Pashto Dictionary

admin
AJAX progress indicator
لټون (clear)
  • ا

  • ابتدائي
    ابتدا سره تعلق لرونکے، اولنے، وړومبنے

  • ابتر
    ګډوډ، پرېشان کۀ سړے پۀ مصلحت کښې لر بر نۀ شي .... زۀ ضامن چې د دۀ کار به ابتر نۀ شي خوشحال خان خټک

  • ابتر
    اوتر، پرېشان، ګډوډ، ميرات، بې ځويه، غريب، خوار، ناقص، خراب، بې کاره، بې خونده، ابتري

  • ابتلا
    ازمېښت، جمع ابتلاګانې

  • ابته
    اَ-به-ته، عبث، حبطه، فضول، بې ځايه، ګنده، بې فائدې، خراب، پليت، بې کاره

  • ابج
    اَبج، چې بچ کېدل ترې ممکن نۀ وي، چې ځان ساتل ترې ناممکن وي، مؤنث ابجه

  • ابجد
    د عربۍ د حروف تهجې ښکاره کونکي اتۀ لفظونه چې پۀ ابجد، هوز، حطّي، کلِمن، سعفص، قرشت، ثخذ، ضظغ مشتمل دي اؤ هر تورے ئې ځانله عددي قیمت اؤ شمېره لري

  • ابحاث
    د بحث جمع، کنستنه، جاج، اخستنه، سنجونه، مباحثه، سوال ځواب، واحد بحث

  • ابد
    اَبد، تر تل تله، نۀ ختمېدونکے وخت، همېشه، مدام

  • ابدال
    بزرګ يا نېک.سړے، د بزرګانو يو خاص ټولے

  • ابدان
    د بدن جمع، جسمونه، واحد بدن

  • ابدور
    بې ځايه، بې واکه

  • ابر
    وريځ، اُورۀ، جمع وريځې

  • ابچي
    اَبچي، اوبۀ ورکونکے، فصل ته اوبۀ ورکونکے، جمع ابچيان

  • ابډنډي
    ګلي ډنډۍ، د ماشومانو يوه لوبه

× Pukhto.Net