زنځيرونه

By Amanullah Nasrat - May 30, 2020

زنځيرونه

ښاغلی عبدالخالق بادل مې تر اوسه له نږدې نه نه دی ليدلی او نه ورسره د اوږدې مودې پېژندګلوي لرم خو د پروفيسر اسير منګل صيب دې کور ودان وي چې ما ته ېې  د نوموړي شعري غونډ ( زنځيرونه )  چې تازه د دريم ځل لپاره چاپ شوی يو ټوک ډالۍ کړ او دا پېرزوينه ېې راباندې وکړه۰
عبدالخالق بادل د فضل رازق ځوی او په ۱۹۶۳ م کال د اشنغر په تنګي کې زېږېدلی دی،  زده کړه او تعليم ېې نه دی کړی خو ددغه ځای د سيمه ايزو ادبي تنظيمونو په فعاليتونو کې فعاله او نه ستړې کېدونکې ونډه لري او د شعر او ادب محفلونه ېې تل ګرم او تاوده ساتلی دی۰ 
زنځېرونه لومړی ځل په ۱۹۹۸۴ کال کې چاپ شوی وو او بيا  دوهم وار د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ او درېيم او وروستی ځل د همدغه کال په اپريل کې چاپ او د  شعر او ادب د مينه والو مخې ته کېښودل شو۰
ښاغلي بادل خپل دا کتاب د اشنغر د اروا خوښونکې سيمې اوسېدونکو لوستونکو ته ډالۍ کړی او تړون ېې  د پښتو ادب د ځلاند او نوماند ستوري ارواښاد اکرام الله ګران بابا په نوم شوی دی۰
ښاغلي محمد اشرف غمګين، ښاغلي عبدالسبحان د مردان، محترم اختر منير منير د تنګي، ښاغلي ګل محمد بېتاب، اغلې حيا خټک، پروفيسر ډاکټر حنيف خليل  اومحبوب ګل ياسر په کتاب  نظرونه  ليکلي او د ښاغلي بادل په شعرو شاعرۍ ، ژوند او فن ېې خپلې راېې څرګندې کړي دي۰
داسې معلوميږي چې دا ليکنې او نظرونه د دوهم چاپ په مهال له کتاب سره ورزياتې شوې وي او دغو درنو ښاغليو د ۲۰۱۹ کال د جنوري د مياشتې له ۱۹ نه ۲۲ پورې دا ليکنې کړي خو يواځې د ښاغلي بيتاب او ښاغلي منير له نظرونو سره تاريخ نه دی کښل شوی او کيدای شي نوموړو  د لومړي چاپ په وخت د کتاب جاج اخيستی وي۰
لکه چې مخکې ورته اشاره وشوه زنځيرونه لومړی ځل په ۱۹۸۴ کال کې يعنې له نن څخه پنځه ديرش کاله مخکې چاپ او د شعر او ادب مينه والو ته ډالۍ شوی وو او زما په اند کېدای شي شاعر له زړو شعرونو سره خپل نوي شعرونه هم ورزيات کړي وي او د شعر قتلمه ېې ترې جوړه کړي وي۰
حمزه بابا څه ښه ويلي
جوړه مې د شعر قتلمه کړه خو ترخه ده
پټ پکې خواږه هم شته که ځوک ېې و څکئ

له دې خبرو نه مې موخه داده چې  ددې شعري ټولګې په درېيم چاپ کې  د ښاغلي بادل زړې او اوسنئ شاعرۍ يو بل سره جوختې غاړې ورکړي او تاريخونه ورسره نه دي کښل شوي نو لوستونکو او کره کتونکو ته به ېې د پخوانۍ او اوسنۍ شاعرۍ جاج او پرتله کول له ستونزو ډک او اسانه کار نه وي۰

زنځيرونه ټول  په ۱۴۷ مخونو کې چاپ شوی او د ښاغلي بادل د زنځيرونو د غزلو کړۍ له ديرشم مخ نه  پېلېږي  چې د کتاب ډېره برخه د نظر د خاوندانو درنو نظرونو او ليکنو نيولي چې ماته له اړتيا زيات بريښي۰

د بادل د شاعرۍ غوښنه برخه غزلونه دي خو يو نيم نظم او خال خال قطعات هم پکې تر سترګو کېږي چې  نوموړي پکې د خپل زړه دردونه چېړلي او خپل خيالونه او عواطف ېې پکې ځای کړې دي۰

څرنګه چې زنځيرونه د بادل د ځوانۍ د وختونو شاعرې ده نو ځکه د عشق او مينې، يار او ريبار، ساقي او جامونو،  شونډو او زلفو او د ښايستونو او ښکلا رنګونه او  څرکونه  پکې زيات تر سترګو کېږي او روماني خيالونه او فکرونه ېې د لوستونکو پام ځان ته را اړوي ۰
وګورۍ دا غزل
ستا د ښايست لارو کوڅو کې ښه يم
څيرې ګرېوان په لېونو کې ښه ښه يم

ما کړي د غم نه غم زمانه لرې
ورک د ساقي په ميخانو کې ښه يم

ستا د ښايست شمع دې بله اوسي
زه د پتنګ غوندې لمبو کې ښه يم

که سر مې لاړ شي هيڅ پروا نه لرم
بند دې په زلفو زلونو کې ښه يم
د بادل صيب شعرونه خواږه ، له سوز او ګداز نه ډک او سندريز اهنګونه ېې سر او تال په مستيو راولي او زړونو ته خوږ احساس او نوې سا ورکوي
ښاغلی بادل وايي
ګل غواړې خوشبو او که پرهر د زړه
هر څه درسپارلی شي اثر د زړه
حد د لېونتوب به ېې سيوا وو نور
څه که لګېدلی هم نظر د زړه
ياره ستا د ښکلي مخ په شمع زه
وسېزم که نه سېزم وزر د زړه
کلکه دې وعده د راتلو کړې وه
بيرته تر سحر وو درته ور د زړه
فکر مې خړپوسې پکې کړې دي
نه شم هېرولی اشنغر د زړه
ځکه دی ولاړ بادل پښتو باندې
ليک ورته ملګرو ده په سر د زړه
کله چې بادل د خپل يار بې وفايي او ستمونه  ليدلي نو زړه ېې بې واره په درزېدو شوی او په اوښکو اوښکو سترګو ېې قلم ته لاس کړی او د خپل نيمه خوا او مړژواندي زړه دردونه او حسرتونه ېې به ډېر مهارت خو په ويرجنو او غمجنو الفائو داسې انځور کړي
تا چې نن زلفې په سپين مخ باندې خورې غوندې کړې
جبين دې پټ شو په محفل کې دې تيارې غوندې کړې
اې د ښايست شمعې رڼا دې په محفل خوروه
ولې پتنګ ته دې د حسن شمعې مړې غوندې کړې
ما ترينه سوال په ميخانه کې د شرابو وکړ
د ساقي زړه نه وو په قار ېې سترګې سرې غوندې کړې
لاس چې دې واچاوه دلبره د اغيار پر اوګو
پورته دې نن زما د مينې جنازې غوندې کړې

د ښاغلي بادل په يو نيم شعر کې فني کمزورۍ او د وزن او سيلابونو کمی او زياتی هم ليدل کېږي خو کېدای 
شی دا تيروتنې په خط او کتابت کې شوې وي او يا ورته د شاعر پام نه وي شوی وګورئ دا لاندې بيتونه

ته که ګوزارونه د ستم نه کوې پروا نشته
کلک لکه د کاڼي دی دا زړه د ماتېدو نه دی
ما درته د زړه خبره وکړه باقي ستا رضا ده
خدايه ستا جهان د خوار غريب د اوسېدو نه دی
يا دا چې
ښکليه په تا چې ښکارېدې ښکلې
شاړې اوس هغه لارې کوڅې شولې
ګرځې چې بادله ليوني غوندې
يويي په محبت د لېونې شولې

په لاندې بيتونو کې هم ماته قافيوي کمزورۍ تر سترګو کېږي
ځمه خپل منزل ته خو منزل ته درسېدی نه شم
بند لکه طوطي يم د پنجرې نه الوتی نه شم
هر اواز ظالم زما پنجره کې ايسار کړی دی
زړه کې مې هر څه دي خو ويلی ېې په خولې نه شم

او يوه بله قطعه ده چې
دغه دواړه ادميان دي يو غريب دی او بل خان دی
ولې يو پيدا د خاورو بل راپرېوتی د اسمان دی
ددې يو خدای خدايۍ کې دواړه يوشان په حساب دي
دا د کوم يو خدای خدايي ده چې مظلوم لره زندان دی
او داسې نور۰۰۰۰

ښاغلي بادل د نرم او مهربانه زړه خاوند دی او تل ېې د حق او انصاف پلوې کړې او د مظلوم تر څنګ ودرېدلی دی نوموړی د خپل ځان په اړه  وايي

د قلم زور ېې په حق کې د مظلوم دی
دې تمامې دنياګۍ ته ښه معلوم دی
بې لالچه بې غرضه خدمتګار دی
نه شهرت باندې مين او نه په نوم دی

بادل صيب د خپلې خاورې له واکدارانو هم سرټکوي، په روانو ظلمونو او بې انصافيو ښکاره تنقيد کوي  او د وطن سياسي او ټولنيز تاوجن او ويرجن حالات په يوه غزل کې  په بشپړ او ماهرانه ډول داسې انځوروي او د لوستونکو مخې ته ېې ږدي

هره لار اغزنه ده خورې د فريب لومې دي
يمه پښې تڼاکې د اغزو په څوکو تلی نه شم
هر خوا قاتلان دي د هر لورپ‎ي سترګې برندې دي
تاو دي زنځيرونه ترې په يو طرف وتی نه شم

په ټوليز ډول د ښاغلي بادل شاعري خوږه، ساده  او روانه ده چې د لوستونکو ادبي تنده پرې ماتېدای شي او د نوموړي هڅې او ستړياوې په رښتيا هم د قدر وړ دي او په ستايلو ارزي۰
ښاغلی بادل پښتو ژبې او ادب سره سرشاره او ځانګړي مينه لري او شپه او ورځ د خپلې مورنۍ ژبې د بقا او پرمختګ لپاره منډې رامنډې وهي او خپلې هڅې او کوښښونه جاري ساتي۰
بادل صيب په خپله شاعرۍ کې د خپلې ټولنې  د ژوند په بېلابېلو اړخونو رڼا اچولې او د خپل پښتون ولس د زړه اواز ېې په شاعرانه ژبه د خلکو غوږونو ته رسولی دی۰
پښتو ژبې او ادب ته د ښاغلي بادل خدمتونه او نه ستړي کېدونکې هلې ځلې او  کارونه خورا ارزښتمن او ګټور دی او د نوموړي دا خدمتونه او ادبې فغاليتونه به تاريخ په خپله غېږ کې ځايوي او راتلونکي نسل ته به ېې لېږدوي۰
زه ګران بادل ته د اوږود عمر او بشپړې روغټیا دعا کوم او هيله لرم چې نوموړي ته دې الله ج ددې قوت او توان وروبښي چې هغه پکې د خپلې ژبې او پښتو ادب لپاره د لا زياتو خدمتونو او کارونو جوګه شي او په دې لار کې لار کې لاپسې تند او ګړندي ګامونه واخلي۰

په شاعرانه مينه
امان الله نصرت
۱۲/۹/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5090