ښاغلی اکبر سيال

By Amanullah Nasrat - May 21, 2020


د ښاغلي اکبر سيال د شاعرۍ رنګين اړخونه
د پښتو خوږژبی شاعر او ليکوال  ښاغلی اکبر سيال پلرنی کلی جندول معيار دی ،   د ۱۹۶۳ ميلادي کال د جنورۍ په درېيمه نېټه  د ملکنډ په بټخيله کې  زېږېدلی،  په خټه ترکلانی مست خېل او د افغان نپولېن غازي عمرا خان بابا سکه کړوسی دی۰
نوموړي خپلې  لمړنۍ زده کړې د ملاکنډ به تاڼه کالج کې کړي او د پېښور له پوهنتون څخه ېې په پښتو ادبياتو کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی او اوس په اسلام اباد کې ژوند کوي او په يوه دولتي اداره کې دنده لري۰
ښاغلی اکبر سيال پّه پښتو او پښتونوالې مين  خوږ ژبی شاعر دی  چې د شعر تومنه ېې د ولس او قام له مينې جوړه شوې او په وينه کې ېې د وطن د محبت سره ورګډ دي۰
ښاغلی سيال د خپلې  پښتنې خاورې په غېرتمنه غېږ کې زېږېدلی، پالل شوی او خاپوړې ېې پکې کړي دي نو ځکه خو ېې خټه هم پښتنه ده فکر او نظر ېې هم پښتون دي او ټول کړه وړه ېې پښتانه او د وطن له سرشارې مينې ډک دي۰
خيبر دی که ششاد پکې جونګړې د زمرو دي
دا غرونه پښتانه دي دا سيندونه پښتانه دي

دې خاورې زېږولي خپله غېږ کې اتلان دي
نصرته ددې خاورې ولسونه پښتانه دي

مونږ د اکبر سيال په رنګينه شاعرۍ کې د اولس د دردونو او د وطن او پښتنې خاورې  د غميزو، ناخوالو او بدو ورځو تصويرونه او انځورونه  په روښانه ډول  ليدلای او لوستلای شو او نوموړي دا ټول ويرجن او غملړلي حالات په ډېر مهارت او ځيرکتيا د خپل شعر غېږې ته سپارلي او زمونږ مخې ته اېښي دي۰
سيال صيب نظم او نثر دواړه ليکي خو د نثر پله يي پر نظم غوښنه او درنه ده او زيات وخت ېې پښتو شاعرۍ ته ځانګړی کړی دي او په دې لاره کې ېې ښه ډېر مزل او پرمختګ کړی دی۰
سيال صيب تل د مينې، سولې ، امن او ښکلا نغمې ويلي او له نفرتونو. جګړو او انساني ضد اعمالو څخه ېې خپله ژوره کرکه او نفرت ښودلی دی نوموړي تل د ظلم او نارواوو خلاف ښه په زغرده خپل غږ اوګت کړی او په خپله ټولنه او چاپېريال کې ېې په  هر ډول ظلمونو، بې انصافيو او ناروا چارو تنقيد کړی او هغه ېې غندلي او په ډاګه کړي دي۰
د سيال صيب وينا د وطن او ولس له پاکې مينې سرچينه نيسي همدا لامل دی چې  لوستونکي ېې په لوستلو د ستړيا احساس نه کوي او په ډېره  اسانۍ پرې اغيز کوي او خوند ترې اخلي۰
سيال تل هڅه کړې چې نوي او تازه موضوع او مطلب د خپل شعر لپاره وټاکي او له بيا بيا ويل شوو خبرو او تکراري موضوعاتو څخه ډډه کوي چې همدې ښه کوښښ او زيار ېې شاعري خوږه او رنګينه کړې او د شعر او ادب د مينه والو د پام وړ ېې ګرځولې ده۰
د سيال صاحب په شاعرۍ کې ځای ځای د وطن او ولسي موضوعاتو تر څنګ د مينې، مستۍ او ښايستونو نغمې هم غوږونو ته راځي چې د دده شاعري ېې خوږه او رنګينه کړې ده۰
وګورۍ په لاندې بيتونو کې ېې څومره په زړه پورې انځورګرې کړی چې واېې
زمونږ د ژوند قيصه د مينې او ښايست قيصه ده
د چا د ژوند قيصې چې نورې وي نو نه دې راځي
دلته کې هر ميېن داو کړی زړه او سر په مينه
په چا چې پور د جانان پورې وي نو نه دې راځي

سيال که له يوې خوا د خپل وينې وينې وطن د ويرجنو حالاتو عکاسي او انځورګري کړې له بلې خوا ېې د يار او ريبار، مسټيو او خمارونو، مطرب او رباب، ګل او بلبل، ساقي او مينا ، وصال او هجران، سترګو او زلفو ، بنګړو او پېزوان او د ژوند د بېلابېلو رنګونو او د طبيعت د کرشمو  خوندور تارونه هم ترنګولي او غم او ښادۍ يا په بله ژبه خوږو  او ترخو ېې په شاعرۍ کې جوختې غاړې ورکړې دي۰

ښاغلی سيال وايي
په وير کې به خندا او په ژړا کې به مستي کوو
مونږه ژوند پرست به په هر حال کې زندگي کوو
هر څو که وينې وينې اوښکې اوښکې دي حالات
مونږ به اخترونو او مېلو ته هر کلي کوو

نوموړی په خپل يو بل شعر کې  د زړه دردونه داسې چيړي
نه ګور باڼه نه تودې شونډې نه ملالې سترګې
د ګل په مخ کې هغه څير د جانان نه جوړېږي
چې مې د خوب سره بلدې کړي بې خوبه سترګې
سياله نشه نشه شوګير د جانان نه جوړېږي
يا دا چې

زمونو د کلو د بانډو زمونږ د غرونو ښکلي
په دې څلوېښت کاله کې مړه شول په لکونو ښکلي
د يزيد هسې نوم بدنام دی په يو څو مرګونو
ګنې زمونږ خو روزانه مري په سلګونو ښکلي

او بيا ېې  په بل ځای کې د خپل شعر لفطونو ته داسې ژبه ورکړې چې

دا ځل د کلی نه چې ښار ته راځې 
ماله منګی ماله رباب خو راوړه
زه پرې د خپل جانان تصوير جوړوم 
چرته قلم چرته کتاب خو راوړه

په يوه بل غزل کې څه ښه وايي

فنکاره
چې نرۍ ګوتې د تمبل نه تاوېږي
جينکۍ ورته بنګړي بنګړي ګډېږي
ستا د ګوتو د کمال له برکته
دغه وچ لرګي هم ساه اخلي غږېږي
د شپېلۍ او د رباب نغمه چې اوري
پښتانه ورته په غرونو کې مستېږي
د ستار په تار چې ګرمه شي سندره
د ګل څانګې ورته رقص کوي خندېږي
د سورنا د سر خواږه دې خاورې مه شه
اوده شوي احساسات پرې راپارېږي
ډولکي مار چې ډول له درز ورکړې په مينه
کنګل کنګل وينه اور اخلي تودېږي
د محل په لوی دالان کې د پيانو غږ
په خمار خمار جامونو کې کړنګېږي
د باجې خواږه خواږه پاسته سرونه
د ماسټر او صاحب ګل سره جوړېږي
د طبلې نه چې غږ پورته په کمال کړي
د ماس خان نه د مراد ګوتې زارېږي
د دې بيم د خوږ اواز له برکته
پاړوګر ته چمچه ماره هم نڅېږي
کوم عاشق چې سرينده په غېږ کې واخلي
معشوقه لکه خارو ورته چغېږي
تمبوره لکه سنګل د چينار ښکلې
چې رګ رګ يې لمغړې کوي ګرمېږي
ای زما د وطن ښکليه فنکاره
سيال به تل ستا په هنر باندې نازېږي

ښاغلی سيال تل د پښتنو د يووالي او يو موټي کېدو خبره کړې او  هغوی ېې  يووالي او ورورولۍ ته رابللي دي، ځکه هغه پوهېږي چې نفاق  او بې ځايه تربګنۍ د پښتون قام د ورکېدو او ختمېدو لامل کېږي او که پښتانه په يوه ټغر راټول او يو غږ او يو اواز نه شي نو هغه ورځ لری نه ده چې دا خواره واره ولسونه به د ځانځانۍ د تور ښامار ښکار شي او د نړۍ د تمدن او پرمختګ له کاروانونو به کلونه کلونه وروسته پاتې شي۰
خوشال بابا د پښتنو د ځانځانۍ او خپلسريو په اړه څه ښه ويلي

اتفاق په پښتانه کې پيدا نشو
ګني ما به د مغل ګرېوان پاره کا
او په بل ځای کې وايي
که هر څو ېې سمومه نه سمېږي
پښتانه دي د کږو کاڼو دېوال

ښاغلی سيال تل په خپل افغانيت او پښتونولۍ ټينګ او ولاړ پاتی شوی او د وخت او حالاتو سړو تودو او ناخوالو ېې په اراده او همت کې هيڅ ډول کمزوري او سستي نه ده راوستې، د تزلزل ښکار شوی نه دی او په هر ډول لوړو ژورو کې افغان پاتی شوی او افغان به پاتې وي۰

ما ټيټ ورته لېمه کړل خو مې سر نه ټېټېده
شايد چې محبت کې هم افغان پاتې کېدم
حمزه بابا
 وګورئ د ښاغلي سيال دا لاندې غزل له څومره جمال او کمال او له هنري رنګينيو ډک دی
غزل
د سرونو سمندر درپسې ګرځي
محبته لر او بر درپسې ګرځي
آهو چشمې زندګۍ بلا دې واخلم
د لېوانو لوی لښکر درپسې ګرځي
ته محور د رڼا ګانو يې لاليه
داسمان شمسس و قمردرپسې ګرځي
د سندرو يو ماښام ورته ډالۍ که
يو ويرژن ويرژن سحر درپسې ګرځي
د باميانو د بودا بابا قاتله 
غرېو نيولی دی ټول غر درپسې ګرځي
ته ترې چرته يې ورک شوی ګل اندامه
قندهاره پېښور درپسې ګرځي
سياله څه ګناه دې کړي پښتون ګله
بلاګان د بحر و بر درپسې ګرځي

غزل چې د پښتو منظوم ادب يوه غوره او پياوړې برخه ده او پښتنو بېلابېلو شاعرانو په مختلفو ادوارو کې د غزل اننګو ته د خپلو وينو سره او رنګونه ورکړي ښاغلي سيال هم په خپله شاعرۍ کې دا فورم زيات کارولی او په دې برخه کې ښه برلاسی او بريالی ښکاري ۰
د پښتنو ټولمنلي شاعر ښاغلی حمزه بابا په دې اړه څه ښه ويلي:
ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم

**********
حمزه ځواني زما غزل وخوړه
خامي مې داده چې غزل نه شوه
**********
لا خو تخيل د حمزه تت نه دی
چا وی په پښتو کې غزل چرته دی
**********
حمزه چې د غزل نه رنګينۍ دې ورکې نه شي
دا ښايي چې تل تل ولرې خيال نوی نوی

خوشال بابا هم په خپلو شعرونو کې وايي
څه عجب غزل يې ووی
افرين په خوشال باندې
**********

په نوروز کې دا غزل واخله مطربه
په اواز به دې بلبلې شي ساکتې
**********

هم غزل مې په بياض باندې وګوره
زه خوشال خټک د زړه په وينو کښل کړم

د سيال د غزل ژبه خورا خوږه، سندريزه،  عام فهمه او له هنري ښايستونو او رنګينو ډکه ده همدا وجه ده چې غزليز شعرونه ېې د شعر د نورو فورمونو په شان ډېر  په زړه پورې، د لوړو خيالونو او نوو فکرونو درلودونکي ، هر اړخيز او ښکلي دي ۰
د نوموړي په شاعرۍ کې د ملي، تصوفي، اخلاقي او روماني  احساساتو، خيالاتو او جذباتو ترڅنګ ځای ځای  د سياسي ادب نښې او نښانې هم  څرکونه وهي او ترسترګو کېږي او لکه د رحمان بابا چې ويلي ېې وو:
په سبب د ظالمانو حاکمانو
کور او ګور او پېښور درې واړه يو دي

ښاغلي سيال هم د خپلې ټولنې په سياسي حالاتو ژور نظر ساتلی او وخت په وخت ېې په خپل فن کې د سياسي  چارو او ټولنيزو ناخوالو  يادونه  او عکاسي کړې ده۰

لنډه داجې سيال صاحب پښتو شاعرۍ ته نوې سا ورکړې، ځلاګانې او رنګونه ېې ورزيات کړي او تازه روح ېې وربښلی او که څوک ېې هر کلام او وينا لولی نو بې له شکه چې ژور اغېز به پرې کوي او هرو مرو به ېې خوښوي او خوند به ترې اخلي۰
زه نور ستاسو او د سيال صاحب د خوږې او تودې شاعرۍ تر منځ خنډ کېږم نه،  تاسو او ګران سيال ته د اوږود عمر او د ژوند په چارو کې د لا برياوو په دعا د خپل ليک ځولۍ رانغاړم او په  ستر او بښونکي رب مو سپارم۰
په شاعرانه مينه او ولولو
امان الله نصرت
۱۹/۵/۲۰۱۹
پېښور
د ښاغلي سيال د خوندورو او زړه ميشتو غزلونو يو څو بېلګې
ستمګره
ستمګره دا دې څه رنګ رياست دی
ستمګره لور په لور باندې وحشت دی
ستمګره ته سم ټق چوې د مستۍ نه
ستمګره دلته لوږه او غربت دی
ستمګره د کشمير نه لاس په سر شه
ستمګره په کشمير کې بغاوت دی
ستمګره په عراق او لېبيا کې 
ستمګره هم په شام کې جوړ قيامت دی
ستمګره حلاليان به څنګه راوړي
ستمګره حرامي چې دې فطرت دی
ستمګره د انصاف په مخ تور داغه
ستمګره ستمګر دې عدالت دی
ستمګره د لکونو خلکو رزق
ستمګره تا لوټ کړی په طاقت دی
ستمګره د اسمان لمنې پرېږده
ستمګره دا د ستورو ملکيت دی
ستمګره ستا د خدای نه مې توبه ده
ستمګره ستا د خدای نه مې نفرت دی
ستمګره ستا انداز د مينې نه دی
ستمګره ستا په سترګو کې شهوت دی
ستمګره راشه اوګوره دا څه دي
ستمګره ژوند په وينو کې لت پت دی
ستمګره ته په حورو خلک وژنې
ستمګره ستا مذهب قتل و غارت دی
ستمګره د سيندونو ازار ماخله
ستمګره دا اوبه د خدای نعمت دی
ستمګره سوات دې سم راته دوزخ کو
ستمګره سوات په دې دنيا جنت دی
ستمګره دا وطن د مصر ښار و
ستمګره دا وطن اوس حزيمت دی
ستمګره ړنګوه يې نه ړنګېږي
ستمګره کابل جان داسې وحدت دی
ستمګره سيال خاني ځان له مکتب دی
ستمګره سيال خاني انسانيت دی
۔ غزل
چرته چې ور د توبې پورې وي نو نه دې راځي
چې په ايمان باندې کمزورې وي نو نه دې راځي
زمونږ په سر باندې نه سپر نه سايه د اسمان
د چا په سر باندې چې سېورې وي نو نه دې راځي
زمونږ د ژوند قيصه د مينې او ښايست قيصه ده
د چا د ژوند قيصې چې نورې وي نو نه دې راځي
دلته کې هر ميېن داو کړی زړه او سر په مينه
په چا چې پور د جانان پورې وي نو نه دې راځي
د مخ په رنګ نه ده چې هر څنګه وي، وي دې سياله
د چا د زړه پردې چې تورې وي نو نه دې راځي
   
پښتونه
په ګلونو کې به ته مرې
په رنګونو کې به ته مرې
د يو ټوک ډوډۍ د پاره
په درنګونو کې به ته مرې
لال جوهر به وي د بل چا
په کانونو کې به ته مرې
په جمات کې دې ځای نشته
په وعظونو کې به ته مرې
په بانډو دې اور بلېږي
په ښارونو کې به ته مرې
د فطرت شډل بچيه
په غارونو کې به ته مرې
په جنت جنت وطن کې
په غمونو کې به ته مرې
په جلسو او جلوسونو
په سټېجونو کې به ته مرې
پوهنځی که پوهنتون دی
په سکولونو کې به ته مرې
ته انسان يې که پټان يې
په طنزونو کې به ته مرې
د واسکټ واسکټ بارودو
په بمونو کې به ته مرې
نه دې عقل شته نه فکر
په وهمونو کې به ته مرې
په سندرو کې به زه مرم
په سازونو کې به ته مرې
مال او زر به د امير وي
په جنګونو کې به ته مرې
سياله ته هم لېونی يې
په فکرونو کې به ته مرې

د ښاغلي سيال چاپ شوي کتابونه او اثار

۱ - ژوند جانان ، شعرونه
۲ – رنګونه ، شعرونه 
۳ – په جنګ دې اور ولګي  ، شعرونه 
۴ – دا پرهرونه به ګنډل غواړي ، شعرونه 
۵ – اوښکې اوښکې مسکيتوب ، شعرونه 
۶ – زمونږ په کلي کې شر مه جوړوئ ، شعرونه 
۷ -  په ګلدرو دې ورول اورونه ، شعرونه 
۸ - خوشال خټک -- د ګندهارا تهذيب لوی نوم ، په جاپانۍ ژبه چاپ اثر
چې پکې د خوشال خټک منتخب نظمونه په جاپانۍ ژباړلې شوې دي۰

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 919