Pashto Dictionary

admin
AJAX progress indicator
لټون (clear)
  • ا

  • ات
    چې د اسم آخر ته ؤلګي نو جمع شي لکه خواهش نه خواهشات، احتياج نه احتياجات، اخبار نه اخبارات

  • ات پريز
    هغه څيز چې اتۀ پرې لري، د اتو اړخونو لرونکے، ات ګټيز، ات څنډ، اتڅنډ

  • اتام
    خوراک، طعام، دوړه، اوړۀ

  • اتانيز
    د نيمې روپۍ سکه، پنځوس پېسې

  • اتاک
    کمره، ځائې، جمع اتاکونه، فارسي کښې اطاق

  • اتحاد
    يو کېدنه، اتفاق، هغه موافقت اؤ یو والے چې د مدافعت اؤ حفاظت پۀ غرض شوے وي

  • اتحادي
    اتحاد کونکے، هغه ملکونه چې دویم عالمي جنګ کښې جرمني، اټلي اؤ جاپان ته يو شوي وو

  • اتر
    اندام، توکے، د جسم هره يوه برخه، جمع اترونه

  • اتر
    د خبر تابع مهمل، خبردار، اطلاع يافته

  • اترنګ
    د يو بوټي نوم چې د جامو پۀ رنګولو اؤ دارو کښې پکارېږي، نکريزې،

  • اتره
    هغه لوئې ښانک چې هغې کښې د ګاڼۍ ګرم شربت اچوي اؤ چکۍ پکښې ترې جوړوي

  • اتروشے
    انټوشے، انتروشے، نږے، د پوزې سره يو غېر ارادې حرکت چې هوا د پوزې نه را اوځي اؤ يو آواز پېدا کېږي

  • اترک بترک
    غريب، بې وسيلې، ميرات، اوترک، بې وسه، لغړ، څنډلے، مؤنث اترکه بترکه، جمع مؤنث اترکې بترکې

  • الف
    دَ ابجدو د حروفو وړومبے تورې دے

  • ان شاء الله
    کۀ خداي ته منظوره وي، کۀ خداي کړی وي، کۀ د الله رضا وي، کۀ د خدائي له ډډې خېر وي

× Pukhto.Net