Pashto Dictionary

admin
AJAX progress indicator
لټون (clear)
  • ا

  • ابشار
    هغه ځائې چې هلته لۀ غرۀ يا بل اوچت ځائې نه اوبۀ ښکته راغرځېږي، کړونګه، زاوو، جړوبے، پارچاوے، جمع ابشارونه

  • ابغول
    د چا بې شرمي کول اؤ ورته ستغې خبرې کول، سپکاوے کول

  • ابغېدل
    د چا بې شرمي کېدل، سپکاوے کېدل، ابغېدن، ابغېدنګ، ابغېدنه، ابغېدونکے، ابغېدۀ

  • ابل
    اَبل، لوڅ، بربنډ، عموماً پښې سره استعماليږي لکه پښې ابل

  • ابلاغ
    پېغام وغېره رسونه

  • ابليس
    شېطان، هغه جن چې حضرت آدم علېه السلام ته ئې د سجدې کولو نه انکار کړے وۀ، شرارتي، سرکش، وران کارے

  • ابلق
    تور اؤ سپين، چغر، منافق، مؤنث ابلقه

  • ابلن
    اُبلن، اوبۀ لرونکے، اُبژن، نمدار، خوړين، مؤنث ابلنه

  • ابلوڅ
    زلموټے، بلوغت ته نزدې، مؤنث ابلوڅه

  • ابلوڅېدل
    زلمے کېدل، بالغ کېدل، بالغېدل

  • ابلۍ
    د ارتې خُلې کوهے، کاڼېزه زمکه، اوۍ

  • ابنائے
    جغرافيائي اصطلاح کښې د اوبو هغه ځائې چې دوه وُچې سره جدا کوي

  • ابنوس
    د تور رنګ يو عمارتي لرګے اؤ د هغې وُنه

  • ابک
    د اَبا اسمِ تصغير، د مینې تورے

  • ابکه
    د پلار ښځه، مور

× Pukhto.Net