حسینه ګل د خپل هنر په رنګونو کې

By Amanullah Nasrat - May 30, 2020

حسینه ګل د خپل هنر په رنګونو کې

جوړه مې د شعر قتلمه کړه خو ترخه ده
پټ پکې خواږه هم شته که څوک یې و څکۍ
حمزه بابا

سیده حسینه ګل کاکا خیله د پښتو ژبې غزلبوله شاعره ده چې د شاعرۍ هنګامې او وږمې یې د لرې او برې پښتونخوا په ادب پروره سیمه کې خوری او غزونې کوي او له خوږې شاعرۍ یې لوستونکي او اوریدونکې خاص کیف او خوندونه اخلي او خپله ادبي تنده پرې ماتوي۰
د سیده حسینه ګل په وینا او فن کې ډیر خواږه، رنګین او ظریفانه مفاهیم انځور شوي چې د نوموړې شاعري یې لاپسې خوږه او رنګینه کړې او ځانګړی انفرادیت یې وربښلی دی۰
اغلې ګل هڅه کړې چې په پوره امانت دارۍ د خپل ولس استازیتوب او ترجماني وکړي او په خپله شاعرۍ کې د خپل قام او خاورې پېښو او حالاتو ته ځای ورکړي او د خپل ولس غږ د خلکو غوږونو ته ورسوي۰
د حسینه ګل شاعری او وینا د مینی او ښکلا، دردونو او حسرتونو، سوز او ګداز، نغمو او سازونو ، ملی احساس، پښتنې رنګونو، دینی او مذهبي عقایدو او بالاخره د فکر او خیال عاطفي تړون څخه ډکه شاعري ده چې د لوستونګو پر فکرونو ژور اغیز او تاثیر کوي او په اسانه زړونو ته ورننوځي۰

مونږ ته چې نه راتله وا گرانه چې مو اونه کړله
بس يوه مينه وه جانانه چې مو اونه کړله

هغه چې رابغله په خله خو بيا به غلي شو لو
هغه خبره د خپل ځانه چې مو او نه کړل

خه پوهيدو چې به جواب دمقابل مو څه وي؟
داسې پوښتنه وه د چا نه چې مو او نه کړله

د وخت په سترگو کې د سترگو اچولو نه وم
زندگي کله وه اسانه ؟ چې مو او نه کړله

حسينه بي بي د خپل قام او ولس په دردونو دردمنه شاعره ده او په خټه کې ېې د هېوادوالو مينه او په فن کې ېې د وطنپالنې او ملي احساس تومنه ورګډه ده چې د نوموړې وينا ته ېې ملي او ولسي رنګ ورکړی  او  د شاعرۍ ډېره برخه ېې د خپلو خلکو او وطن اړونده موضوعاتو او غم او ښاديو ته ځانګړې کړې ده۰
سيده حسینه ګل د ادب د اسمان هغه ځلانده سپوږمۍ ده چې د شعر پلوشې ېې په لره او بره پښتونخوا خورې دي او د شعر او ادب مينه وال ېې د يوې غزلبولې او خوږې ژبې شاعرې په نوم پېژني۰
اغلې ګل ته خپل قام او ولس ګران دي او په زړه کې ېې ځای لري نو ځکه دا درنه پښتنه هم  په ټولو پښتنو ګرانه ده او ټولو ته د قدر او درناوي وړ ده، لوی او واړه ېې شعرونه لولي، خوښوي ېې او خپله ادبي تنده پرې ماتوي۰

تا رانه چاپېر کړل دواړه لاس د پېښور غوندې
هم دې محبت هم دې احساس د پېښور غوندې
ځای په ځای د سپين باران پرې سپينه شيبه شوېده
نن خو مې اغوستئ سپين لباس د پېښور غوندې

خدايه چرته بيا مې څوک ظالم په نخښه نه کړي نن
بيا مې زړه ته راغلو يو وسواس د پېښور غوندې

اوس چې دئ په يو زبېرگي د هر چا غم ته ټينگ نه وي
ډېررر مې چې دا زړه شولو حساس د پېښور غوندې
داسې د حالاتو بټئ سره ده خدايه خېر اوکړې
داسې مې نن زړه کوي بړاس د پېښور غوندې
حسينه ګل بي بي د غزلو ترڅنګ ازاد شعرونه او نظمونه هم ليکي او خپل عواطف او احساسات پکې په رنګينو الفاظو او سندريزم ټکو کې له مونږ سره شريکوي

نظم خوځښت
کله نه کله
زه ځان بې حده ډېر يواڅې گڼم
کله چې څوک هم نه وي
نه مې جانان
نه دا فيسبک
نه واتساپ
په داسې حال کې ځانته خپله
زه د لرې اوازونه کؤم
ځانسره ستا يو د ماضي نسبت گنډلئ ساتم
تا به
هميش ماته
د لرې نه اواز راکوو
دا به بل چا نه اوريدو
دا به يو ما اوريدو
په دې يو زه پوهېدم
يا دا چې

د نظم تحريک
یه زما وجوده
زما زړه
او
روحه
دادي نن بيا خلک لگيا دي 
واي
ددې څه حل پکار دئ
خو زه پوهېږمه
زما وجوده
دا خلک 
خپلې نورې گټې گوري
خپلې فاېدې لټوي
ددوي ددې خبرو
بله هېڅ معنه نيشته دئ
زما وجوده
ته خو خه خبر ې
چې د تاريخ په هر پړاؤ کې په تا څه تېر شوي؟
چا په يوه نعره
له تا نه خپله ښه اغستي
سپېنو بېرغو
تورو سپينو سرو پټکو
ټوپيو او
تسبو په شميره
له تانه هرځلې يو څه اغستي
په تا ې خپله حاکمي کړي ده
خو زما وجوده
ته ې په رنگ رنگ خوار کړې
ستا د هر درده
مې بلا بلا سبدرې اووې
ستړې شومه
خو يوه هيله مې بيا هم ژوندئ وه
زما وجوده ستاجانان 
او ستا وارث به له دې ټولو څړيکو
بيا زرغون شي
او به واي
خپله سينه به ټپوي واي به
بس دی
اوس زه راغلمه
دغه وجود زما دئ
زما غيرتدئ
زما ننگ او مينه
خو يه زما وجوده
هر ځل مې دغه هيله خپله مړه شي
چې نور آغيار راوچت شي دا اواي
بس دئ
ددې مسلې حل پکار دئ
زما توده تبه شي
وجود مې درد شورو کړي
له ډيره غمه سترگې پټې کړمه
زما وجوده
له تا لاس چاپير کړم
او د يوې نوې ژوندئ هيلې په ټکور دې پټ کړم
محترمه ګل د وطن دردوونکي او ژړونکې حالات او د پښتنو په بدو ورځو او د ژوند په ناخوالو سلګۍ سلګۍ ښکاري او همدغه غملړلي او ويرجن حالات په اوښکو اوښکو سترګو داسې انځوروي او زمونږ مخې ته ېې ږدي

نور خو نو ورور پکې د ورور په سر ايله نه کوي
خو د قام کونډه مې خندا نه کړي ښيوه نه کوي

ملا ته گوره چې د حورو په هوس کې ډوب دئ
په سپينه ږيره هم ددې کار نه توبه نه کوي

دا پښتنې ميندې د جنگ په ناکړدو کښې هم لا
په سر سرتورې خو په تور ماښام ښېره نه کوي

بې له جنگونو د بارودو د سرو وينو غوښو
زما وطن ته دنيا بله بخښانه نه کوي

د ژوندون خوي لکه پردئ د سيل د هاغه مرغي
د ورځې راشي بيرته لاړ شي دلته شپه نه کوي

د ورور غرور د پلار شملې د مور ټيکري ته گوري
هر څه په خپل ځائ خو کچه کار پښتنه نه کوي

دلته به خپله پخلا کېږي که څوک مري که څوک چوي
کلتور بدل دی اوس په هېچا څوک جرگه نه کوي

که د پښتو د دغې غزلبولې شاعرې د شاعرۍ رنګونه هرڅومره وځلول شي او یادونه یې وشي او د ادبي شخصیت او مفام هرڅومره ستاینه یی وشی بیا به هم کمه وي ځکه پښتو ژبې او ادب ته د اغلې ګل خدمتونه او کارونه دومره زیات او د قدر وړ دي چې په څو کرښو کې یې راټولول کم او ناشوني دي او د نوموړي د هلو ځلو او ستړیاوو حق پرې نه شي ادا کیدلای۰
مونږ درنې خور حسینه ګل ته لاس په دعا یو چې د تل په ځیر خپلې ادبي او علمي هڅې او کارونه همداسې ژوندۍ او ګړندۍ وساتي تر څو پښتو ژبې او ادب ته د لا زیاتو خدمتونو جوګه شي او په دې برخه کې تلپاې او نه هیریدونکي کارونه او خدمتونه تر سره کړي۰
دا هم د اغلی سیدې حسینه ګل کاکا خیلې یو خوږ او ښکلی غزل چې تاسو د شعر او ادب درانه مینه وال یی لوستلو ته رابولم هیله ده چې له لوستلو یی خوند واخلۍ او د شعر خواږه یی وڅکۍ۰
نور مو په ستر او سپېڅلي رب سپارم۰
الله مو لاپسې درانه او پتمن لره۰

غزل
لکه باران پرې وريدمه خو روژه ماتيده
د شونډو جام ته رسيدمه خو روژه ماتيده

د محبت په وخت اشنا دومره ناجاڼه نه وم
ياره په زړه دې پوهيدمه خو روژه ماتيده

نن پکښې داسې د جنون تندې اغستې ومه
څه په سور اور کښې سوځيدمه خو روژه ماتيده

داسې خو نه ده چې ددې احساسه لرې يمه
درنه به بيا بيا ځاريدمه خو روژه ماتيده

ستا د يو لمس نه د ژوندون بلا سپرلي ټوکيدل
د نوې سره ځوانيدمه خو روژه ماتيده

ماته د ځان د کائينات اندازه شوې وه اوس
ستا په وجود کښې ځايدمه خو روژه ماتيده

لیک : امان الله نصرت

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5086