کره پښتو ۱

By Pukhto.Net - Jun 05, 2020

کره پښتو سوچه پښتو خوږه پښتو


یوازې – یواځې

Only یوازې: فقط /صرف

alone  یواځې: تنها /ګؤښی  


کليزه -کاليزه

Calendar کلیزه: جنتري 

anniversary  کاليزه: سالروز 


ښيي - ښايي

ښيي: د ښوولو اوړون دی پۀ اوسمهال کې - د درېیم کس لپاره (هغه ښيي)

ښايي: یؤ کړول (قید) دی، چې د “کېدای شي” یا ګؤندې مانا ورکؤي (ښایي زۀ دا کار ؤکړم)


اوس - ؤس

 Now/ اوس: همدا مهال 

Ability/ ؤس: توان 


زۀ - ځه

زۀ: لومړی تن واحد /i -me

ځه: د “تلل” امري بڼه ده یوۀ کس ته (ځه ، هلته لاړ شه)


پرخه - پرښه

پرخه= شبنم

پرښه= خوارا لویه ډبره


پښه - پخه

پښه: د بدن هغه لاندېنۍ برخه چې ورون پرې ولاړ وي او پنځه ګؤتې لري.

پخه: د پوخ ښځينه بڼه


ورونه - وروڼه

ورونه: د ؤر ډېرګړی (جمع) دروازې

وروڼه: د ورور ډېرګړی


کامران منګل

Print Friendly and PDF

Author Name: Pukhto.Net

Total Articles : 9

Total Hits: 2995