربان نه راځی
زمونږ د دښتو او ډاګونو لمن اور اخستی

چه په هر بام به وه شړنګا د پیښوری بنګړیو
اوس مو د پیغلو د رنګونو لمن اور اخستی

منګی شول مات د چینو شنه شنه چنارونه وسول
ملګرو بیا د ګودرونو لمن اور اخستی

د غم اښکرو راته وران کړ تاج محل د مینی
زما د قام د ارمانونو لمن اور اخستی

نه د اوښانو کتارونه نه کیږدئ شته پکې
د ګران وطن د هسکو غرونو لمن اور اخستی

د قلم ژبه دی اوس ګُونګه ده هیڅ شور نه کوی
نصرته ستا د غزلونو لمن اور اخستی

نصرت صیب په خپله شاعرئ کښ نه یواځی دا چه د قوم غم ژړلی دے بلکه د خپل پښتنی کلتور رسم و رواج خیال یی هم ساتلی دے او په خپله شاعرئ کښ ېې ورله ځائ ورکړیدے لکه تاسو یي جرګه نومی لاندې غزل ته لږ ځير شئ
که په خپل مینځ کښ مو اشنا خبره جوړه نشی
نو به هیڅکله په بل چا خبره جوړه نشی

د رقیبانو په لمسون مو لاری بیلی کړلی
اوس په جرګو به د دنیا خبری جوړی نشی

پردی وطن کښ به خپل پت ساتو عزت به ساتو
هسی نه خوشی د دنیا خبری جوړی نشی

دنیا به کله هم د جنګ لمبو نه خلاصه نه شی
ترڅو د ښکلی پښتونخوا خبره جوړه نشی

نصرته ګرځی په کوڅو کښ د غلیم لښکری
هسی نه بیا د کربلا خبری جوړی نشی

نصرت صیب که یو خوا د قوم  او ملت غم ژاړی خپل کلتور ژاړی خو بیا هم انسان دے د خپلی مینی ترانی هم وائی او د خپل اشنا ناکړدی هم ژاړی هغه وايي

ستاسو کلی ستاسو ښار کښ لیونی شوم
د دردونو په حصار کښ لیونی شوم

ما د مینی ډیوی بلی کړی په وینو
زه د ژوند په هره لار کښ لیونی شوم

ډک جامونه د کوثر که دماته راکړی
د یو ګُوټ په انتظار کښ لیونی شوم

د هنر په زینه خیژم کهکشان ته
زه د ستورو په مدار کښ لیونی شوم

ثنا خوان لکه بلبل یم ستا د حسن
د ګلونو په ګل زار کښ لیونی شوم

زه نصرت د سیم وزر خریدار نه یم
زه نصرت د عشق په کار کښ لیونی شوم

ښاغلی نصرت په يوه بل غزل کې د خپل درديدلي زړه او ويرجن ژوند حالات مونږ سره په لاندې ټکو کې شريکوي او وايي:

ستا د وربل  له بامه پرېوتلم
د خپل محل له بامه پرېوتلم

څومره ساده وم چې ما مينه وکړه
د تاج محل له بامه پرېوتلم

زخمي زخمي سلګۍ سلګۍ جانانه
ستا د درشل له بامه پرېوتلم

ماته د وخت ټول رقيبان يو شوي
نن د اجل له بامه پرېوتلم

څومره دوکه څومره جفا دې وکړه
څومره په چل له بامه پرېوتلم

ماته غليم د ښکېل دامونه ايښي
زه په هر پل له بامه پرېوتلم

زه د پامير د دنګو غرونو شپونکی
پر اور جلبل له بامه پرېوتلم

دا د دردونو شپې تېريږي کله
غم سره مل له بامه پرېوتلم

اوس غليمان زمونږ کوڅو کې ګرځي
چې د مرچل له بامه پرېوتلم

زه د هنر په رنګينو کې ورک وم
زه د غزل له بامه پرېوتلم

نصرته نن څومره ناهيلی شومه
د خپل منزل له بامه پرېوتلم

نصرت صيب خوږه او کره شاعري کوي او څه چې ليکي نو د فکر او فن دواړو خيال پکې ساتي او په تول پوره ېې ليکي  نوموړی  په خپل يوه  ښکلي او خوندور غزل کې  داسې وايي چې

ستا د زلفو په ټالونو کې زنګېږم
په خوږو خوږو خيالونو کې زنګېږم
د سپوږمۍ له مخ نه اخلم رڼاګانې
زه د ستورو مدارونو کې ځنګېږم

مخالف د هر اذر د بتخانو يم
که خليل غوندې اورونو کې زنګېږم

لکه اوښکه د لېمو له بامه څاڅم
سوځېدلو ګرېوانونو کې زنګېږم

د احد احد نارې په زوره وايم
زه منصور يم په دارونو کې زنګېږم

د حبيب پر قدم ځم ځم پر مخ روان يم
د بلال په اذانونو کې زنګېږم

وخته زه خو د کوثر د ميو جام ته
په رنګينو خمارونو کې زنګېږم

يو زخمي غوندې احساس د محبت يم
د زړګي په پرهرونو کې زنګېږم

زه د مينې پر لار ځمه نه ستنېږم
زه نصرت خو غزلونو کې زنګېږم

اوس به راشو د نصرت صیب د څلوریزو طرف ته نصرت صیب په څلوریزو کښ هم یو ځانګړی اسلوب لری او پوره کتاب ېی د څلوریزو باندی مشتمل لیکلی دے،  د څلوریزو دا کتاب چه " د وږمو کاروان" ېې نوم  دے په دوه سوه شپږ مخونو مشتمل دے او زما په خیال د خوشحال بابا نه پس نصرت صیب په دومره ګنړ تعداد کښ څلوریزی لیکلی  او په اوسنی دور کښ د نصرت صیب نه علاوه بل هيڅ کوم شاعر دومره ګنړ تعداد کښ څلوریزی نه دی لیکلی نو له همدې امله که نصرت صیب ته د څلوريزو بابا ووايو دا به ېې حقدار وي۰ راځۍ چې د ښاغلي نصرت يو ‎څو څلوريزې په ګډه ولولو او خوند ترې واخلو

ګلونه سيزو په ازغو پسې ځو
يو ليوني په ليونو پسې ځو
راځۍ چې جوړ کړو خپل وطن ملګرو
څو به غليم  څو به پردو پسې ځو
-----------------------------
جومات يې وسو او محراب يې وسو
پکې سپيڅلى پاک کتاب يې وسو
زما سپرلى سپرلى وطن ايره شو
نرګس لمبه لمبه ګلاب يې وسو
--------------------
داد خاورو خړ کورونه په مونږ ګران دي
د وطن دښتې ډاګونه په مونږ ګران دي
که  غليم يې هر څو  لوټ  کړې  رڼاګانې
دا زخمې- زخمې تور غرونه په مونږ ګران دي
------------------------
راځئ یو بل ته ورکړو لاسونه
ورک کړو له مینځه اختلافونه
په اتحاد به وطن جوړیږی
وی ځانځانئ کښ د غم وختونه
-------------------
نوم یی تاریخ کښ د لوی غدار شی
چه څوک روان د بل په لار شی
تل به ځلیږی په اُولسو کښ
څوک چه د خپلو خلکو غم خوار شی
--------------------
سترګو نه څڅیږی تړمی اوښکی می
سر په سر وریږی تړمی اوښکی می
دا خو د رقیب د ستم نخښی دی
پریږده چه بهیږی تړمی اوښکی می
---------------------
د ارمانونو لاری مه بیلوئ
د سرو ګلونو لاری مه بیلوئ
ملګرو رسو ګلالی پړاؤ ته
د منزلونو لاری مه بیلوئ
---------------------.
څو د ستم ماڼۍ نسکوره نه شي
مظلوم به خلاص له ظلم وزوره نه شي
ته چې زما کوډۍ په کاڼو ولې
ستا تاج محل به هم بې اوره نه شي

ګرانو او  ګلالو ملګرو فی الحال می درسره د ښاغلی امان الله نصرت صیب دا مختصره شان پیژندګلو او د هغی يو څو اشعار د نمونې په ډول شریک کړل انشاء الله چې لږ اوزګار شم نو د نصرت صیب د ژوند او اند او دشاعرئ په اړه به یو ډیر تفصیلی کالم لیکم او د اوس لپاره  دا لږه لیکنه په ډیر څه قبوله کړئ. مننه
 نصرت صیب ته د ريښې ريښې پګړۍ او د وږمو کاروان د چاپ مبارکي وايم او د لا بریا د پاره ېې د پاک رب العزت نه دعا ګو یم۰

په درنښت
 طارق خلیل زیتُون زے
پریس سیکتر: ښیګړه د وطن ادبی څانګه برتهکال پیښور
18.10.19

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5610