زمکې د اسمان رنګونه راوړي دي

By Amanullah Nasrat - May 30, 2020

زمکې د اسمان رنګونه راوړي دي

د پروفيسر ډاکټر اظهار الله اظهار صيب له نوم سره زيات شمير  پښتانه اشنا دي او د پښتو ادب د اسمان ددغه ځلاند او نوماند ستوري د فکر او فن رنګونه او رڼاګانې د هيچا له سترګو پټې نه دي۰
د ډاکټر اظهارالله اظهار له زړه نه د راټوکېدلو نغمو زمزمې له اوږدې مودې راهيسې د پښتونخوا په کلو او بانډو  خورې دي او د شعر او ادب مينه وال ېې له سندريزو احساساتو او رنګينو او وريښمينو خيالونو له لوستلو خوند اخلي او خپله ادبي تنده پرې ماتوي۰
 ډاکټر اظهار ته الله ج د تخليق او تحقيق په دواړو ميدانونو کې بې سارې پوهه او لوړ استعداد ورکړی او دا ښاغلی په يادو برخو کې ډېر ښه ځلېدلی او د پام وړ لاسته راوړنې لري۰
اظهار صيب نه يواځې دا چې يو ښه استاد او هڅاند څېړنکار دی او په اړونده برخو کې ېې کار او زيار خورا ارزښتمن او د قدر وړ دی نوموړی د پښتو ادب د رنګين چمن هغه خوږ ژبی بلبل او نغمه خوان دی چې په ډېر لږ او کم وخت کې ېې د پرمختګ او ارتقا پړاوونه وهلي او د پښتو شعر لوړو پوړيو ته ېې ځان رسولی او د يو ښه فنکار او شاعر نوم ېې خپل کړی دی۰
همدا شېبه د ډاکټر اظهار د پښتو خوږو شعرونه ټولګه (زمکې د اسمان رنګونه راوړي دي ) زما مخې ته پرته ده او زه ېې د غزلېزې شاعرۍ د ګل ګل او مينه مينه لفظونو له لوستلو خوند اخلم او خپله ادبي تنده پرې خړوبوم۰
دا کتاب (زمکې د اسمان رنګونه راوړي دي ) ټول ۲۵۶ مخونه لري په سپين کاغذ په ډېر ښه صحافت د پروفيسر ډاکټر شوکت الله په اهتمام په اعراف پرنټرز ( چاپخونه ) کې د ۵۰۰ ټوکو په شمير چاپ شوی دی۰
ددې کتاب تړون نوموړي د خپل قدرمند  پلار پروفيسر انعام الله جان قيس او د خپلې درنې مور بي بي په نومونو کړی دی او په شا پاڼه ېې  ډاکټر اباسين په کتاب خپل نظر څرګند کړی دی، ښاغلی اباسين د خپلو خبرو په اوږدو کې ويلې چې: ( ډاکټر اظهارالله اظهار زما يار، ډېر ځيرک تخليق کار او ډېر تيز او باريک نقاد او ځېړنکار دی۰ په دې کتاب کې د ښاغلي نوې نوې تجربې، ذايقې، ترکيبونه، لفظيات، اشارې، کناېې او علامتړنه په ډېر شعوري اهتمام د تغزل په زرينو مزو او لړو کې داسې به جادوګرۍ پېيلي دي د غزل د مينانو د زړه ټکور، د غزل د استادانو د اننګو شوخي او د نوو لوستونکو د پاره بې کچه راښکون سبب دي۰ د خپل چاپېريال غمونه ېې د خپلې مينې سره ګاډېره کړي دي او د غرونو په پوڼو کې ېې د مينې په رنځورانو او د حالاتو په وهل شوو وګړو پېرزو کوي، اظهار د ادب استاد دی او هر ليک ېې يوه ستره فنپاره ده)۰
د اظهارالله اظهار صيب په  (زمکې د اسمان رنګونه راوړي دي ) کتاب  مې د چا تقريظ تر سترګو نه شو او پيل ېې په خپلو خبر کړی او د خپل کتاب او فن په اړه ېې اړين ټکې پکې روښانه کړي او له ټولو هغو دوستانو ېې مننه کړې چې د کتاب په چاپ کې ېې له نوموړي سره مرسته او همکاري کړې ده۰
د ( زمکې د اسمان رنګونه راوړي دي ) کتاب د شعرونو پيل ډاکټر اظهار په دعا او مناجاتو  کړی او د خپل زيار د تبرک په پار ېې دا خواږه الفاظ د کتاب په سر کې راوړي نوموړي ليکي

د تباهۍ په لور روانه ده دنيا خالقه
تياره بهر له حده اوځي د رڼا خالقه

نظر مې نه لږي ورکېږو لاره هيڅ نه وينو
د شپې له غېږې راپيدا کړې سپين سبا خالقه

منو چې مونږ کې سليقه نشته هنر نشته خو
درنه بدرنګه چرته نه شږ د ښکلا خالقه

دې هواګانو ته وراوبښه پيغام د مينې
وارخطا شوي يو ډوبېږي زمونږ سا خالقه

ژوند کې مو امن ورورولي او محبت راوله
درته منت کوو بې نيازه بې پروا خالقه

نور د غمونو د زغملو راکې توان نشته دی
په ځمکه  اوشو د ظلمونو انتها خالقه

الوتي ګرد کې د اظهار رنګونه خاورې نه شي
ورته واپس کړه خپل ښايست خپله خندا خالقه

( زمکې د اسمان رنګونه راوړي دي  ) د شعرونو ډېره برخه غزلونه دی خو يو نيم نظم او هايکو پکې هم تر سترګو کېږي  چې نوموړي پکې د خپلو شاعران خيالاتو رنګينه عکاسې او انځورګري کړې ده۰
د ډاکټر اظهار په خوږو غزلونو کې د شعر هغه ټولې ښکلاوي او رنګونه موندلای شو چې د يوه ښه او معياري شعر غوښتنې او نبسټيز توکي دي نوموړی وايي
رنګونه د رخسار په اسمانونو کې ورکېږي
د درد ستوري مې ټول پ ګرېوانونو کې ورکېږي

د مينې افسانې راته رايادې کړه جانانه
قیصې رانه د ژوند په داستانونو کې ورکېږي

چې ښکلي راته اوخاندي نو ته راته راياد شې
ارمان رانه د ژوند په ارمانونو کې ورکېږي

خبر نه يم جانانه چې دا ګټه ک تاوان دی
د مينې هر تاوان په تاوانونو کې ورکېږي

د زلفو د ګلاب رنګونه والوزي په لاس کې 
د غرونو اوسېدونکي ميدانونو کې ورکېږي

ګودر چې به ېې تش په الوتلو هم ګلزار شو
اوس هغه لولکۍ پ ګلدانونو کې ورکېږي

اظهاره هر ټکور راله د درد ځړيکې سېوا کړي
مشال کله د ژوند په طوفانونو کې ورکېږي

ډاکټر اظهار د ميني، ښايست او رنګونو شاعر دی  او د ژوند په رنګينو رڼاګانو او زړه راښکونکو ښکلاکانو کې ېې د شعر ښاپېرۍ سا اخلي خو کله کله ېې د وخت جبر او د حالاتو  ترخه او ناخوالې دې ته اړباسې چې د جنګ او ننګ خبرې وکړې او د خپل چاپېريال  په وينو وينو تورو کښل شوی انځور زمونږ مخې ته کېږدي
وينو کې راپورته شو غورځنګ اخري لاره ده
ما سره د ژوند د پاره جنګ اخري لاره ده

ما د سحرونو د فريب قيصه ښکاره کړله
وو مې هر ماښام په وينو رنګ اخري لاره ده

زور ېې په فريب د مينې زر ځله وژلی يم
پورته مې له تورې نه کړو زنګ اخري لاره ده

مينه مې يارانو ته منظور نه وه وژلم ېې
ګرانه د غيرت د تورې شرنګ اخري لاره ده

زه کمزوری نه يمه اظهاره خو مجبور شونه
مينه مې وړومبۍ غوښته او ننګ اخري لاره ده

ډاکټر اظهار د خپلې ټولنې او چاپيريال په ويرجنو او غملړلو حالاتو هم ژور نظر ساتلی او د ولس د يوه عکاس او ترجمان په توګه ېې هغه ټولې پېښې او واقعات چې په پښتنه خاوره کې تېرېږي او ولس ورسره لاس او ګرېوان دی د خپلې شاعرۍ په غېږ کې رانغښتي او د پښتو ادب پاڼو ته ېې د تاريخي سندونو په توګه سپارلي دي , نوموړي د خپل ولس د ژوند تراژېدۍ او ناخوالې په ډېر مهارت انځور کړي هغو ته ېې ژبه ورکړې او د نړيوالو پام ېې ورته رااړولی دی نوموړی وايي

ژوند اجل اجل دی زنګدن زنکدن لارې دي
ما چې قتلوي ټولې زما د بدن لارې دي

اوس  د مينې ژوبل ارمانونه چرته يوسمه
ګېرچاپېره مرګ دی، د احساس د کفن لارې دي

ته خو سوداګر ېې د زخمونو کاروبار کوې
ستا پرې ځه، پرهر پرهر، زما د چمن لارې دي

جرم سرفرازه دی قاتل هم سرفرازه شو
څومر د هنر پېښې دي څومره د فن لارې دي

ستوري د اسمان زما جولۍ ته را پرېوزي ټول
اوښکو جوړې کړي د سپوږمۍ په لمن لارې دي

رابه شي سپرلی اظهاره سا راکې غړېږي لا
ډېرې که زما په وينو سرې د وطن لارې دي

د ډاکتر اظهارالله اظهار شاعري زمونږ د پښتنې ټولنې د بېلابېلو رنګونو او تصويرونو هنداره ده چې مونږ پکې د خپل ژوند کردارونه او انځورونه لېدلای او مشاهده کولای شو او هغه څه پکې محسوسولای شو چې زمونږ  له ورځينيو چارو سره تړلې او پر مونږ ېې سيوری غوړېدلی دی۰
مينه او عشق، ښکلا او رنګونه، سوز او ساز، ولس او وطن او داسې نور د ډاکټر اظهار د شاعرۍ اهم موضوعات دي  چې په ښکلي او زړه راښکونکې انداز نوموړي د خپل فن په لمن کې رانغښتي او د هنر د مشاطې په لاسونو ېې سينګار او ښکلې کړي دي۰
زه لاس په دعا يم چې د پښتو د ادبي کاروان دا سرشار لاروی او نوښتګر استاد دې د نوو نوو تخليقاتو او ادبي پنځونو او شهکارونو سره د خپل قام او ټولنې د لا زياتو خدمتونو مصدر شي او د پښتو ادب د يوه ځلانده ستوري په توګه دې  لاپسې روښانه او له پخوا زيات  وځلېږي۰

په ډېره مينه او احترام
امان الله نصرت
۲۲/۱۱/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5088