Pashto Dictionary

admin
AJAX progress indicator
لټون (clear)
  • آ

  • آ
    پۀ راکښلې آ،واز وئیلې شي، د درد پۀ زیاتي، حېرانتيا، افسوس يا د ارږمي پۀ وخت لۀ خلې وتونکے آواز ، کله کله لږ ډېر د چغې پۀ شان آواز، د ځينو سندرغاړو د سُر سمولو د پاره آواز، د کونترې يا چرګې د رابللو کلمه، د وړو ماشومانو د خبرو زده کولو پۀ وخت د وړومبۍ مرحلې آواز

  • آب
    اوبۀ، خولۀ، عرق، شراب، عزت، حيا، قدر

  • آب حيات
    آبِ حيات، د ژوند اوبۀ، هغه فرضي اوبۀ چې د هغې پۀ څښلو عمري ژوند حاصلېږي

  • آب خانه
    غسل خانه، د ژرندې لاندې ځائې چرته چې څرخ اېښودے شوے وي، د اوبو د جمع کولو ځائې، ټېنکۍ

  • آب و تاب
    پړک پړوک، شان و شوکت

  • آب و نان
    اوبۀ او روټۍ، خواک څښاک

  • آباد
    واحد/مذکر، و وران ضد، ودان، اوسېدونکے، صاحبِ مال و اولاد، هغه کال چې بارانونه پکښې ډېر وي اؤ فصل ښۀ ؤشي

  • آبدار
    مخور، ښاغلے، د عزت خاوند، ځلېدونکے، جوهر لرونکے، اُبړن، لوند، تاند، مؤنث آبداره

  • آبداري
    د مخوريز کيدو حالت

  • آبدان
    د اوبو ساتلو د پاره يو ډول لوښے، جمع آبدانونه

  • آبرو
    ورخ، بغول، د اوبو د تېرېدلو مورۍ

  • آبنوس
    تور پړقيدونکے لرګے، فارسي

  • آبِ زمزم
    د زمزمو اوبۀ، پۀ مکه معظمه کښې يوه خاصه چينه چې د حضرت اسماعيل علیه السلام پۀ خاطر څرګنده شوې وه

  • آبګير
    تالاؤ، هغه ځائې چې اوبۀ پکښې ولاړې وي ، د جولاګانو يوه آله

  • آبګينه
    شيشه، د بلورو شيشه

× Pukhto.Net